د اشخاصو تَرَيتم کېدل:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې (ط) فقره د اشخاصو د جبري تريتم کېدو و مسألې ته بېله سوې ده. دا واقعيت پر افغانانو سربېره د سيمي او نړۍ و خلگو ته هم روښانه دئ، چي له تروريزم او افراطيت سره د مبارزې تر درواغجن پوښ لاندي د امريکا ظالمانه يرغل او استعماري جگړې د بېلابېلو مزدورو هيوادو و امنيتي او استخباراتي سازمانو ته واک ور کړئ دئ، چي د سړي تښتوونکو په څېر د معصومو انسانانو په برمته کولو لاس پوري کي؛ او دا وحشتناک بهير تر اوسه جاري دئ. له دغه راز تريتم سوو کسانو څخه ځيني پر همغه مخ ورک سوي؛ خو ځيني نور يې دلته او هلته د امنيتي او استخباراتي سازمانو تر وحشتناکو شکنجو او کړاوو وروسته په بگرام، گوانتنامو او داسي نورو مخوفو زندانو کي موندل سوي دي. د بگرام په محبس کي د نړۍ د مختلفو هيوادو د برمته سوو اتباعو بندي کول د امريکايي او ايتلافي دولتو د انسان تښتوني څرگند ثبوت دئ.
د خوندي کسانو يا خوندي شتمنييو پر خلاف جرمونه او جنايتونه:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف په ( الف ) فقره کي د جينيوّا د ۱۹۴۹ کال د اگسټ د دوولسمي نېټې له کنوانسيونو څخه سختي سرغړوني ياني د هغو اشخاصو يا شتمنييو پر خلاف جرمي عملونه بيان سوي دي، چي د جينيوّا د اړوند کنوانسيون د احکامو له مخي خوندي کسان او خوندي ځايونه گڼل کيږي. زموږ هيوادوال له څه باندي يوولسو کالو راهيسي د سر په سترگو گوري، چي د امريکايي او ايتلافي قواوو په ظالمانه عملياتو کي ماشومان، ښځي، زاړه، لاري، کوڅې، ماجتونه، مدرسې، کلينيکونه په لنډه توگه هيڅوک، هيڅ شی او هيڅ ځای خوندي نه دئ؛ مثالونه يې دونه ډېر دي، چي يادوني تې( ته يې ) اړتيا نه پيدا کيږي.
پر خپلسر له منصفانه او عادي محاکمې څخه د جنگي بندي يا بل خوندي کس بې برخي کول:
د روم اساسنامې د اتمي مادې د ( الف ) پراگراف شپږم جزء د جينيوّا د (۱۹۴۹ع ) کال د اگسټ د دوولسمي نېټې د کنوانسيونو د سختو سرغړونو په ډله کي له منصفانه او عادي محاکمې څخه د جنگي بندي يا بل خوندي کس د بې برخي کولو و ارزښتناکي حقوقي مسألې ته اشاره کيي. البته، بې قانوني تور او قانوني محاکمې د خلگو تعقيبول، نيول او توقيفول، د بين المللي حقوقو پر معتبرو اسنادو سربېره زموږ له نافذو ملي قوانينو سره هم کلک ټکر او مغايرت لري؛ مثلاً د بشر د حقوقو د نړيوالي اعلاميې په نمه ( ۹) ماده کي د خپلسر نيولو، توقيفولو يا شړلو د مخنيوي په باب، داسي صريح حُکم تسجيل سوئ دئ:« هيڅوک بايد له خپلسر نيولو، توقيفولو او شړلو سره مخامخ نسي. »*د مدني او سياسي حقوقو په اړه د ملگرو ملتو بين المللي کنوانسيون هم د خپلي نمي ( ۹) مادې په اوله فقره کي بې قانوني احکامو د خلگو د نيولو او توقيفولو ښکاره مخالفت او مخنيوی کړئ دئ. **همدا زرين اصل د کرزي د مزدور رژيم د تپل سوي اساسي قانون په اووه ويشتمه ( ۲۷) ماده کي د جرمو او جزاوو د مشروعيت په ترڅ کي بيان سوئ دئ، چي له مخي يې هيڅ عمل د هغه قانون له احکامو پرته، جرم نه گڼل کيږي، چي د هغه تر ارتکاب مخکي نافذ يي ( وي ) .د همدې مادې د دوهم بند له مخي بې قانوني احکامو، د هيچا په تعقيولو، نيولو او توقيفولو لاس نه پوري کيږي. ***د افغانستان د ( ۱۳۵۵هـ ش ) کال د جزا د تصويب سوي او تر اوسه نافذ قانون دوهمه، دريمه او څلرمه ماده هم په روښانه ټکو د جرمو او جزاوو د مشروعيت پر همدې اصل ټينگار کيي. ****دې ټکو ته په پام سره، ايا بې قانوني تور او محاکمې د بگرام په امريکايي محبس کي د کوچنيانو په گډون د زرو افغانانو بندي کول د روم اساسنامې د اتمي مادې د ( الف ) پراگراف د شپږم جزء پر صريح حُکم سربېره د بشري حقوقو د ټولو معتبرو بين المللي اسنادو او افغاني قوانينو څرگنده سرغړونه نه ده؟!
