کور / خبرتیا او پيغامونه / د لمر او طلوع ټلويزيون ته د خوست د خلکو ګيله

د لمر او طلوع ټلويزيون ته د خوست د خلکو ګيله

دغه ټلوېزيون چې د هېواد د شپږوېشتو ولايتونو لپاره دخلکو غږ خپرونې په نامه پروګرام پيل کړى، د يوې لويې راټولېدنې پواسطه په کې داړونده ولايتونو شويو پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو په هکله پوښتنې او ځوابونه مطرح کيږي.

خوکله چې دغه وار خوست ولايت ته راورسېده، بېګاه د شپې مو وليدل، چې دغه پروګرام له شپږ مياشتني ځنډ وروسته د خوست ولايت پرځاى په پلازمېنه کابل کې جوړ شوى وو، چې په موخه يې موږ هم نه پوهېږو.

موږ دخوست خلک، مدني او کلتوري بنسټونه پدې نه پوهېږو، چې دوى ولې خوست ولايت ته په سپک نظر وکتل، پداسې حال کې موږ چې ګورو ، د همدې خپرونې مسوولين هر ولايت ته درومي او پروګرام جوړوي، خو زموږ ولايت ته يې پدغه قطار کې په ړنده سترګه وکتل.

دخوست ولس، مدني او کلتوري بنسټونه د طلوع او لمر ټلوېزيون نشرات په هېواد کې د ننه او بهر ډېر مهم بولي او غوښتنه يې داده، چې دغه رسنۍ دې دخپلو نشراتو ارزښت ته په کتو سره داسې پيغامونه ولېږدوي، چې د ولسونو د افکارو او ولايتونو انځور په رښتيني توګه انعکاس شي او د افغان ولس سره پدغه حساس وخت کې د ژوند بېلابېلې مثبتې هيلې پيدا او پياوړي شي.

دخوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د ځدراڼو د لسو ولسواليو څخه د جوړې شوې شورا مشر قوماندان فضل الرحيم ځدراڼ او په خوست کې د مجاهدينو دملي يووالي اسلامي شورا مشر قاري عبدالوالي عادل د طلوع ټلوېزيون په خپرونه کې ځينې خبرې دخوست دخلکو لپاره په لوى لاس توهين وباله او په کلکه يې وغندلې.دوى استدلال کاوه، که چېرې څوک يوازې په منفي کړنو پسې ګرځي، نو ممکن په پاريس ښار کې يې هم ترسترګو شي، د دوى په خبره خوست اوس په هرلحاظ يو پرمختللى، ډاډمن او هوسا ولايت دى، چې هرڅوک په کې همدلته خپرونې جوړولى شي.دوى د طلوع ټلوېزيون له ادارې غوښتنه لري، چې ډېر ژر دې دغه ولايت ته د سروې يو ټيم راولېږي، ترڅو دوى ته مالومه شي، چې په خوست کې ښه ډاډمن امنيت شتون لري، ټولې ولسوالۍ فعالې، ښوونځي فعال او د ادارو زياتره کارکوونکي په ډېرې لېوالتيا سره په دفترونو کې تر نږدې ماښامه کار کوي.

د تېر ماسخوتن پروګرام ته هغه مالومات چې بايد انتقال واى، هغسې ونه شول.چې له کبله يې په زياترو برخو کې د دغه ولايت په پرمخګ منفي ګوزارونه وشول، د بېلګې په توګه هلته وويل شول، چې په خوست ولايت کې هرکال ٦٠ شپېته تنه انجونو له ښوونځيو فارغيږي، چې مطلق نيمګړي او له حقيقته لېرې مالومات دي.

دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې همدااوس ((دوه سوه دوه نوي زره )) زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې لدې جملې يې څلورنوي زره يوازې انجونې دي.بله دا چې پدغه پروګرام کې ځينو ګډونوالو دخوست په کلتور او عنعناتو خبرې وکړې، چې موږ يې تر ډېره بريده په کلکه ردوو.

دا هم منو چې دلته دواړه ډول يعنې منفي او مثبت رواجونه لرو، خو ټول ولس په جريان کې دى، چې په دغه ولايت کې د ناوړه رواجونو چې ټولنې ته يې زيان رسيږي، د هغې سره د څو کالونو راپدېخوا د ديني عالمانو، قومي مخورو مشرانو، مدني او کلتوري ټولنو او رسنيو له خوا په مشترکه توګه مبارزه روانه ده، چې په ډېرو برخو کې ژوراصلاحات راغلي او خلک يې له کړنو او تطبيق څخه په شاه شوي، اما ځينې هغه عنعنات دي، چې د ټول افغانستان په کچه شتون لري، بايد د هغې لپاره هېوادشموله مبارزه ترسره شي.

