بشري ضد او جنگي جنايتونه: د مقاومت ځبلو وسله
تاريخي شواهد ښيي، چي استعماري لښکرو او د پردو په لاس روزل سوو جنگي ډلوټپلو له بشري ضد او جنگي جنايتو څخه زياتره د اشغال سوو يا مقاومت کوونکو اولسو د ملي غرور او خپلواکۍ غوښتونکي روحيې د ځبوونکي وسلې په توگه کار اخيستئ دئ؛ مثلاً المانيانو په لومړۍ نړيواله جگړه کي د بلجيميانو د مقاومت ځبلو دپاره هر ځای دبلجيمي کليوالو په وحشيانه وژنه لاس پوري کاوه. نازي المانيانو هم په دوهمه نړيواله جگړه کي د بېوزلو او بې دفاع کليوالو له عامي وژني او ځوروَني څخه د مخالفينو د مقاومت ماتولو او اېل کولو په مخسد کار اخيستئ. که په نونسمه عيسوي پېړۍ کي د برتانوي استعمار و تاريخ ته وگورو له ورايه وينو، چي انگرېزانو هم د خپلي توري او کرغېړني امپراتورۍ په اوږدو کلونو کي د خپلواکۍ غوښتونکو غورځنگو د ډري وړي کولو، تضعيف او خپرولو په خاطر له دې وحشيانه تاکتيک څخه پراخه استفاده کوله. په افغانستان، د هند په نيمه وچه، افريقا او د لاتيني امريکا په ځينو هيوادو کي بې شماره انساني فاجعې ټولي د استعمارگرو برتانوي لښکرو د وحشتناکو جنايتو روښانه ثبوتونه دي. د وحشت او قساوت دې مثالو ښايي په ځينو هيوادو کي د يرغلگرو پوځو له استعماري واکمنۍ سره څه نا څه مرسته کړې يي؛ خو په افغانستان غوندي حماسه زېږوونکې خاوره کې نه پخوا څه نتيجه ور کړې ده؛ او نه به تر دې وروسته څه نتيجه ورکي. د امريکايي او ايتلافي لښکرو مشران بايد په دې روښانه واقعيت ښه سر خلاص کي، چي د وطن، خپلواکۍ، ديني اعتقادو او فرهنگي ارزښتو مينه د افغانانو په خټه کي اخښل سوې ده؛ او له څو جنايتکارو او خاينو مزدورانو چپه دا سپېڅلي ولولې تر اوسه پوري په ټولو ريښتينو او غيرتمنو افغانانو، په تېره بيا سرلوړو او زړورو پښتنو کي ژوندۍ او پياوړي پاته دي. دا هغه مځکه ده، چي شازلمو او پېغلو يې په سرښندنو اوحماسو د زمانې و هر فرعوني ځواک ته د سر په کاسه کي اوبه ور کړي دي. پر دې خاوره يرغل اسانه، خو روغ وتل ځني ډېر گران کار دئ. له همدې سَوَبه ځينو حقپالو پردو مورخانو په خپلو اثارو کي دا نه تسخېرېدونکی ټاټوبی د فاتحانو او امپراتورييو هديره بللې ده. نن گورو چي د همدې غښتلي او پر شا نه تلونکي اولسي مقاومت له برکته د نړۍ د څه باندي څلوېښتو هيوادو يو سل و پينځوس زريز مجهز او عصري لښکر داسي گنگس او سربداله دئ، چي د تښتي لار يې ورَکه کړې ده. يرغلگر پوځونه د جگړې او مقابلې په ميدان کي د خپلو بېشرمانه ماتو د تلافۍ او د مخالفينو و وسله وال مقاومت ته د غيرمستقيم گوزار ورکولو دپاره د هيواد په بېلابېلو سيمو کي په شرمناکو انتقامي عملياتو لاس پوري کيي؛ کله د ملکي خلگو پر ودونو او جنازو بمبارۍ کيي؛ کله د شپې په نيمايي کي د مظلومو او بې دفاع کليوالو پر کورو چاپې وهي؛ کله د وحشي ځناورو په څېر د مړو د بدن غړي پرې کيي؛ کله يې پر وينلړلو جسدو بولي کيي؛ لنډه دا چي کله په داسي او کله په هغسي بدوي جنايتو لاس پوري کيي، چي حتا د ديرلسمي پېړۍ انسانان يې هم په ليدو او اروېدو شرميږي. دا چنگېز ډَوله جنايتونه سړي ته د افغانانو دا مشهور متل ور په ياديي:« چي په خره يې زور نه رسيږي، نو تر پالانه يې زور باسي.» څه باندي يوولس کاله يې چپه او راسته غوبلونه وکړل؛ ډېر وچ او لانده يې وسوځل؛ خو بالاخره يې په قطر کي د مخامخ خبرو مېز ته ور و بلل. تروريزم، افراطيت دا او هغه تورونه گرده تر خاورو لاندي سول! پر دې ټولو ترخو او دردونکو واقعيتو سربېره، زموږ د مظلومو او بېوزلو خلگو ظالمانه وژني، ترټني او بې عزتۍ لا تر اوسه رواني دي.