برأت الذمه د حقوقو جهانشموله قاعده ده، چي د بشر د حقوقو د نړيوالي اعلاميې په يوولسمه( ۱۱ ) ماده، د کابل د مزدور حکومت د اوسني اساسي قانون په پينځه ويشتمه( ۲۵ ) ماده او بالاخره د افغانستان د جزا د قانون په څلرمه( ۴ ) ماده کي د اصلي حالت په توگه تسجيل سوې ده. په عامه او ساده ژبه د دې حقوقي قاعدې مانا دا ده، چي هر متهم يا تورن شخص تر هغه مهاله بې گونا پېژندل کيږي، چي د يوې واکمني محکمې په قطعي حُکم محکوم و نه پېژندل سي؛ خو موږ ټول افغانان شاهدان يو، چي د اشغالگرو قواوو او مزدور رژيم په بنديخانو او توقيفخانو کي د دې جهانشموله حقوقي قاعدي پر عکس( سرچپه ) عمل کيږي؟! ياني « برأت الذمه » په واقعيت کي د« تقصير الذمه » په بڼه تطبيقيږي. څنگه؟ و دغو دلايلو ته توجه وکئ:
که « برأت الذمه » د اصلي حالت په توگه و منل سي، بيا خو استخباراتي، امنيتي او عدلي اورگانونه قانوناً مُکلف او موظف دي، چي د پياوړو شواهدو، مداراکو او دلايلو په وړاندي کولو سره پر تورن يا متهم لگېدلئ تور/ تورونه د يوې باصلاحيته قانوني محکمې په حضور کي اثبات کي، کې خپل تورونه اثبات نکړای سول، بيا نو د رسېدلي تاوان په جبرانولو يا لږ تر لږه بخښني او عُذر غوښتلو سره د تورن د ژر تر ژره اِيله کولو( ازادولو/ خوشي کولو) حکم وکي؛ مگر د يرغلگرو لښکرو په « تقصير الذمه » تعامل کي گورو، چي استخباراتي، امنيتي او عدلي ادارې د تورن شخص په وړاندي هيڅ راز قانوني مُکلفيت او مسووليت نه لري. تاسي له امريکايي پوځي او سياسي مشرانو څخه پوښتنه وکئ، چي ولي مو بې قانوني تور( اتهام ) او قانوني شواهدو زرونه مظلوم او بېوزلي افغانان د بگرام او گوانتنامو په تورو محبسو کي تخته کړي دي؟! هغوی بل هيڅ جواب نه لري، صرف دونه وايي: په بگرام او گوانتنامو کي بندي کسان زموږ او متحدينو و امنيت ته خطر پېښيي؛ خو د دې ادعا د اثبات دپاره هيڅ ډول شواهد، اسناد او دلايل نه وړاندي کيي. کې وړاندي کولای سوای، بيا نو ولي له نړيوالو بشري حقوقو او منلو حقوقي تعاملاتو سره سم و دغه راز تورنو کسانو ته په يوه ناپېيلې، خپلواکه او عالادنه محکمه کي د ځان د دفاع حق نه ورکول کيږي؟! روښانه خبره ده، چي امريکايي څارنوالان په يوه ناپېيلې، خپلواکه او عالادنه محکمه کي د خپلو ادعاوو د اثبات دپاره هيڅ ډول شواهد او دلايل نه لري؛ ځکه قاتل او يرغلگر، غل او غدوی څنگه کولای سي د کور له خاونده د معصوميت ثبوت و غواړي؟! په داسي حال کي چي امريکايي او ايتلافي اشغالگرانو زموږ پر وياړلي کور خونړۍ تېری کړئ دئ؛ او زموږ ملي واکمني، سياسي استقلال او ملي ارزښتونه يې تر پښو لاندي کړي دي، ايا سره له دې نه بخښوونکو جنايتو هم د دې حق لري چي له کړېدلو او مظلومو افغانانو څخه د بې گوناهۍ ثبوت وغواړي؟! د همدې استدلال له مخي نو عملاً گورو چي امريکايي او ايتلافي لښکرو د « برأت الذمه » جهانشموله حقوقي قاعده په« تقصير الذمه » اړولې ده؛ ځکه د منلو حقوقي قواعدو پر خلاف په بگرام او گوانتنامو کي هر محبوس يا توقيف سوئ شخص تر هغه وخته محکوم او مجرم گڼل کيږي، چي خلاف يې ثابتيږي ياني د مدارکو، شواهدو او دلايلو په وړاندي کولو سره د يرغلگرو لښکرو يا د هغود مزدورو ايجنټانو لگېدلئ تور رد او خپله بې گوناهي ثابته کي. په داسي ظالمانه شرايطو او حالاتو کي د بې گوناهۍ زباتولو دروند پېټی و هر هوښيار او دراک لوستونکي ته د پوهېدو وړ دئ. که امريکايي اشغالگران و هر خپلواکۍ غوښتونکي افغان ته د خطر او گواښ په سترگه گوري، بيا خو د بگرام او گوانتنامو په درو يا څلورو زرو بنديانو هيڅ چاره نه کيږي، پکار ده چي له څو پلورل سوو مزدورانو او جاسوسانو چپه، ټول خپلواک او باغروره افغانان، په تېره بيا اتل او پر شا نه تلوونکي پښتانه و زندانو ته بوزي؛ او د خپل ناروا اشغال تر اخيره يې په څلورو دېوالو کي و ساتي؛ ځکه د دې وياړلي او ځنځيرماتونکي مېني گرده بچيان( نارينه، ښځي او کوچنيان ) هيڅکله و بلواکۍ او زورواکۍ ته سرونه، نه ټيټيي.
