پېښزر دبي بي سي د خبر له مخې د خيبر پښتونخوا حکومت په مرکزي ښار کې د يوې مياشت لپاره د شيشې په څکولو بنديز لګولی.ه روان کال کې دا دریم ځل دی چې حکومت په هوټلونو، رېسټورانونو او تفریحي ځايونو کې د شيشې په څکولو بندیز لګوي.وړاندې هم حکومت په جنورۍ او اپريل مياشتو کې د شيشې په څکول بندير لګولې و.د پېښور اعلی حکومتي چارواکي د تېر اګست پر ۲۸ امر وکړ، چې د یوې میاشتې لپاره دې د شیشې پر څکولو بندیز ولګېږي.د پېښور د ولسوال دفتر یوه خپاره شوي امر کې ویل شوي چې د ولسوالۍ حکومت د قانون د ۱۴۴ مادې پربنسټ، په عامه ځایونو کې د شیشې پر څکولو بندیز لګولی دی.شیشه لکه د چیلم په څېر څکول کېږي، خو لږ په عصري بڼه.په چیلم کې تمباکو څکول کېږي، خو په شیشه کې د نشې مختلف څیزونه استعالېږي.د حکومت د بندیز سربېره، اوس هم د مرکزي ښار پېښور په ځینو هوټلونو کې شیشې څکول کېږي، چې زیاتره مینه وال یې محصلین او زده کوونکي دي.یو زده کوونکي د شیشې څکولو پرمهال بي بي سي ته وویل: “د یوې شمېرې له مخې، پېښور کې د شیشې څکوونکو شمېر ډېر شوی دی.”‘په اول کې د شیشې څکولو سره زړه خرابېږي او سر ورسره ګرځي. د شيشې یو کش د شپاړسو سګرېټو برابر وي. خو په څلور- پنځو ځلو څکولو سره، سړی اموخته کېږي، او بیا پرې نشه اثر نه کوي”.خو د شیشې د روغتیايي اغېز په اړه ډاکټر صفی الله وايي، شیشه د نورو نشو په څېر یوه نشه ده.په څکولو سره یې سړی له نشه يي توکو کارولو سره عادي کېږي، خو د غاښونو رنګ یې خرابېږي او ځینې نورې ناروغۍ هم ورسره پیدا کېږي.د یوې شمېرې له مخې، پېښور کې د شیشې څکوونکو شمېر ډېر شوی دی.کارپوهان وايي، حکومت ته پکار ده، چې د شیشې د څکولو ضد قانون جوړ او په سمه توګه یې عملي کړي.