کور / تازه خبرونه / د خوړو د نړۍ وال سازمان رئېس د وردګو د والي سره وکتل

د خوړو د نړۍ وال سازمان رئېس د وردګو د والي سره وکتل

د خوړو نړیوال سازمان امنیتي رئیس د میدان وردګو والي سره پر یو شمیر موضوعاتو خبرې اترې وکړې .

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان امنیتي رئیس هنري چمبرلین د خوراکي توکو د مرستې،امنیتي وضعیت او ر ټولټاکنو د ترسره کېدو په موخه د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
د خوړو نړیوال سازمان امنیتی رئیس ښاغلي هنري چمبرلین وویل: د دوی ادارې پلان لري،چې په میدان وردګو ولایت کې له یو شمیر اړو کورنیو سره په بېلابېلو وختونو کې مرستې ترسره کړي
ده همدا راز زیاته کړه،د دوی ادارې د نورو ولایتونو سربیره په میدان وردګو ولایت کې هم د راتلوونکو ټولټاکنو د ښه ترسره کېدو په اړه اندېښنه لري،خو هیله مند دي چې افغانان خپل راتلوونکی د دیموکراسۍ په فضا کې وټاکي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د خوړو نړیوال سازمان له مرستو څخه مننه وکړه،چې د هېواد د نورو اړمنو کسانو سربیره یې په میدان وردګو ولایت کې هم بې وزله کورنیو ته خپلې مرستې رسولي دي.
ده زیاته کړه، که د خوړو نړیوال سازمان وغواړي،چې په دغه ولایت کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي نو دوی به ورته په دغه ولایت کې هر ډول اسانتیاوي چې وغواړي برابري کړي.
د میدان وردګو والي په وینا دوی له ټولو مرستندویه ادارو څخه غوښتي،چې کله له دغه ولایت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي،باید له موږ سره د مرستې تر وروستیو وختونو پورې د نظارت کوونکي په حیث همکاري پاتی شي،ترڅو دوی مطمئن شي،چې د دوی مرستې په ښه توګه خپل ځای ته رسیږي.
همدا راز نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې راتلوونکي ټولټاکنې به په میدان وردګو ولایت کې په ښه توګه د دیموکراسۍ په فضا کې ترسره شي،ځکه په دغه ولایت کې دوی له ولسونو سره د راتلوونکو ټولټاکنو د اهمیت په اړه خبري کړي او همدا راز په دغه ولایت کې د امنیتي ارګانونو همغږي هم د ټاکنو دښه ترسره کېدو لامل کیدلای شي.