په دې ترتيب، د ويتنام د« مي لای »، د عراق د حديثې، فلوجې او ابوغريب او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي بې شماره بشري ضد او جنگي جنايتونه په واقعيت کي هغه وحشيانه عملونه دي، چي د خپلواکۍ مينو او وطندوستو اولسو د استعمار ضد مقاومت د ماتولو يا کمزوري کولو په خاطر سوي اوکيږي؛ خو استعمارگر دولتونه بايد د گارډين ورځپاڼي د پياوړي ليکوال – سيومس ميلني (Seumas Milne) له علمي تحليل سره سم د دې روښانه حقيقت و منلو ته غاړه کښېږدي، چي د يرغلگرو پوځو وحشيانه جنايتونه، ظلمونه او شکنجې په هيڅ وجه نسي کولای د اتلو او پر شا نه تلونکو افغانانو د خپلواکۍ غوښتني او وطندوستۍ لوړه روحيه کمزورې کي. برعکس د يرغلگرو لښکرو وحشت او بربريت د افغانانو و استعماري ضد مبارزو او حماسو ته لا نور قوت او پياوړتيا ور بخښي.۹۶ له هخامنشي کوروش او مقدوني سکندر څخه رانيولې بيا تر سره پوځ او اوسنييو ايتلافي قواوو پوري د هر پردي يرغلگر او اشغالگر ځواک په مقابل کي د دې غيرتي خاوري د توريالييو بچيانو اتلوال مقاومتونه او نه ماتېدونکي ارادې، گرده د دې تاريخي واقعيتو انکار نه کېدونکي ثبوتونه دي.
د جنگ فشار او د پردو پوځيانو روحي ستونزي: نور وژل يا ځان وژل د روحي غوټو د خلاصون ناکامه لار
هر څوک د خپلو گټو او هدفو پر اساس و جنگ او بشري منازعاتو ته خپل خپل تعريفونه لري؛ خو د عموماً منل سوي تعريف له مخي، جنگ ياني انساني ناورين، د کورو، کلو او ښارو ورانېدل، د بشري تمدن او طبيعي چاپېر اوجاړېدل يا زيانمېدل، د ناامنۍ او بې باورۍ خپرېدل، جبري مهاجرتونه، لوږي، تندي، بېکارۍ، بې کورۍ، ډول ډول ناروغۍ، راز راز سياسي، اجتماعي او فرهنگي قيودات او بې شماره نوري بدمرغۍ، چي ليست يې خورا اوږد دئ. که د بشري ضد او جنگي جنايتو اصلي مسوولين او مسببين ياني د يرغلگرو دولتو جنگ غوښتونکي مشران، جنايتکاري نژادي او مذهبي ډلي ټپلي او د وينو او اوښکو سوداگران ( تسليحاتي مافيا ) له حسابه و باسو، د يرغلگرو لښکرو په شمول هيڅوک له جنگ او تباهۍ څخه را پيدا سوو ناورينو او کړاوو ته بې توپيره نسي پاتېدلای. د زور او وحشت مدعيان که د استعمارځبلو خلگو پر وينو، اوښکو او ساندو تندی هم تريو نه کي، لږ تر لږه د خپلو همسنگرانو و مرگ ژوبلي، غم او درد ته په عادي سترگه نسي کتلای. که څه هم د استعمارگرو لښکرو انساني تلفات په هيڅ ډول د افغانستان يا نورو استعمارځبلو هيوادو د بېوزلو او بې دفاع خلگو له سرساموونکو تلفاتو او خساراتو سره د پرتله کېدو وړ نه دي؛ خو سره له دې هم دا حقيقت له هيچا پټ نه دئ، چي په روانه استعماري جگړه کي زموږ پر ربړېدلو او بې دفاع خلگو سربېره د امريکايي او ايتلافي عسکرو ويني هم توييږي؛ زموږ د بې گونا او کړېدلو هيوادوالو په شان د هغو وکورو ته هم د خپلو عزيزانو جنازې ورځي؛ د هغوی ښځي او اولادونه هم زموږ ښځو او بچيانو غوندي، بې خاونده او بې پلاره پاتيږي؛ د هغوی پوځيان هم زموږ د مظلومو او جنگ ځبلو خلگو په څېر د جگړې په اورو او لوخړو کي د وجود غړي له لاسه ورکيي…