ځينې دوستانو دا هم وويل د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له کبله خوست ولايت ته هېڅ کار ندى شوى، موږ بايد دا حقيقت او واقعيت ومنو، چې پدغه ولايت کې د تېرو يوولسو کالونو راپدېخوا د روغتونو، کلينيکونو، ښوونځيو،سړکونو او نورو عامه ځايونوکې ډېر کار شوى، چې دا په خپله د مرکزي حکومت په پاملرنه او د نړيوالې مرستندويه ټولنې په ښې همکارۍ او همغږۍ دلالت کوي.

همدا اوسمهال زموږ د دقيقو مالوماتو په اساس ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بيارغونې پنځه دېرش (( ٣٥ )) مهمې پروژې روانې دي، چې ((څلورسوه نهه اتيا مليونه،پنځه سوه څلورنوي زره ، اته سوه)) افغانۍ لګښت لري.

دغه راز لکه څنګه چې په پروګرام کې ځينو ګډونوالو يادونه هم ترې وکړه، چې د مرکزي حکومت د وزارتونو او ولايتي ادارې ترمنځ اړيکې ډېرې نږدې او ښې شويدي.په تېر کال کې څلورځله ګډ پلاوي چې په ترکيب کې يې د دغه ولايت دولتي ريسان،د ولايتي شورا وکيلان،د مدني ټولنې استازي ، مخور مشران او ديني عالمان شامل ول، پلازمېنې کابل ته تللي او هر وزارت ته يې په رسمي ليکلي شکل د دغه ولايت ضرورتونه، ولسي اړتياوې اود خلکو غوښتنې انتقال کړي، چې په ځينو يې فوق العاده احکام هم راخېستل شويدي.همدارازد بيارغونې هغه پنځه کلن ستراتيژيک پلان يې هم په رسمي شکل په اختيار کې ورکړى، چې دډېرو هلو ځلو ، مشورو او وړانديزونو پر بنياد جوړ شوىدى.

دا واقعيت هم منو چې د دغه ولايت په ځينو مهمو بنسټيزو پروژو کې د ځينو مرکزي چارواکو لاسوهنه هم شته،د بېلګې په توګه د ملکي نړيوال هوايي ډګر پروژه چې لومړني کارونه يې ډېر پخوا خلاص شوي، ولې د دويم او اخرني پړاو کارونه يې مطلق د ځينو معاملو او کمېشن کاريو له کبله د مليونونه امريکايي ډالرو بودجې په شتوالي کې په ټپه ولاړ او بېلابېلې بهانې يې د کار پر وړاندې خنډ شويدي.

دغه راز دخوست – ګردېز سړک د پاتې ٣٨ کيلومتره سړک څخه د ١٣کيلومتره سړک هم بشپړ شو، چې اوس پنځه ويشت ٢٥ کيلومتره خام پاتې او برخليک يې تر اوسه مالوم ندى.

بله مهمه ستونزه د دې ولايت په ښار کې د ملکيتونو موضوع ده، چې تر دې دمه ملي دفاع وزارت پداسې حال کې له بيارغونې نيولي ده،چې دغه ځمکې دولسمشر د فرمان سره سمې دخوست ښار په تفصيلي، ستراتيژيک پراختيايي پلان کې شاملې شوې، چې په کې رهايشي کورونه، ښوونځي، روغتونونه ، سړکونه او نورې عام المنعفه پروژې جوړيږي،دغه موضوع د تېرو يوولسو کالونو راهيسې د ټولو واليانو لپاره سردرد ګرځېدلي، خو اوس خوشبختانه چې د ولايتي ادارې، ولايتي شورا، مدني اوکلتوري ټولنو او قومونو په همکارۍ د حل تربريده نږدې شوې او موږ هيله مند يو، چې د ملي دفاع محترم وزيرصيب به دغه موضوع د ولسمشر صادر شوي فرمان ته په درناوي او دخوست اوسنيو اړتياوو ته په کتو سره په ټوله مانا هواره کړي.

