له کلونو راپدیخوا د افغان اولس پر وجود ، داسي ناروا ظلمونه او پر وړاندي د سیتم او سیستم ناخوالو ، تجربې وکړې چي د نړی په یوه هیواد کي به هم نه وي تجربه سوي . دیرش کلنه جګړه او ورسره د ستم جبر زموږ اولس پر خپلو اوږو په خپلو وینو لمبولې ساتلې ده . افغان اولس د خپل تقدیر بد حالات د معاصري نړی په ډیر روښانه وختونو کي ډیر تاریک تیروي . زما اولس که له یوی خوا د زبرځواکي نړی تر جبري سیستم او ستم لاندي دی ؛ له بلي خوا که د ظالم او فرصت طلبه ګاونډيانو سره په چم کي پروت دی ؛ خو له بده شامته د داسي بدو ، ظالمو ، سادیستو قومي قصابانو په لاس کښیوتی دی چي د ځان د خلاصون لاره یې ځیني ورکه کړی ده .
کلونه وړاندي د هزاره توکمي ټوپکمار شجاعي په لاسونو په لسګونو بیګناه ماشومان ، ښځي او پښتانه په دې جرم چي طالبان دي ووژل سول ، بهرمیشتو او د هیواد دننه مدني ټولونو ددې غير انساني ، غيرافغاني او غير اسلامي عمل پر ضد خپل اوازونه اوچت کړل چي په نتیجه کي شجاعي په کابل کي ونیول سو او د تحقیق لپاره د اوسپنیزو میلو شاته کښینول سو خو د یوه بل مشر ټوپکمار او میخونو متخصص چي د ډبرو په کلا ( ارګ ) کي ناست دی ، ټولو امنیتي دفترونو ته د حکیم شجاعي د بیرته په عزت پریښودلو امر وکړ .
اوس بیا د شجاعي د نیولو امر سوی دی خو د چا په وسیله باید ونیول سي او څوک باید پوښتنه ګرویږنه ځیني وکړي ؟ د اوسني دولت د حاکمانو چاړه نوره د اولس تر هډه رسیدلې ده . له بلي خوا د همدې هزاره توکمو يو شمير بې انصافه او بیعقلو ډلو له خوا د ظالم شجاعي په دفاع کښي داسي جعلي ویډیو جوړه کړی ده چي هر څوک یې وویني د جعل او په لاس جوړي سوې ویډیو یقین پر کوي . د دې ویډیو پیغام دا دی چي په لوی لاس د یوه ظالم وژلو او ستم ته برآت ورکول کیږي . داسي اعمال نه یوازي د قومونو تر منځ نفاق اجادوي بلکي د انسان او اسلام وژني دود ته قانوني او حقوقي بڼه ورکوي .
موږ که پښتون ظالم او ستمګر په بدو الفلظو یادوو نو د نورو قومونو څخه مو هم هیله ده چي ځانونه د یوه داسي انسان وژونکي څخه خلاص کړي . زه لومړی دې وحشي صفته شجاعي ته وایم چي د ښاغلي خلیلي او امریکایانو تر هغه وخته په کار یې تر څو د ډبرو کلا د دوی تر شا ولاړه وي ، دا څو ورځي دي ، دا به تیري سي خو ته او ستا ټوله کورنی د ارزګانه څخه چیري تلالی سي ؟
دوهم مي خپلو هزاره ورڼو ته پیغام دادی چي تاسو د داسي یوه جنایت کار د کارونو څخه په دفاع کښي لومړی خپل ځان او بیا خپل قوم د خطر کندي ته ټیل وهۍ !
دریمه هیله مي د ښاغلي خلیلي څخه دا ده چي په دې حساس وخت کي د قومونو تر منځ دښمنیو ته لمن مه وهه . زما باور دی چي تاسو به د سبا په تاریخ کښي د یوه ځیرک خو خاین هزاره په نامه ونومول سۍ ، ځکه چي تاسو به د خپل قوم تر ساتلو د خپل ځان ساتل لومړي ګڼلي وي .
زما ورستی هیله له هزاره وروڼو څخه دا ده چي د قاتل شجاعي په نیولو کي د خپلو پښتنو ورڼو سره مرسته وکړي او ټول هغه قاتلین د خپل قوم د ژوند او پایښت له کبله پښتنو ته وسپاري تر څو د یوې جرګې په حضور کي د پښتنو حق اعاده سي
دوباره دي راتله نه سته په دنیا
نن دي وار دی که دروغ کړې که ریشتیا
تر ورخ تیري اوبه بیرته نه جاروزي
نه جاروزي تیر ساعت په بیرته بیا
هره نښه چي صحیح کڼې په زړه کي
په غرور به هغه نښه کړی خطا
سر دننه په ګریوان کړه سترګي رڼي
ډیر په پورته پورته مه ځه په هوا
چي د مرګ سختۍ خوارۍ دا ستا په خوا دي
آی رحمانه ولي نه مرې لا پخوا
———————————————-
د موضوع په ارتباط نور سرليكونه دلته وگورئ