د جنگ د بېلابېلو مصيبتو او ناخوالو د دې لنډي يادوني مخسد دا دئ، چي د ځان او ملگرو بدي ورځي، له کور او عزيزانو څخه ليري والی او د جگړې د دردونکو حالاتو نه زغموونکي کړوانه هرومرو د امريکايي او ايتلافي لښکرو په عسکرو او منصبدارانو کي د عصبانيت، سرکښۍ، زورزياتي، انتقام اخيستني، بيري او نامېندۍ روحيه زېږيي، چي وروسته د جگړې د رنگارنگ فشارو په زياتېدو سره نوره هم پياوړې کيږي. د ډان ډيوالټ د ارزښتناکي شنني په تأييد، د استعماري يرغلو دا نتيجې او پيداوار هغه مهال لا نوره کرکجنه او تاوجنه بڼه اخلي، چي د جگړه ماروکړييو زهرجن تبليغات او ملاتړ هم ور سره ملگري سي؛ ځکه په زهرجنو سياسي، مذهبي او نژادي تبليغاتو لړلي پوځيان د خپلو بادارانو د استعماري نخشو د تحقق دپاره له هيڅ راز جرم او جنايت څخه مخ نه اړيي.۹۷
په داسي شرايطو او حالاتو کي نو د بې گونا افغانانو، په تېره بيا خپلواکۍ مينو او سرلوړو پښتنو وحشيانه وژنه، د چنگېزيانو په بڼه يې د کورو او کلو ورانول، د طالب او القاعدې په نامه يې د زړو، ځوانانو او حتا کوچنيانو بندي کول او شکنجه کول، د عقيدې او انساني کرامت د سپکاوي دپاره يې د سپېڅلي کتاب سوځل، د مړو بې حرمته کول او داسي نور فجيع عملونه، قطعاً د اريانۍ او تعجب وړ نه دي. زموږ آگاه لوستونکي خبر دي، چي امريکايي يرغلگرو د ۲۰۰۴ع کال په نومبر کي د څلورو امريکايي قرارداديانو د وژلو په گونا د عراق د فلوجې گرده ښار په لوټو او کنډوالو واړاوه؛ له اور لگونو بمونو او نورو کېميايي وسلو څخه يې کارواخيستئ؛ او د ماشومانو په گډون يې د هغه ښار له ملکي خلگو سره جنگي جنايتونه وکړل.۹۸ د عيني شاهدانو او سيمه ييزو خلگو د مستندو خبرو او مرکو له مخي، د ۲۰۱۲ع کال د مارچ پر يوولسمه نېټه د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ د زنگاوات خونړۍ ناتار هم د يرغلگرو پوځيانو د ظالمانه کسات اخيستني نتيجه وه. د زنگاوات ځينو سپين ږيرو له مزدور او بې ضميره کرزي سره په خبرو کي برالا وويل، چي د زنگاوات تر ناورين څو ورځي مخکي د امريکايي لښکرو يوه زغرواله وسيله د پنجوايي اولسوالۍ په يوه بل کلي کي د طالبانو په يوه ځای پر ځای سوي بم کي والوزول سوه. په دې بمي چاودنه کي ځيني امريکايي عسکر مړه او ځيني ټپيان سول. امريکايي پوځيانو ته د دې پېښي په تور هيڅوک په لاس ور نغئ؛ ځکه يې نو د څېرمه کلي و ځينو اوسېدونکو ته په خښم او قهر وويل: يوه ورځ به هرومرو د دې مرگ ژوبلي درنه بيه ادا کئ! ريشتيا هم څو ورځي وروسته رابرټ بېلز او د هغه امريکايي کاوبايانو د همغه زنگاوات په دوو نوروکلو کي نه له شمله ورو جنگيالييو، بلکي تنکييو کوچنيانو، پاکلمنو خوندو او ناتوانه پلرو څخه په نامردۍ او بُزدلۍ کسات واخيستئ! او په دې توگه يې د نامالومو کسانو په گونا د بين المللي حقوقو، جنگي تعاملاتو او بشري اخلاقو پر خلاف و دوو بېلو کلو، بلکي ټولو خپلواکۍ غوښتونکو او باغروره افغانانو ته جمعي جزا ورکړه! امريکايي کاوبايانو د ظلم او وحشت په دې کرکجن عمل سره يو پلا بيا ثابته کړه، چي زموږ و استعمارځبلي خاوري ته نه د سولي، امنيت، خپلواکۍ، اولسواکۍ، بشري حقوقو، ترقۍ او سوکالۍ، بلکي غچ اخيستني او استعماري نخشو دپاره راغلي دي.