په خوست کې د بيارغونې په وړاندې ستر خنډونه :

لومړئ : زياتره قراردادونه لاهم په پلازمېنه کابل کې ترسره کيږي، چې وروسته په دويم او دريم لاس پلورل کيږي، چې په پايله کې پلان شوې پروژې د کمزوري کيفيت او بې اعتمادۍ له پلوه سختې بدنامې ګرځي او د ولايتي ادارې، اړونده وزارت او ټول حکومت پرستېژ ته سخته ضربه رسوي.دغه راز که کوم قرارداد همدلته په ولايت کې وشي،اسناد يې بېرته کابل ته غوښتل کيږي، چې هلته له بده مرغه په مياشتو، مياشتو قرارداد ځنډيږي، چې د بيارغونې لړۍ، وخت او ضرورت ته دپام وړ زيان رسوي.لکه د بېلګې په توګه د ملکي نړيوال هوايي ډګر قرارداد.

دويم: د انکشافي بودجې ځنډ دى، کله چې د ټول افغانستان لپاره بودجه منظور شي، نو وروسته په ولايتونو هم تقسيميږي، چې بيا هم له متاسفانه خوست ولايت ته ځانګړي شوې بودجه په خپل وخت نه ورکول کيږي ، چې دغه کار هم د بيارغونې په وړاندې ستر خنډ جوړ شوى، پلان او پروژه له خپله وخته ووځي او بالاخره مالي کال پاى ته ورسيږي، خو نه بودجه مصرف شي او نه هم کار ترسره شي.

دريم : د دولتي ځمکو غصب : دا هم هغه بدنامه او ناوړه پديده ده، چې په خوست کې يې د ګڼ شمېر پروژو او کارونو مخه ډب کړي او تر دې دمه يې په مليونونو امريکايي ډالره بودجې د مسترد کېدو لامل ګرځېدلى او دغه راز يې دخوست د وروڼو قومونو ترمنځ د نفاق تخم شيندلى او په خپلو کې يې يو او بل سره په شخړو اخته کړيدي.

که څه هم دخوست ولايتي ادارې د ځمکو د غصب او غاصبينو سره پراخه مبارزه کړي او لا هم دوام لري، خو بيا هم دغه موضوع په نن او سبا کې هېوادشموله ده، بايد په لويه کچه يې اړين پلان ترتيب او په جديت سره پرې په ټول افغانستان کې عملي جدي کار ترسره شي.

په پاى کې بيا هم غواړم،چې د لمر او طلوع ټلوېزيون ادارې ته په لاندې توګه ځينې کوچني وړانديز وکړم:

لومړئ : چې که هروخت او هرې چېرې دغسې لوى پروګرامونه چې د ټول ولايت په کچه جوړيږي، بايد د هماغه ولايت يو تن حکومتي استازى پدې موخه دعوت شي، چې دخلکو پوښتنو او ستونزو ته د دقيقو او مواثقو اسنادو له رويه قناعت کوونکي ځوابونه ووايي او د ولس شته تشويشونه رفع کړي.

دويم : دغه شان پروګرامونه چې شپږ مياشتې وړاندې جوړ شوي او بيا خپريږي، فکر کوم چې د اصولو سره کلک په ټکر کې دي، ځکه شپږ مياشتې وړاندې او وروسته حالت يو له بله سره په هره برخه کې لوړ توپير لرلى شي.که په هماغه ولايت کې ترتيب او بيا په خپل وخت نشر شي.

دريم:کله چې د بيا ځل لپاره پروګرام ترتيبوئ، نو په کار ده، چې ګډونوالو ته يې مخکې له مخکې موضوعات ورکړل شي، ترڅو دپروګرام د برياليتوب اود اړونده ولايت د نېکنامۍ په خاطر لازم مالومات راټول او ستاسو د لارې يې ولس ته په نشر ورسوي.

څلورم : ډېر وخت کيږي، چې تاسو په خوست کې رسمي خبريال نه لرئ، نو په کار ده، چې اوسنيو فعاليتونو، شرايطو او دقيقو مالوماتو ترلاسه کولو ته په پام سره يو رښتينى ژرونالست په کار وګمارئ.ترڅو له تاسو سره وخت ناوخت په مهمو پېښو، پرمختګونو، برياوو او ننګونو باندې په دقيق ډول تماس ونيسي.(( عمران محمدځدراڼ))