پرله پسې اتمه برخه :
د روم اساسنامې له مُسجلو حُکمو سره د امريکايي او ايتلافي لښکرو د ځينو بشری ضد او جنگي جنايتو مقايسه
د دې ليکني په دوهمه برخه کي مو د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د تسجيل سوو تعريفو په روڼا کي د بشري ضد او جنگي جنايتو د متشکله عناصرو په اړه لنډي خبري وکړې؛ او په دې حقيقت پوه سوو، چي په افغانستان کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه له يوې خوا پراخه، سيستماتيکه او پرله پسې بڼه لري؛ او له بلي خوا د يرغلگرو لښکرو سياسي او پوځي واکمنان په بېلابېلو بڼو د هغو په ارتکاب او تکرار کي مستقيمه يا غيرمستقيمه ونډه لري. په دې برخه کي د « مشت نمونۀ خروار» په ډول، د امريکايي او ايتلافي قواوو ځيني بشری ضد او جنگي جنايتونه د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې له مُسجلو حُکمو سره پرتله کوو:
انسان وژنه:
د روم اساسنامې د اوومي مادې په لومړۍ فقره کي د انسان وژني يادونه سوې ده. په تېرو بحثو کي مو د معتبرو اسنادو په ښوولو سره د ملکي افغانانو د بې رحمانه وژنو پر انکار نه کېدونکو واقعيتو او ارقامو څو لنډي خبري وکړې. په افغانستان کي د ملگرو ملتو د مرستو د ادارې ( يوناما) او د کابل د مزدور رژيم د بشر د حقوقو د تشه په نامه« خپلواک کميسيون » د رپوټ له مخي يوازي په (۲۰۱۱ع )کال کي زموږ د وژل سوو هيوادوالو شمېر و درې زره يويشت (۳۰۲۱) او د ټپيانو شمېر يې و څلور زره پينځه سوه اووه ( ۴۵۰۷) ته رسېدلئ دئ. البته دا يوازي د هغو مرگ ژوبلو شمېر دئ، چي د يوناما او مزدور رژيم د بشر د حقوقو د کميسيون له خوا ثبت سوئ دئ؛ ځکه د هغو ملکي کسانو شمار لږ نه دئ، چي د ايتلافي قواوو يا وسله والو مخالفينو په ړندو بريدو کي مړه يا ټپي سوي دي؛ خو نومونه يې تر اوسه په هيڅ دفتر او ديوان کي نه دي ليکل سوي. سربېره پر دې، دا ستر انساني ضايعات فقط د يوه کال په موده کي د دې ناروا او انساني ضد جگړې د قربانيانو اعداد او ارقام ښيي. بېله شکه په دې يوولس کلنه استعماري جگړه کي د افغان اولس د انساني ضايعاتو او مالي تاوانو دقيق او بشپړ تصوير يوازي هغه مهال تر گوتو کېدای سي، چي د ډيورنډ د آ غاړي پښتنو، په تېره بيا کړېدلو او مظلومو قبايلو مرگ ژوبلي او مالي تاوانونه هم ور سره ملگري سي. د افغانانو د مرگ ژوبلي دا وحشتناک ارقام له ورايه ښيي، چي په افغانستان او گرده سيمه کي د ملکي افغانانو د مرگ ژوبلي مسووليت په واقعيت کي د امريکايي او ايتلافي پوځو پر اوږو پروت دئ. که څه هم مخالفي وسله والي ډلي په هيڅ وجه او هيڅ پلمه د بې گونا ملکي وگړو پر خلاف د خپلو انتحاري بريدو او نورو ورانکارو عملو له مسووليته غاړه نسي غړولای، خو له دې روښانه حقيقته هم هيڅکله سترگي نسي پټېدلای، چي زموږ پر استعمارځبلې مېنه د امريکايي ځواکو ظالمانه يرغل او د امريکايي- ايتلافي لښکرو يوولس کلن خونړي اشغال په افغانستان او درسته سيمه کي د وسله والو مخالفينو و بې پروا او بې مسووليته وژنو، ورانييو او ناامنييو ته لار هواره کړې ده. په بله وينا، د مخالفينو ناروا انسان وژني، تخريبي عملونه او تراه اچووني په واقعيت کي د يرغلگرو لښکرو د ناروا اشغال معلول او محصول دي. د دې استدلال له مخي نو امريکايي او ايتلافي پوځونه نه يوازي د افغانانو په خون خرابه، بلکي د شاوخوا سيمي په بې ثباتۍ او ناامنۍ کي مضاعف يا دوه چنده مسووليت لري.