رابرټ بېلز او ملگرو ته دې خبري هيڅ ارزښت نه لاره، چي ولي د مقاومت د نامالومو جنگيالييو په تور زموږ معصوم کوچنيان، ښځي او سپين ږيري تر تېغ تېريي؛ په وينو لړلي جسدونه يې په اور کي سوځي؛ او د بې عزته کولو هڅه يې کيي. رابرټ بېلز او ملگرو ته يوازي دا خبره مطرح وه، چي له افغانانو څخه د خپل ټانگ د الوزولو او خپلو وژلو يا ټپي سوو ملگرو کسات واخلي. تنکي ماشومان يې ځکه په مردکو او برچو سوري سوري کړل، چي و هر يوه ته يې د روان مقاومت د راتلوونکو جنگيالييو په سترگه کتل او گوري. خور، مور او پلار يې له دې کبله په وينو کي لت پت کړل، چي ولي يې د دوی په اصطلاح « ياغي » او « نافرمانه » زامن زېږولي دي. داسي سرسخته او نه اېل کېدونکي زامن، چي د هيچا و بادارۍ او فرمان ته غاړه نه ايږدي. لنډه دا چي يرغلگرو لښکرو ته په داسي مواردو او حالاتو کي گرم او ناگرم، کوچنی، ښځه او سپين زيری هيڅ فرق نه لري. د هغوی د فرعوني او استکباري منطق له مخي هر هغه څوک د ډله ييزي وژني او نورو شيطاني جزاوو وړ دي، چي په يوه يا بله بڼه د استعمار ضد مقاومت له مخالفينو سره تړاو ولري. په افغانستان، عراق او نورو استعمارځبلو هيوادو کي د داسي بشري ضد او جنگي جنايتو شمېر لږ نه دئ، چي يوازنۍ انگېزه يې له ځايي خلگو څخه د يرغلگرو پوځو انتقام اخيستنه وه. دا انتقام اخيستنه، زورزياتي، عصبانيت او داسي نور ټول په واقعيت کي هغه پېښي او پديدې دي، چي د استعمارگرو دولتو له يرغلگرو جنگو او تېرييو سره مستقيم ارتباط لري.
