كه څه هم په پاكستان كې دا ډول ځايونه ځاى پر ځاى مخې ته راځي چې د عصمت فروشۍ
له پاره ځانګړي شوي دي خو هيرا منډۍ يې تر ټولو لويه بېلګه او د يادولو وړ
ده، د دې ترڅنګ په ډېرړ نورو ځايونو او په بېلابېلو نورو طريقو هم دغه
هيواد ته د راغليو مېرمنو له مجبورۍ څخه جنسي ګټه اخيستل كېږي.
كه يوې خواته دغه مېرمنې له يادې لارې څخه څو غرانه پيدا كوي، خو بلې خواته هغه
مېرمنې هم د جنسي خواهشانو ښكار كېږي چې په ښارونو كې ګداګري (فقر) كوي، د
دوبي په سرو غرمو كې د شيوري د غوښتلو او لټولو په پلمه خوندي ځايونو ته ننوځي، خو
د خيرات په نوم د لږو پيسو د وركولو په پلمه د هغې له عزت سره لوبې
كېږي.
له دې څخه پرته ډېرى داسې مېرمنې هم شته چې د عصمت فروشۍ له لارې خپلو ماشومانو
ته يوه ګوله ډوډۍ برابروي، پوښتنه دا پيدا كېږي چې د دوی د ماشومانو پلرونه
ولي دخپلو الادونو هيڅ پروا نه كوي؟ نو ځواب يې دا كېدى شي چې: د ماشومانو پلرونه
يا خو په ترهګرۍ كې وژل سوي دي، يا په نشيي توكيو باندې روږدي دي او يا هم د زياتې
ګرانۍ له وجې بې وسه شوي دي ځكه خو د خپل ناموس له عصمت څخه ګټه پورته
كوي.
كه يوې خواته په پاكستان كې ډېرئ مېرمنې د غريبۍ او بېوسۍ له وجې د خپل ځان پر
ناموس باندې پښه ايږدي خو بلې خواته هغه ډول مېرمنې هم شته چې د خپلې ځوانۍ د
تندې د ماتولو له پاره له كوره وځي، بازارونو ته ځي او د خپل وجود په نازكو غړو
باندې د پردو سړو د زيږو لاسونو له تېرو لو لذت اخلي، چې د ښځينه ناورغيو
ځيني ماهرين يې د هغوى ناروغۍ بولي او وايي له دغه كاره د هغوى راګرځول يو
ستونځمن كار دى، خو راتلونكى يې ناكام او پاته عمر يې تاريك دى.
هغه مېرمنې هم د يادولو وړ دي چې په نشه يي توكيو روږدې دي او د دغه توكيو د
ترلاسه كولو لپاره د غلا او ډاكې وهلو تر څنګ له يوې خوا هم مخ نه ګرځوي، چې
زياته لاسته راوړنه يې عصمت فروشي ده.
دغه مېرمنې ډېرى وخت د كور د غړو لكه مېړه، پلار او وروڼو له لوري له كوره شړل
كېږي، چې د يوازې توب او تنهايۍ په دې وخت كې تر عزت او وقار تېرېږي.
پاكستان چې يو غريب او ناداره هيواد دى ډېرى مېرمنې يې د خللګو په كورونو،
كارخانو او نورو ځايونو كې په مزدوريو بوختې دي، خو له دې پرته څه مېرمنې چې د
پونګۍ، رخت او نورو شيانو په خرڅولو پسې له كوره وځي هم چندان ښه وضع نه ورسره
كېږي او زياتره وخت بې ستره شوې دي.
كه په پاكستان كې ځيني مېرمنې د اړتياوو د رفع كولو، ځينې يې د خپلو خواهشاتو د
پوره كولو او ځيني يې بيا د نورو لاملونو له امله بدلمنۍ او عصمت فروشي ته مخه
كوي، خو دا ډول مېرمنې، پېغلې او كم عمر نجونې هم شته چې ډېرى وخت د بدمست
ځوانانو د جنسي خواهشانو ښكار كېږي، كله كله داسي هم شوي وي چې يوه مېرمن د دوو
دريو حتا پنځو ځوانانو د جنسي خواهشاتو وږو لېوانو داړلې وي، چې زياتې پېښې يې په
پنجاب ايالت كې رامنځ ته كېږي.
ځيني وخت ځايي رسنيو دا ډول راپورونه هم وركړي دي چې په پاكستان كې د ځايي
مېرمنو ترڅنګ له ځيني بهرنيو هيوادونو څخه هم مېرمنې د عصمت فروشۍ له پاره دغه
هيواد ته مخه كوي، چې د چين، جاپان او بنګله دېش هيوادونه يې د يادولو وړ
دي.
پاكستان د نړۍ له هغه اسلامي هيواد څخه يو دى چې هر وخت يې وګړي د نورو هيوادونو
لخوا اسلام ته د سپكاوي په خلاف د شوي عمل په وړاندې ولاړ شوي دي، خو له بده مرغه
چې د دغه هيواد په اووه شپېته كلن تاريخ كې د پنجاب ايالت په مركز لاهور كې د هيرا
منډۍ او دې ته د ورته ځايونو په خلاف نه هم مذهبي ډولو، نه هم ديني عالمانو، نه هم
تندلاريو وسله والو او نه هم سياسي او ملتپالو مشرانو ږغ پورته كړى دى، چې په دغه
هيواد كې ډېرى كسان دغه ډول ځايونه د فحاشۍ سرچينې بولي، خو روغتيايي ماهرين هم
وايي چې: هيرا منډۍ او هغې ته له ورته ځايونو څخه د اېډز په ګډون يوشمېر ناروغ
پيدا كېږي.
دلته د سلګونو صوتي او تصويري بېلګو څخه دوه بېلابېل مستند راپورونه چي يو
يې يوه پاکستاني چينل خپور کړی دی او بل د يوې نړيوالي تلويزيوني شبکې
لخوا عکاسي سوې ده له خپلو لوستونکو سره شريکوو .