د وسله والو منازعاتو له قوانينو او تعاملاتو څخه جدي سرغړوني:
د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف( ب ) فقرې د شپږويشتو بېلو حالاتو په پېشبيني کولو سره د بين المللي حقوقو په منل سوي چوکاټ کي د جنگي شخړو له منلو قوانينو او تعاملاتو څخه نوري جدي سرغړوني بيان کړي دي، چي زياتره يې د يرغلگرو لښکرو په څه د پاسه يوولس کلن اشغال کي بشپړ تحقق لري؛ مثلاً د اتمي مادې د دوهم پاراگراف ( ب ) فقره تر هر څه مخکي پر هغو ملکي خلگو يا هغو ملکي کسانو د عمدي بريدو يادونه کيي، چي په جنگي شخړو او تصادماتو کي مستقيمه برخه نه لري. د دې فقرې په دوهم بند يا دوهم جُزء کي پر هغو ملکي تاسيساتو او وسايلو د عمدي بريد جنگي جرم بيان سوئ دئ، چي عسکري اهداف نه گڼل کيږي. په تېرو يوولسو کالو کي زموږ د زرونو ملکي خلگو بې رحمانه مرگ ژوبله، د لکونو ملکي وگړو جبري بې ځايه کېدل؛ د کورو، دوکانو، باغو، ماجتو او حتا بشپړو کلو هوارول يا اوجاړول ټول د امريکايي او ايتلافي ځواکو هغه بشري ضد او جنگي جنايتونه دي، چي په ليکلو يې کتابونه ډکيږي. د هيواد په گوټ گوټ کي دا بشري ضد او جنگي جنايتونه د يرغلگرو پوځو له راتگ سره پيل سوي؛ او تر هغه مهاله به جاري يي، چي په دې خپلواکه خاوره کي يو پردی عسکر مېشت يي.
بې پروا او لاقيدانه بريدونه:
د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د( ب ) فقرې په څلرم جُزء کي د هغو عمدي بريدو يادونه سوې ده، چي د چا د وژل کېدو يا و ملکي خلگو ته د ضرر رسېدو يا و ملکي هدفو او وسايلو ته د تاوان اوښتو يا و طبيعي چاپېر ته د داسي پراخ، اوږدمهاله اوسخت زيان موجبات برابريي، چي د هغو د اټکل سوي مشخصي او مستقيمي عسکري گټي په پرتله له ورايه زيات دئ. د همدې پاراگراف د ( ب ) فقرې په پينځم جزء کي په لا ډېر ټينگار او صراحت سره د بېلابېلو وسلو په کومک پر بې دفاع ښارو، کلو، کورو او غير پوځي ودانييو د بريد او بمبارۍ جنايت بيان سوئ دئ. راسئ د دې پارگراف د دوو بېلو برخو روښانه متن د هيواد په گوټ گوټ کي د امريکايي او ايتلافي يرغلگرو له ړندو او بې پروا عملياتو سره مقايسه کو. زموږ هيوادوال شاهدان دي، چي امريکايي قواوو يو ځل نه، دوه ځله نه، بلکي په وارو وارو د شکمنو طالبانو يا نورو وسله والو کسانو په تور د ملکي افغانانو د استوگني پر سيمو داسي وحشيانه بمبارۍ کړي دي، چي حتا لېونو يې هم د غيرمطلوبو تلفاتو او خساراتو(collateral damages) د پېښېدو اټکل کولای سوای؛ مثلاً په ۲۰۰۲ع کال کي د روزگان ولايت د دهراود اولسوالۍ د يوه واده پر مراسمو د امريکايي الوتکو د ړندو بمبارييو له امله دېرش ( ۳۰)کسه شهيدان او نيوي ( ۹۰) کسه ټپيان سول.۵۶ د يو بل رپوټ له مخي په دې بې پروا هوايي بريد کي له څلوېښتو (۴۰) څخه تر دوه نيم سوه ( ۲۵۰) ملکي خلگو ته مرگ ژوبله وا وښتله.۵۷ د مستندو رپوټو له مخي، امريکايي لښکرو په داسي حال کي هر څه په وينو او خاورو ولړل، چي د واده په مراسمو کي د طالبانو يا القاعدې هيڅ غړی هم نه ؤ. د دې انساني ناتار په اړه تر ژورو پلټنو او گروېږنو وروسته مالومه سوه، چي له افغاني دود او دستور څخه بې خبرو امريکايي پوځيانو د واده په مراسمو کي د گډون کوونکو د خوشالۍ ټکان( ډزي ) د طالبانو او القاعدې د موجوديت « دليل» گڼلئ ؤ. د ۲۰۰۸ کال د جولای پر شپږمه نېټه د امريکايي الوتکو له خوا د ننگرهار ولايت د شينوارو د دهِ بالا اولسوالۍ د واده د مراسمو په بمبارييو کي د نه دېرشو( ۳۹) کوچنيانو او ښځو په گډون زموږ اووه څلوېښت ( ۴۷) وطندارن شهيدان؛ او نور نه ( ۹) کسه ټپيان سول.۵۸ که چيري په دغه راز مراسمو کي طالبان يا نور وسله وال مخالفين ليدل سوي هم وای، بيا هم د عقل، منطق او بشري عاطفي خاوندانو و ځانو ته حق نه ورکاوه او نه يې ورکيي، چي د څو مخالفينو په گونا د کوچنيانو، ښځو، زړو، گرم او ناگرم پر ستره غونډه عمومي بمبارۍ يا ډزي وکي؛ خو په شيطاني وسلو غره امريکايي او ايتلافي جنايتکارانو د دې روښانه واقعيتو پر پوهېدو سربېره د خلگو د ښادۍ پر مراسمو بمونه و غورځول؛ او د سترگو په رپ کې د گلالييو ماشومانو او ښځو په گډون د درځنو بې گونا افغانانو سرونه دړي وړي او وجودونه په وينو ولړل. د داسي ړندو او لاقيدانه وژنو، ورانکارييو او تروريستي حملو په اړه، چي فهرست يې خورا اوږد دئ، هيڅکله بايد دا دوه ټکي له ياده ونه باسو:
– اول ټکی دا دئ، چي د يوې شپږي په خاطر د درست پوستين اور ته غورځول له عقل، منطق، انصاف او بشري حقوقو سره څرگند تضاد او مغايرت لري. لکه څنگه چي د جينيوّا د ۱۹۴۹ کال د اگسټ د دوولسمي نېټې د کنوانسيونو حکمونه او د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې څلرم جُزء په روښانه نص يادونه کيي، په يوه کور، کلي او سيمه کي د يوه يا څو شکمنو وسله والو مخالفينو پټېدل يا پناه اخيستل و هيچا ته دا واک نه ورکيي، چي پر ټول کور، کلي يا سيمه د بمو او توپو باران واوريي؛ او چنگېزيانو غوندي وچ و لانده ټول په اور کي وسوځي. د يوه په گونا و سلو ته سزا ورکول، پر بين المللي حقوقو او ټولو حقوقي سيسټمو سربېره له هيڅ راز انساني او اخلاقي اصولو سره اړخ نه لگيي.
– دوهم ټکی دا دئ، چي په افغانستان کي د وسله والو جنگي ډلو له خوا زموږ پر مظلومو او کړېدلو ملکي خلگو انتحاري او غيرانتحاري بريدونه( د ملکي خلگو د تگ راتگ په لارو کي بمونه ايښوول، د ملکي خلگو د گڼي گوڼي په سيمو کي پر پردو يا دولتي عسکرو حملې، په تروريستي بڼه د ملکي خلگو وژل يا گواښل؛ د زده کړي، سوله ييز کار او نورو سياسي، اجتماعي او فرهنگي فعاليتو په سَوَب له ملکي خلگو، په تېره بيا ښځو سره زورزياتی او داسي نور جنايتونه ) يا د سره پوځ د تېري پر مهال د روسي يرغلگرو او د هغو د مزدور رژيم بشري ضد او جنگي جنايتونه پر خپل ټول بدوالي او محکوميت سربېره، هيڅکله د يرغلگرو لښکرو و بشري ضد او جنگي جنايتو ته برأت نه ورکيي. د انگرېزانو خپل متل دئ، چي وايي:(Two wrongs don’t make a right) ياني غلطۍ ته بايد په غلطۍ سره جواب و نه ويل سي. لکه څنگه چي د جهاد، وطندوستۍ يا خپلواکۍ په سپېڅلو نومو د بې گونا افغانانو سرونه پرې کول يا د وطن د بچيانو پر مخ د پوهي او روڼا دروازې تړل، د مخالفو وسله والو ډلو ايماني، ملي او اولسي مسووليت له منځه نه وړي، امريکايي او ايتلافي پوځونه هم هيڅ حق نه لري، چي زموږ د رنځېدلو او بې دفاع افغانانو د مرگ ژوبلي، مالي تاوانو، بندي کولو، شکنجو، تراهولو او سپکاوي په بيه، له خپلو موهومو مخالفينو سره زموږ په کور، کلي او ښار کي بې مسووليته ډغري و وهي. امريکايي او ايتلافي لښکرو په واقعيت کي د جنگ د بين المللي قوانينو او تعاملاتو په ښکاره ماتولو او مسخره کولو سره زموږ په اشغال سوي هيواد او شاوخوا سيمه کي د خپلي رواني جگړې ظالمانه، تروريستي او استعماري ماهيت په ډېره ښه بڼه رسوا کړئ دئ. هغوی و بشري حقوقو، اولسي عقايدو، شخصي او عامه شتمنييو ته په دغه راز بې باکۍ سره له ورايه ښيي، چي د خپلو استعماري گټو د تحقق دپاره نه يوازي د جنگ او وسله واله تصادماتو و بين المللي قوانينو او تعاملاتو، بلکي د بين المللي حقوقو د هيڅ منلي اصل او قاعدې و منلو ته تيار نه دي. د دوی په نېز ملي او بين المللي قوانين يوازي هغه مهال ارزښت او اعتبار لرلای سي، چي له استعماري گټو او قوانينو سره ټکر و نه لري. همدا وجه ده، چي د بين المللي حقوقو د ټولو منلو اصولو او موازينو په نقضولو سره په دې يا هغه پلمه د نړۍ پر خپلواکو هيوادو پوځي يرغلونه کيي؛ د مخالفو سياسي رژيمو د نسکورولو دپاره د مزدورو ډلو ټپلو پر لاس د خونړييو جنگو او لاس وهنو اورونه بليي؛ اقتصادې کلابندۍ او بنديزونه لگيي؛ او خپلو کرغېړنو استعماري گټو ته د رسېدو په لار کي له هيڅ راز جنايت او بربريت څخه مخ نه اړيي. ليبيا او سوريه يې ژوندي مثالونه دي.