لکه څنگه چي مخکي يادونه وسوه،د دې تپل سوي استعماري جنگ لمبو نه يوازي و مظلومو او کړېدلو افغانانو ته د سر او مال درانه تاوانونه اړولي، بلکي امريکايي او ايتلافي پوځيان يې هم بې اغېزې نه دي پرې ايښي. په يرغلگرو لښکرو کي زياتېدونکې ځان وژنه او ډول ډول نور روحي ربړونه گرده د دې انساني ضد تېرييو او تاړاکو نه بېلېدونکي نتيجې دي. د يوې احصايې له مخي د ۲۰۱۲ع کال په لومړييو اوو مياشتو کي د امريکا په اوردو کي يو سل و شپاړسو ( ۱۱۶ ) بر حالو عسکرو ځانونه وژلي دي.که د ځانوژنو شمېر تر ډيسمبره پوري په همدې گچه روان يي، ښايي کلنۍ شمېر و دوو سوو( ۲۰۰) ته ورسيږي؛ په داسي حال کي چي د ځانوژنو دا کلنۍ شمېر په ۲۰۱۱ع کال کي يو سل و اووه شپېته ( ۱۶۷) ؤ. البته، ځانوژنه نه يوازي د متحدو ايالتو په اوردو، بلکي د هغه هيواد په بحري او هوايي قواوو کي هم مخ پر زياتېدو ده. بحري قول اوردو په تېر جولای کي اته( ۸ ) انتحاري مرگونه لرل؛ حال دا چي دا شمېر په جون کي شپږ( ۶) ؤ. په همدې پوځ کي تر اوسه د سږ کال د ځانوژنو شمېر و دودېرشو( ۳۲ ) ته رسېږي، چي د تېر کال( ۲۰۱۱) له کلني شمېر سره برابر دئ. هوايي قوا په تېر جولای کي شپږ ( ۶) انتحاري مرگونه لرل. دا شمېر په جون کي دوه ( ۲ ) ؤ.۹۹په گلوبل ريسرچ کي د يوې بلي احصايې له مخي، په افغانستان او عراق کي د امريکايي پوځيانو د هري مړيني تر څنگ پينځه ويشت ( ۲۵) نور عسکر ځانونه هم وژني. د ۲۰۱۲ع کال په لومړييو شپږو مياشتو کي د اوردو ( ۱۸۷)، د هوايي قوا( ۵۵ )، د مرين قول اوردو( ۳۲ )، د بحري ځواک ( ۳۹ ) او د ساحلي ساتونکو( ۵ ) غړو ځانونه وژلي دي. د پوځيانو چارو وزارت په ورځ کي د ( ۱۸) انتحارونو او د هر انتحار ترڅنگ د ( ۲۰ ) انتحاري تشبثو يا هڅو ادعا هم کړې ده.۱۰۰
د متحدو ايالتو په وسله والو ځواکو او نورو ايتلافي لښکرو کي د دغه ډول ځانوژنو، بل وژنو او راز راز روحي ناروغييو لوی علت په حقيقت کي د بې گونا اولسو پر خلاف د ظالمانه جگړو په اورو او لوخړو کي برخه اخيستنه ده، چي فشارونه او عکس العملونه يې په دې يا هغه بڼه څرگنديږي. همدا وجه وه، چي د ۲۰۱۲ کال په می کي د عراق او افغانستان د جنگ ځينو امريکايي پوځيانو د خپلو جگړه مارو سياسي او عسکري مشرانو له انساني ضد سياستو سره د کلک مخالفت په بڼه خپل پوځي مډالونه پر مځکه وغورځول. هغوی اعتراض کاوه: د خلگو زړونه او مغزونه تر هغه مهاله نه گټل کيږي، چي پر کورو يې د شپې چاپې رواني يي.۱۰۱
ــــــــــــــــــــــــ
لمنليکونه
96 Seumas Milne, “Massacres are the inevitable result of foreign occupation”, guardian.co.uk, Tuesday 13 March 2012:
http://www.guardian.co.uk/commentisfree/2012/mar/13/massacres-result-of-foreign-occupation
97 Dan DeWalt, “American Atrocities: Not Who We Are? Really? So Then Who in the Hell Are We? ”, Information Clearing House, n.d.: http://www.informationclearinghouse.info/article31262.htm
98 ـــــــ, “Fallujah, The Hidden Massacre”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Fallujah,_The_Hidden_Massacre
99 ـــــــ, “U.S. military suicide rate doubles for July”, CBSNEWS, August 16, 2012: http://www.cbsnews.com/8301-201_162-57494963/u.s-military-suicide-rate-doubles-for-july/
100 Tanya Cariina Hsu, “Was it worth it? Afghanistan 11 years later”, October 08, 2012, Global Research: http://www.globalresearch.ca/was-it-worth-it-afghanistan-11-years-later/
101 ــــــــ, “Iraq, Afghan War Vets Toss Away Their Medals”, 5 NBC CHICAGO, Monday, May 21, 2012: http://www.nbcchicago.com/news/local/Iraq-Afghan-War-Vets-Toss-Away-Their-Medals-152219535.html
پاته په وروستۍ برخه کي