ورانکاري:
د روم اساسنامې د اوومي مادې په دوهمه فقره کي د ورانکارۍ و موضوع ته اشاره سوې ده. موږ ټول گورو، چي د يرغلگرو لښکرو په ظالمانه جگړه کي هم زموږ د بېوزلو او مظلومو وطندارانو و کورو، دوکانو، باغو او نورو شتمنييو ته اوښتي زيانونه تر حساب تېر دي. د امريکايي او ايتلافي لښکرو د ورانييو دپاره دلته د« مشت نمونۀ خروار » په دود د کندهار د ارغنداو اولسوالۍ د خُسرو د« تَرَکو کلاچې » د وحشيانه هوارولو مثال کافي گڼو. د ملي او بين المللي خبري مؤسسو د رپوټ له مخي امريکايي او ايتلافي قواوو د ۲۰۱۰ ع کال په مني کي د ارغنداو اولسوالۍ د خُسرو د سيمي پر« تَرَکوکلاچه » پينځه ويشت ( ۲۵) ټنه ياني پوره پينځه ويشت زره (۲۵۰۰۰) کيلو گرامه چاودېدونکي مواد و غورځول، چي په نتيجه کې گرده کلی د لاس د اورغوي غوندي هوار کئ.۴۲ حتا د کرزي د مزدور رژيم له خوا ټاکل سوي حکومتي کميسيون هم د امريکايي او ايتلافي پوځو په دغو وحشتناکو عملياتو کي د خلگو و مادي شتمنييو ته اوښتئ زيان سل ( ۱۰۰) ميليونه امريکايي ډالر وباله.۴۳ بېله شکه،« ترکو کلاچه » يوازنی کلی نه دئ، چي د مځکي له مخي نابود سو. موږ شاهدان يو، چي د امريکايي او ايتلافي پوځو په ظالمانه عملياتو کي زموږ د هيواد ډېر نور ودان او سمسور کلي هم د بمو او باروتو په زور په وحشتناکو کنډوالو اوښتي دي. لکه څنگه چي مخکي يادونه وسوه، دا خبره سمه او دقيقه ده، چي وسله والو مخالفينو هم کله کله په خپلو ړندو چاودنو او عملياتو کي د بې گونا خلگو و ژوند او مادي شتمنييو ته درانه تاوانونه اړولي دي، چي مسوولين يې په هيڅ عنوان او هيڅ دليل له پړې او مسووليته غاړه نسي غړولای؛ خو د افغانانو د انساني تلفاتو په څېر د تروريستي ورانکارييو اصلي منشا او علت هم په حقيقت کي د يرغلگرو لښکرو ناروا يرغل، يوولس کلن اشغال او هغه تپل سوئ مزدور رژيم دئ، چي غلا، ظلم، بېعدالتۍ، فساد او بې کفايتۍ يې خلگ و وسلې اخيستلو ته مجبور کړي دي.