د تسليم سوو جنگيالييو يا جنگي اسيرانو وژل او ټپي کول:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په شپږم جُزء کي د امريکايي او ايتلافي قواوو د يو بل شرموونکي جنگي جنايت يادونه سوې ده. دا جنايت د هغه مخالف جنگيالي وژل يا ټپي کول دي، چي ټولي وسلې يې پر مځکه ايښې يي؛ او د ځان د دفاع دپاره بل هيڅ شی په واک کي نه لري. د دې ليکني په دوهمه برخه کي مو د کندوز په «کلای جنگي» او د مزار شريف په « دشت ليلي » کي د هغو طالبانو او طالب خواخوږو د وحشيانه قتل عام و دردونکي داستان ته لنډه اشاره وکړه، چي تر اوږدو او پرله پسې امريکايي بمبارييو وروسته د کندوز په جبهه کي د امريکا د خاصو قواوو تر څارني لاندي د مزدور شمالي اتحاد و خونخورو قومندانانو ته تسليم سوي وه؛ او د دفاع هيڅ راز وسيله يې په واک کي نه لرله. دلته ځای لري، چي يو پلا بيا د بې دفاع جنگي بنديانو په وړاندي د« بشردوستۍ »، « ډيموکراسۍ » او« تمدن » د « ټيکه دارانو» او د هغو د جنايتکارو مزدورانو( شمالي اتحاد)، په تېره بيا عبدالرشيد دوستم او معلم عطا( عطامحمد نؤر) د وحشيانه جنايتو يادونه وکو. البته، له دې عيني واقعيته هيڅوک نټه نسي کولای، چي که د شمالي اتحاد له سفاکو قومندانانو سره د امريکايي ځانگړو ځواکو( سپېشل فورسيز ) بالفعل مرسته او همکاري نه وای د« دشت ليلي » انساني ناتار به هم هيڅکله نه پېښېدلای. ۵۹ په همدې دليل په سر تړلو کانټينرو کي، خښتو او سيمېټو غوندي، د سوونو بې دفاع جنگي اسيرانو اچول د« بشري حقوقو »، « انساني تمدن »، « اولسواکۍ » او « قانون واکۍ » د درواغجنو ټېکه دارانو او د هغو د خونخورو مزدورانو د بشري ضد او جنگي جنايتو يو بل تور او کرغېړن مثال دئ.
