د تودو سیمو د تعلیمي کال د پيل په هکله
د ۱۳۹۲کال د وږي ۱۵ مه
د ډېرې خوشحالۍ او نېکمرغۍ ځای دی، چې د هېواد د تودو سیمو د تعلیمي کال د پيل کېدو په مناسبت، درنو هېوادوالو، د پوهنې مینه والو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې د ستر کاروان فرد فرد ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
د ویاړ ځای دی چې پوهنې وزارت د خپل بریالي مزل په لړ کې د تودو سیمو تعلیمي کال پداسې حال کې پیل کوي چې د پوهنې نظام د خپل پرمختګ په یوه بې ساري، روښانه او تاریخي پړاو کې قرار لري او په ۱۳۹۲ کې د ۴۱ سلنه اناثو په شمول ۹.۷ میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د ۲۱۰۰۰۰ ښوونکو او مدرسینو له خوا په ۱۶۶۰۰ بابه تعلیمي موسساتو کې په زده کړو بوخت دي.
لله الحمد په همدې بختوره ورځ به د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې چې ځینې په بشپړه او ځینې په نسبي توګه ګرمسېره سیمې ګڼل کیږي، د ۲۴۹۲ تعلیمي موسساتو دروازې د ۴۶۵۸۰۶ تنو زده کوونکو، طالب العلمانو او محصلینو پر مخ پرانیستل شي او خپل نوی تعلیمي کال به د (تعلیم د تلپاتې سولې او انکشاف لپاره) تر شعار لاندې پیل کوي.
پوهنې وزارت په دې اند دی چې زموږ پتمن او علم پال ولس د بلې هرې انساني ټولنې په څېر د خپل هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د زده کړې له تعمیم او له هغه څخه د خپلو چارو د سمون په برخه کې د ګټې اخیستنې پرته بله لار نه لري او یوازې پوهنه ده، چې د انسانانو د سرلوړۍ، پرمختګ او هر اړخیز سمون وسیله ګرځي.
د پوهنې دغوره پرمختګ راز د پوهنیزو موسساتو د مسوولینو له خوا د تعلیمي نصاب په بشپړ علمي کولو، خپلو مسوولیتونو ته په فعالانه توجه، ښه تدریس، بریالي مدیریت، مسلکي چلند او د زړه له کومې د پوهنې د ټولو پروګرامونو په تطبیق کولو کې پوښلی دی. له همدې کبله د پوهنې د کاروان ټولو لارویانو او په ځانګړې توګه د تودو سیمو د پوهنیزو موسساتو مسوولینو ته لارښوونه کیږي چې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې ګړندۍ هڅې په کار واچوي او په دې لاره کې له هیڅ راز مرستو او همکاریو څخه ډه ډه ونه کړي.
له بلې خوا دا حقیقت هم باید له پامه ونه غورځول شي، چې له دې تاریخي پرمختګ سره سره د هېواد پوهنیز نظام د ځینو ستونزو او ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی، چې د هغو له منځه وړل د پوهنې وزارت، علمای کرامو، قومي مشرانو، والدینو، ښوونکو، زده کوونکو او ټولو هېوادوالو ګډه دنده ده.
له همدې کبله د پوهنې وزارت له ټولو درنو هېوادوالو، والدینو، ښوونکو، علمای کرامو، خصوصي سکتور، قومي متنفذینو، دولتي منسوبینو او حتی زموږ د نظام له افغاني مخالفینو څخه غوښتنه کوي، چې د ګران هېواد او تودو سیمو په کچه د باکیفیته تعلیم او تربیې په پراخولو، د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د تعمیمولو، د پوهنې په لاره کې د موجودو چلنجونو په لرې کولو، د بندو ښوونځيو په بېرته پرانیستلو، د معارف د حریم په خوندي ساتلو او د خپلو بچیانو پر مخ د الله (ج) د پیژندګلوۍ د مرکزونو په فعال ساتلو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې خپله همکاري و نه سپموي.
په درناوي
فاروق وردګ
د پوهنې وزیر