کور / تازه خبرونه / په هوايي بريد كي يو طالب قومندان وژل سوى او بل زخمي دى

په هوايي بريد كي يو طالب قومندان وژل سوى او بل زخمي دى

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په الاسنګ سیمه کې نن( چهارشنبه) سهار شاوخوا اته بجې د یوه هوایي برید په ترڅ کې یو وسله وال طالب قوماندان وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .
د ميدان وردگ ولايت چارواكو لراوبر ته وويل : د وسله والو طالبانو دغه سیمه ییز قوماندان په سیمه کې د ماینونو ځای پرځآی کول،په امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کولو او یو شمیر نورو تخریبو اعمالو کې لاس درلود.
چارواكي دا هم وايي چي امنیتي ځواکونو يي په مرکز میدان ښار او سیداباد ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو مخالفینو څخه یوه اندازه مهمات او وسلې ترلاسه کړي دي .
طالب مطبوعاتي مسولينو په دي باب تر اوسه رسنيو ته معلومات نه دي استولي خو د يوه بل تازه خبر له مخي ذبيح الله مجاهد وايي چي وسله والو طالبانو دميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې دنظم عامه 5 تنه پوليس وژلي دي ،دى وايي نن دورځي 9 بجې په لوړه سيمه کې دپوليسوپه ګزمه هم وسلوال بريدترسره کړ چې په ترڅ کې يې 2 عسکر ووژل شول.
طالب وياند دا ادعا هم كوي چي نن غرمه مهال 12 بجې په په هفت اسيا سيمه کې ديادو پوليسو په پلي ګزمه دځای په ځای شوي ماين درنه چاودنه وشوه چې د 3 تنو عسکر ووژل سول و يوبل سخت ژوبل شو.
د يادوني وړ ده چي تر اوسه يوې خوا هم ددوی پر وړاندي د شوو ادعاو پخلئ نه دی کړی خو ځايي اوسيدونکي په دې وروستيو کي د نا امنۍ پېښو له زياتوالي سر ټکوي.