په کندهار ولايت کي نوي تعليمي کال دهمدې ولايت د والي لخوا د ميرويس مېني په ليسه کي نن سهار پيل سو.
د کندهار ولايت والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ تعلمي کال د پيل د زنګ وهلو پر مهال ټولو زده کوونکو ته ددغه تعليمي کال د پيل کېدو مبارکي وويل او پر ټولو مېندو او پلرونو يې ږغ وکړي چي خپل اولادونه په ښوونځيو کي شامل کړي تر څو يې اولادونه د الله ج د ستر نعمت (پوهي) څخه برخمن سوي وي.
ښاغلي ويسا وويل لکه څنګه چي مسجدونه د الله پاک کورونه دي هماغسي مکتبونه، مدرسې او نور تعليمي مراکز له زيات ارزښت څخه برخمن دي، هغه ځکه چي په مکتبونو او نورو تعليمي مرکزونو کي د مساجدو د اهميت او د الله پاک د قدرتونو او د اسلام د سپېڅلي دين څخه خلک خبروي او مکتبونه، مدرسې او نور تعليمي مراکز د بشري ژ وند ډير عمده او اساسي جز دي.
نوموړي زياته کړه چي د اسلام دين د علم زده کړه پر هر نارينه او ښخينه فرض کړې ده، چي له همدې خاطره بايد ټول د علم د ترلاسه کولو لپاره کوښښ وکړي او والدين د خپلو اولادونو د درسونو په باب د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له معلمينو سره په تماس کي واوسي.
نوموړي پر ټولو خلکو ږغ وکړي چي د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده هغه که نارينه وي او که ښځينه نو بايد چي د علم ترلاسه کولو لپاره هر رنګه کوښښ او هلي ځلي وکړي او تر څنګ يې بايد ټول والدين د خپلو اولادنو د روښانه ايندې په خاطر د معلمينو سره ارتباطات زيات کړي تر څو د شاګرد په اړه دواړه هر اړخيزه دقيق او پر وخت معلومات تر لاسه کړي.
په ورته وخت کي د کندهار ولايت د ښوونځيو زده کوونکي هم د تعليمي کال د پېل کېدو سره خوښ ښکارېدل او د پوهني د رياست څخه يې د کتابونو د ډېردو د تختو، چوکيو او د مکاتبو او صنفو د ترميم غوښتنه کول.
د کندهار والي تر څنګ د پوهني د رياست چارواکو هم ددغه تعليمي کال د پيل کېدو مبارکي ټولو زده کوونکو او والدينو ته وويل او د زده کوونکو د ستونزو د حل په ارتباط يې دوي ته ډاډ ورکړي چي د پوهني د وزارت سره يې ستونزي شريکي کړي دي او ډير ژر به په دغه ولايت کي د پوهني په برخه کي موجوده ستونزي حل سي.