د خلگو شړل، جبري لېږل او بې ځايه کول:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې په ( د) فقره کي د خلگو د شړلو يا جبري لېږلو او د اتمي مادې د دوهم پاراگراف د ( ب ) فقرې په اتم جُزء کي د اشغالگرو قواوو له خوا و اشغالي ساحو ته د ملکي وگړو د مستقيم يا غير مستقيم لېږد يا و دغه راز ساحې( دننه يا دباندي ) ته د اشغالي سيمو د ټولو يا ځينو خلگود شړلو( تبعيدولو) يا لېږلو مسأله راغلې ده. دا خبره ظاهراً سهي ده، چي امريکايي او ايتلافي لښکرو يا د هغو مزدور رژيم په خپلو اداري يا عسکري فرمانو زموږ هيوادوال له يوې سيمي څخه و بلي سيمي ته نه دي شړلي يا لېږلي؛ خو په عمل کي گورو چي د همدې امريکايي او ايتلافي قواوو د خپلسرو عملياتو يا مزدورو سيمه ييزو زورواکانو د ظلمو او بېعدالتييو له شامته ميليونونه بېوسه او بېکسه افغانان د هيواد په گوټ گوټ کي له خپل کور، کلي، باغ او پټي څخه شړل سوي دي. د ځينو احصاييو له مخي يوازي په ۲۰۱۱ع کال کي زموږ شاوخوا يو لک( ۱۰۰/۰۰۰) بېوزلي وطنوال د خپل پلرني کور او کلي وجبري پرېښوولو ته اړ سوي دي.۴۴ بېله شکه دې جبري مهاجرتو زموږ د بې ځايه سوو وطنوالو پر شخصي، کورني، فرهنگي، اجتماعي او اقتصادي ژوند هم ډېري ناوړه اغېزې ښندلي دي. د کابل د چار راهي قمبر او چمنِ حضوري او د کندهار د ژړۍ دښت کمپونه د دې دردونکو مهاجرتو څو مثالونه دي. شک نسته، چي د وسله والو مخالفينو ړندو او بې پروا بريدو هم د هيواد په گوټ گوټ کي زموږ پر عامو او بېوزلو عزيزانو مځکه سرَه کړې ده، چي همېشه يې بايد په سختو او روښانه ټکو غندنه و سي؛ خو سره له دې هم بايد دا خبره هيڅکله له پامه و نه غورځل سي، چي د وسله والو مخالفينو ړانده او بې پروا بريدونه په حقيقت کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو د ظالمانه يرغل محصلونه او معلولونه دي.که په هيواد کي د پردو عسکرو او مزدورو واکمنانو ناروا راج و تاراج نه وای، نو له تيرو يوولسو کالو راهيسي به نه عام خلگ د خپل کور وکلي و پرېښوولو ته اړ وتل؛ او نه بې د مخالفينو په ړندو او غيرمسوولانه انتحاري يا بمي حملو کي ويني او غوښي پر سړکانو پاشل کېدې. البته، د يرغلگرو لښکرو او مزدور حکومت مشران بايد په دې ارزښتناک واقعيت هم سر خلاص کي، چي ولي ميليونونه مهاجر افغانان تر اوسه پوري د پردېسۍ او بې وطنۍ په دردونکو شرايطو کي ژوند غوره گڼي؛ او د اشغالگرو لښکرو او مزدور حکومت و سرو او زرغونو باغو ته زړونه، نه ښه کيي؟! جواب بېخي څرگند او روښانه دئ؛ او هغه دا چي د پردو لښکرو او تپل سوو واکمنانو په چپه او راسته غوبلو کي د هيڅ خپلواک او وياړلي افغان ژوند، ناموس او مال خوندي نه دئ. د يرغلگرو لښکرو خپلسري عمليات، وخت او ناوخت تلاښۍ، شکنجې او توهينونه له يوې خوا، د وسله والو مخالفينو ړانده بريدونه له بلي خوا او بالاخره د مزدورانو واکمنانو ډول ډول ظلمونه، شکوَني او بېعدالتۍ ټول افغانان له خپل کور او کلي بېزاره کړي دي.