موږ ټول شاهدان يو، چي« دشت ليلي » غوندي خونړييو جنايتو په افغانستان، عراق، ليبيا، سوريه او داسي نورو هيوادو کي د اولسو د ملي پيوستون، بشري حقوقو، اولسواکۍ، قانونواکۍ او سوکالۍ پرځای د قوم، قبيلې، مذهب، ژبي، سيمي، سياسي او ايډيالوژيکو توپيرو پر اساس د کرکي او دوښمنۍ داسي اورونه بل کړل، چي کلونه کلونه به د اوسېدونکو اقوامو او قبيلو سوله ييز گډ ژوند او د هيوادو مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمني او سياسي خپلواکي له جدي خطرو سره مخامخ کيي. څه موده مخکي، د نيويارک ټايمز د ورځپاڼي ليکوال او مبصر، راډ نورلنډ(Rod Nordland) په خپله وروستۍ مقاله ( څېړونکي وايي: لوړ رتبه افغانان د نيوييمو کلونو په وژنو کي لاس لري ) کي د کابل د مزدور حکومت د برحاله سرغنه وو په ډله کي د عبدالرشيد دوستم، قسيم فهيم، محمد کريم خليلي اوعطامحمد نؤر نومونه ياد کړل.۶۰
په دې واقعيت خو ټوله نړۍ خبره ده، چي په افغانستان کي د امريکايانو او ايتلافي قواوو د اوسني لاس پر نامه حکومت زياترو واکمنانو لکه رباني، فهيم، دوستم، خليلي، محقق، نؤر، سياف، عبدالله، قانوني او داسي نورو د نيوييمو کلونو په جنگي او بشري ضد جنايتو کي اساسي او ټاکوونکې برخه لرله؛ مگر د خواشينۍ وړ خبره دا ده، چي ښاغلي نورلنډ پر افغانستان د امريکايي او ايتلافي ځواکو تر يرغل وروسته د دې جنايتکارانو د بشري ضد او جنگي جنايتو په اړه يادونه نه ده کړې. په بله وينا، ليکوال په روښانه ټکو دا نه وايي، چي د نيوييمو کلونو د تنظيمي جگړو وحشتناک جنايتونه د دې سړي وژونکو، ورانکارو، غلو او وطن پلورونکو د تورو او کرغېړنو کارنامو يوه کوچنۍ برخه ده؛ د جنايتو او خيانتو بل وحشتناک پړاو يې د۲۰۰۱ع کال په اکتوبر ياني د امريکايي يرغل په درشل کي پيل کيږي. البته، په دې پړاو کي مزدورو جنگي ډلو ټپلو له خپلو پردو بادارانو سره اوږه په اوږه و نورو بشري ضد او جنگي جنايتو ته ملاوي وتړلې، چي دا ده لړۍ يې تر اوسه روانه ده.« ملگري ملتونه »،« بشر دوستانه سازمانونه » او« منځلارې ميډيا»که هر څونه پر واقعيتو پردې وغوړيي يا يې په يوه او بل ډول پيکه و ښيي، بيا هم د « دشت ليلي » په خاموش انساني ناتار کي د امريکايي يرغلگرو له فعالي او ټاکوونکي برخي اخيستني څخه سترگي نسي پټولای. په افغانستان کي د امريکا او نورو مؤتلفينو د بشري ضد او جنگي جنايتو د اثبات دپاره حتا يوازي دا خبره بس ده، چي دا دولتونه له تېرو څو دېرشو کلونو، په تېره بيا تېرو يوولسو کلونو راهيسي د داسي جنايتکارانو، ورانکارو، لوټمارو، زورواکو او مافيايي ډلو ټپلو تر شا ولاړ دي، چي په وينو تويولو، اوجاړولو، لوټولو، وطن پلورلو، فساد خپرولو او رنگارنگ بېعدالتييو کي ساری نه لري. له تېرو يوولسو کالو راهيسي د امريکا او او نورو غربي دولتو ميليارډونه ډالر د ساختماني قراردادو، امنيتي شرکتو، سياسي تبليغاتو او نورو پټو مرستو په بڼه د دغو کرغېړنو جنگي او مزدورو ډلو ټپلو د مشرانو په جېبو کي لوېدلي او لا تر اوسه لوېږي؛ او دا هر څه په داسي حال کي کيږي، چي زموږ بېوزله خوندي او وروڼه په غرو او دښتو کي د پېلوزي، لرگو او خوشييو/ غوشييو ټولولو په گونا د امريکايي او ايتلافي لښکرو د باپيلوټه يا بې پيلوټه الوتکو له خوا په وينو کي لمبول کيږي. ويښو او دراکو لوستونکو ته دا خبره هم روښانه ده، چي په افغانستان او درسته سيمه کي د جنايت او وحشت د توري فضا واکمني او په لوېديځو هيوادو کي د عامو خلگو د سياسي او اقتصادي ژوند زياتېدونکې ويجاړتيا ټول په واقعيت کي د غربي دولتو د واکمنو حلقو د همدغو ناروا او ظالمانه سياستو نتيجې دي. که د امريکا او لوېديځو دولتو په چارښاخو پيسې، پوځي او سياسي ننگه نه وای، په افغانستان او سيمه کي به د جنايت او افراطيت پلويان هيڅکله په داسي مستۍ او غورَه کي نه واي. انــــگـــــرېزان په خپــــــله وايـــــي: “A man is known by the company he keeps”. ياني يو سړی د خپلو ملگرو او انډيوالانو له رويه پېژندل کيږي. بل ځای وايي: “Birds of feathers flock together” موږ په پښتو کي د دې متل پر ځای وايو:« مرغان هغه سره کښېني، چي بڼي يې سره ورته يي ». په پاړسي کي د دې مفهوم دپاره وايي:« کبوتر با کبوتر باز با باز — کند همجنس با همجنس پرواز». د دې متلود يادوني مخسد دا دئ، که امريکا او غربي متحدينو يې ريشتيا هم په افغانستان کي له امنيت او ثبات، « بشري حقوقو»، په تېره بيا د ښځو له حقوقو، اولسواکۍ، قانونيت، عدالت او داسي نورو بشري ښېگڼو سره مينه لرلای، نو هيڅکله به د مختورو جلادانو، ورانکارو، غلو، جاسوسانو او راز راز مافيايي ډلو ټپلو ترشا نه درېدلای. د امريکا او نورو لوېديځو دولتو واکمني کړۍ په دې روښانه واقعيت ښه پوهيږي، چي د قاتلانو، ورانکارو، جاسوسانو، غلو او مافيايي ډلو ټپلو ملاتړ، له ورايه د بشردوستۍ، اولسواکۍ، قانونيت او عدالت د وژلو او زيندۍ کولو په مانا دئ؛ خو د خپلو استعماري او استثماري گټو له ناچارييه هيڅکله د هغو له ملگرتيا او ملاتړه لاس نه اخلي؛ حال دا چي په دې وياړلي هيواد کي د وطندوستو، خپلواکۍ غوښتونکو او سوله ييزو ځواکو هيڅ کمی نه ؤ او نسته. په ډېري خواشينۍ سره يې امريکايي او ايتلافي دولتو نه يوازي سيله او ملاتړ نه دئ کړئ، بلکي همېشه يې د خپلو ستراتيژيکو ملگرو ياني تروريستي او افراطي ډلو ټپلو له لاري په ځبلو او ټکولو کي هم پراخه او فعاله ونډه اخيستې ده.
