کور / تازه خبرونه / د وسله والو د بریدونو زیاتېدل د پاکستان نوی سیاست دئ

د وسله والو د بریدونو زیاتېدل د پاکستان نوی سیاست دئ

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکیانو د مخ پر زیاتېدونکې مرګ ژوبلې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي په دې وروستیو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه شوې، هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د ملکي وګړو د وژنې خبرونه ورکول کیږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د جګړې دواړه اړخونه ډیر کله ملکي وګړي په قصدي او شعوري ډول او پرته له کومې ګناه او پلمې وژني.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي د جګړې دواړه لوري باید له هغه ډول بریدونو او کړونو لاس واخلي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د لیکوال په اند باید دا ثابته شي چې؛ دوي یوازې خبرې نه کوي، بلکې عملي ګامونه هم اخلي،دغه راز دواړه لوري باید خپل هغه ملګري محاکمه کړي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې له دې پرته خلک پوهیږي چې؛ ملکي وګړي په قصدي او شعوري ډول د سیاسي موخو لپاره وژل کیږي.

د سرنوشت په سرمقالې کې پر وسله والو مخالفانو باندې نیوکه شوې او وړاندې راغلي چې په دې وروستیو کې وسله والو مخالفانو د ملکي وګړو وژنې ته زور ورکړی دی.

ماندګار ورځپاڼې د سیاسي چارو د کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل له خولې لیکلي که د اونۍ محاسبه وشي، نو هره اونۍ په افغانستان کې پنځه شپږ سوه ملکیان په جګړو کې وژل کیږي.

ورځپاڼه یې لامل د مخالفانو د بریدونو زیاتوالی په ګوته کوي.

ماندګار ورځپاڼې وړاندې لیکلي، د وسله والو د بریدونو زیاتېدل د پاکستان نوی سیاست دی.

په مطلب کې راغلي طالبان په دغو بریدونو سره نړېوالو ته پیغام رسوي چې؛ تاسو نه یاست نو افغان حکومت یې د ټینګې نه دی.

د محور په سرمقاله کې راغلي دي د جنګي تاکتیک بدلون هدف ته د رسېدو لار یو ګام نور هم نږدې کوي، دا تاکتیکونه که هره غاړه وکاروي، خو مهمه په کې داده چې دعوامو ژوند ته باید پکې پام وشي.

د سرمقالې د لیکوال په باور له تېرې میاشتې راهیسې د طالبانو د جنګي تاکتیک بدلون د نوي جنګي موسم تر ټولو بریالۍ نسخه ده .

دلیکوال په باور هغه نسخه چې له مبهمې همغږۍ نیولې دګاونډیانو او یوشمېر داخلي کړیو له مرستې پرته کله هم نه شي عملي کېدای.

ورځپاڼه تریوه بریده په افغانستان کې د تاوتریخوالي د مسوولیت ګوته بهرنیانو ته هم نیسي او وايي چې په افغانستان کې په جګړه کې د ملکیانو د وژنو مسوول بهرنیان دي.