ډېرو درنو هېوادوالو! د ستر پيغمبر حضرت رسول اکرم (ص) ارشاد دی، چې: پوهه د ټولو ښېګڼو مور او ناپوهي دټولو بدیو سرچینه ده.
افغان ملي غورځنګ د سواد د نړيوالې ورځې په پلمه غواړي، له بې سوادۍ، ناپوهۍ او جهل سره چې د افغان ولس ستره کمزورتيا ده، خپل جهاد او جګړه پيل کړي. افغان ملي غورځنګ اعلان کوي، چې تر دې وروسته:
د پوهنې دښمن، زموږ دښمن دی!
افغان ملي غورځنګ په پام کې لري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سواد نړيواله ورځ ونمانځي او په همدې مناسبت په ټول هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د ځانګړو پروګرامونو او عملي ګامونو اعلان وکړي.
له ګرانو هېوادوالو څخه هيله کوو، چې زموږ له ستر دښمن يعنې جهل او ناپوهۍ سره د جهاد په لار کې د افغان ملي غورځنګ ملاتړ وکړئ او په دې لار کې خپل نظريات او وړانديزونه له موږ سره شريک کړئ.
په ډېر درنښت
اړيکې: ۰۷۷۴۶۳۳۶۵۹، ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸، ۰۷۰۰۰۱۵۶۹۹
برېښناليک: afgmilighorzang@gmail.com