امريکايي او غربي واکمنانو تر هغه مهاله پر هيچا د جنايتکار، مستبد، لوټمار، ورانکار او تروريست ټاپه نه ده لگولې، چي د دوی له استعماري نخشو او شومو گټو سره ښکاره مخالفت و نه لري. د عربو فاسد او مستبد دولتونه او بېلابېلي تروريستي ډلي، په تېره بيا القاعده يې تر ټولو روښانه او ژوندی مثال دئ. دا خبره له هيچا پټه نه ده، چي سي. آی. اې. او نورو غربي استخباراتي شبکو د تيري پېړۍ په اتيايمو کلونو کي له سره پوځ او د کابل له روس پلوه رژيم سره د جنگولو په مخسد د دونيا له گوټ گوټ څخه د القاعدې خواره واره غړي و پاکستان او افغانستان ته ولېږل؛ او په ډېر وياړ سره يې د مجاهدينو يا هولي فايټرز(holy fighters) لقبونه ورکړل. د لوېديځو هيوادو، په تېره بيا متحدو ايالتو واکمني ډلي، د عربو مرتجع دولتونه، پاکستاني جنرالان او ايراني اخوندان گرده په دې خونړي او مکرجن ماموريت کي يو د بل ملگري او خواخوږي وه. اوږده کلونه وروسته يو دم همغه سپيني ملايکي د تروريستانو په نامه ونومول سوې؛ او د نړۍ د اشغال په پلمه مو تر يو لړ زرگري جنگو او نښتو وروسته يو وار بيا هم وکتل، چي همدغو امريکايي او اوروپايي واکمنانو بيا هم همغه القاعده ډوله ملېشې له خپلو نورو نېکټايي تړلو مزدورانو سره په گډه په ليبيا کي د واک پر گدۍ کښېنولې، چي دا دئ ټول جهان يې د وينو تويولو او وحشتناکو غوبلو شاهد دئ. په سوريه کي هم گورو، چي د همدې ډول مزدورو او ورانکارو ډلوټپلو د واکمن کولو دپاره له هيڅ راز انساني ضد هلوځلو څخه مخ نه اړيي. په افغانستان کې هم د يونيکال (Unocal) شرکت له تړون سره د مخالفت تر وخته د طالب چارواکو له فرهنگي استبداد او مذهبي افراطيت سره سر ښوراوه.۶۱ حال دا چي امريکا او نورو غربي دولتو کولای سوای د مشروطو مرستو په وړاندي کولو سره د طالبانو د مذهبي افراطيت او فرهنگي تحجر مخه و نيسي. په خواشينۍ سره امريکا او متحدينو د خپل همېشني استعماري سياست له مخي د طالبانو د ښو او گټورو اقداماتو( د امنيت ټينگول، د فساد مخنيوی او د کوکنارو د کرهڼي بندول ) د ستايني او تشويق پر ځای د هغو د جنايتکارو او ورانکارو مخالفينو و سياسي، پوځي او مالي ملاتړ ته لا زور ورکئ.
د امريکا او ايتلافي لښکرو مشرانو د افغانانو پر تېرو ترخو تجربو او پراخو اعتراضو سربېره، په دې وروستييو کلونو کي د دې هيواد د وروڼو قومو او قبيلو د جنگولو، د استعمار ضد اولسي پاڅون د ځبلو يا کمزوري کولو او بالاخره خپلو اوږدمهاله استعماري گټو د تحقق په مخسد د« اربکيانو» په نامه، سيمه ييز ملېشې هم جوړي کړې، چي بې ظالمانه وژنو، زورزياتي، انسان تښتونو، اخلاقي فساد، اولس کړولو، چور وچپاو او نور وحشتناکو جنايتو بل کار نه لري.۶۲ څو ورځي دمخه همدغو خپلسرو او بې مسووليته ملېشو د افغانستان په شمال ختيځ ولايت، کندوز، کي زموږ پينځلس بې گونا وطنداران تر تېغ تېر کړل.۶۳وسله والو مخالفينو هم تر دې وحشيانه جنايت سمدستي وروسته، په همغه کندوز کي د يوې ځان وژونکي حملې په ترڅ کي د ملېشو يوولس ( ۱۱) کسه په وينو و لړل ، چي له هغو سره زموږ پينځه ( ۵ ) ملکي وگړي هم شهيدان؛ او شاوخوا شل ( ۲۰) کسه نور ټپي سول.۶۴ د هيواد په گوټ گوټ کي د دغو بدنامو ملېشو له خوا د نجونو او هلکانو د تښتولو، د بېوزلو خلگو د بندي کولو، لوټولو، ازارولو او داسي نورو جرمو او جنايتو ليست دونه اوږد دئ، چي بشپړه يادونه يې د دې لنډي ليکني تر حوصلې وتلې خبره ده. زموږ هوښيار او ويښ هيوادوال ښه پوهېږي، چي د دې غملړلو پېښو اصلي او اساسي مسوولين څوک دي؟! تر هغه وخته چي له مزدورو جنگي ډلو ټپلو سره د پردو لښکرو رحم وکرم جاري يي، په افغاني ټولنه کي به هم د « دشت ليلي » او« کندوز » په څېر انساني تراژيدۍ تل تر تله دوام لري. دا ډول ناورينونه به هر يو په خپل وار سره زباتيي، چي امريکايي او ايتلافي پوځونه پر خپلو بشري ضد او جنگي جنايتو سربېره د افغانستان د جنايتکارو او ورانکارو جنگي ډلو ټپلو، غاصبانو، غلو، جاسوسانو، د مخدره موادو د سوداگرو او داسي نورو انساني ضد کړييو په هر جرم و جنايت کي پوره لاس لري. د دې مزدورو جنايتکارانو او خاينانو بېلابېلي ډلي ټپلي نه يوازي کولای سي زموږ وياړلي تاريخي هيواد، گران افغانستان،يو ځل بيا له قومي، قبيله يي او تنظيمي جگړو، بلکي د دايمي تجزيې له خطر سره مخامخ کي. په دې ترتيب، د دې گډ تاريخي کور د تجزيې او بربادۍ خطرونه په واقعيت کي له هغو استعماري لښکرو او پردو دولتو څخه را ولاړيږي، چي په خپل ټول واک او ځواک د دې جنايتکارو او خاينو ډلو ټپلو تر شا ولاړ دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
لمنليکونه
* United Nations, The Universal Declaration of Human Rights adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/
** Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights: International Covenant on Civil and Political Rights, adopted on 16 December 1966, effective from 23 March 1976: http://www2.ohchr.org/english/law/ccpr.htm
*** ( قانون اساسی افغانستان ، ۱۳۸۲) .
**** (قانون جزای افغانستان ، ۱۳۵۵) .
56 ــــــــ, “US bomb kills 30 at Afghan wedding”, daily mail, Sunday, Oct 14 2012: http://www.dailymail.co.uk/news/article-125820/US-bomb-kills-30-Afghan-wedding.html
57 Amy Goodman & Juan González, “The U.S. Bombs a Wedding Party in Afghanistan; Death Toll Estimates Range Between 40 and 250”, Democracy Now, TUESDAY, JULY 2, 2002: http://www.democracynow.org/2002/7/2/the_u_s_bombs_a_wedding
58 ــــــــ, “Deh Bala wedding party bombing”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Deh_Bala_wedding_party_bombing
59 ــــــــ, “Dasht-i-Leili massacre”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Dasht-i-Leili_massacre; “The Dasht-e-Leili Massacre of Taliban prisoners of war, US FOIA, part II, 2002-2008”, Release date July 22, 2009: http://wikileaks.org/wiki/The_Dasht-e-Leili_Massacre_of_Taliban_prisoners_of_war,_US_FOIA,_part_II,_2002-2008
60 Rod Nordland, “Top Afghans Tied to ’90s Carnage, Researchers Say”, The New York Times, July 22, 2012: http://www.nytimes.com/2012/07/23/world/asia/key-afghans-tied-to-mass-killings-in-90s-civil-war.html?pagewanted=all
61 Peter Symonds, “Afghan war crimes report suppressed”, wsws.org. 1 August 2012: http://www.wsws.org/articles/2012/aug2012/pers-a01.shtml
62 John Glaser, “US Still Supporting Abusive Afghan Militias as Civil War Looms: The Afghan Local Police have committed widespread human rights abuses”, antiwar.com, July 10, 2012:
US Still Supporting Abusive Afghan Militias as Civil War Looms
63 Sadaf Shinwari, “Afghan local police forces kill civilians in Kunduz”, KHAAMA PRESS, Sunday, Sep 02, 2012: http://www.khaama.com/afghan-local-police-forces-kill-civilians-in-kunduz-178/
64 ــــــــ, “Suicide attack in Afghan city of Kunduz ‘kills 16’”, BBC NEWS, 10 September 2012: http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-19543786
پاته په بله برخه کي