د افغانستان پر بېلابېلو ولايتو او اولسوالييو سربېره د ډيورنډ تر فرضي کرښي آ خوا، د زياترو قبايلي او غيرقبايلي پښتنو په ژوند کي هم د داسي جبري مهاجرتو او بې ځايه کېدو خواشينونکي داستانونه گورو، چي گرده يې په واقعيت کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو له ظالمانه تاړاکونو او د پاکستاني پوځيانو له زورزياتييو او شيطاني دسيسو سره نېغ په نېغه تړاو لري.
غير قانوني حبسونه، شکجنې او تعذيبونه:
د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې په ( و ) فقره کي د سياسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنسي يا نورو دلايلو له مخي د يوې ځانگړي ډلي يا عامو خلگو د تعذيب يا شکنجې بيان راغلئ دئ. مخکي تر دې چي د دغو عواملو پر بنسټ د امريکايي لښکرو او د هغو د مزدور رژيم د پراخو او سيستماتيکو شکنجو په اړه څو لڼدي خبري وکو، بې گټي نه ده چي د بين المللي حقوقو د ځينو معتبرو او ارزښتناکو اسنادو په روڼا کي د ځوروَني يا شکنجې حقوقي مانا او مفهوم و پېژنو، تر څو په دې توگه نه يوازي د امريکايي او ايتلافي قواوو، بلکي د هيواد د بېلابېلو سياسي رژيمو له خوا د دغه راز بشري ضد جنايتو د پېژندني محک او معيار په لاس کي ولرو.
د ملگرو ملتو د سازمان نړيوالي اعلاميې، د بين المللي بشري حقوقو د خورا لوړ او معتبر حقوقي سند په توگه، په خپله پينځمه (۵) ماده کي په لنډو، خو روښانه ټکو د شکنجې، بېرحمانه، غير انساني او سپکاوي ډک چلند يا جزا د مخنيوي لارښوونه کړې ده.۴۵ د همدې نړيوالي اعلاميې په نمه ( ۹) ماده کي د خپلسر نيولو، توقيفولو يا شړلو د مخنيوي په باب صريح حُکم تسجيل سوئ دئ.۴۶ د جينيوّا دريم او څلرم ( ۱۹۴۹ع ) کنوانسيون هم په بشپړ صراحت د جگړو او نښتو پر مهال د بنديانو د شکنجې او تعذيب د مخنيوي مسأله بيان کړې ده.۴۷ د مدني او سياسي حقوقو په باره کي د ملگرو ملتو بين المللي کنوانسيون ( دا ارزښتناک سند د ۱۹۶۶ع کال د ډيسمبر پر شپاړسمه تصويب سوئ؛ او د ۱۹۷۶ع کال د مارچ پر درويشتمه نافذ سوئ دئ ) هم د خپلي لسمي( ۱۰) مادې په لومړۍ ( ۱) فقره کي په پوره وضاحت له توقيف سوو/ بندي سوو کسانو سره د انساني چال چلن او درناوي سپارښتنه کړې ده.۴۸
اوس چي مو د بين المللي حقوقو په معتبرو وثايقو کي د شکنجې او تعذيب د مخنيوي په اړه ځيني ارزښتناک احکام بيان کړل، راځو د شکنجې يا ځوروَني و حقوقي تعريف ته. د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې د لومړي پاراگراف په « هـ » فقره کي، شکنجه يا ځوروَنه داسي تعريف سوې ده:« شکنجه ياني و محبوس يا هر هغه شخص ته سخت فزيکي يا روحي درد و عذاب ورکول، چي څارنه يې کيږي. البته، هغه درد او عذاب شکنجه نه گڼل کيږي، چي په طبيعي يا تبعي بڼه له قانوني مجازاتو څخه را پيدا کيږي.»۴۹
لکه څنگه چي گورو، د روم د اساسنامې د اوومي مادې په تسجيل سوي تعريف کي د شکنجې يا تعذيب تعريف عامه بڼه لري؛ او د مسألې ټول اړخونه په دقيقه او مفصله توگه، نه وړاندي کيي. له دې امله بې ځايه نه ده، چي په دې اړه د گرانو لوستونکو د ښه پوهاوي او ازاد قضاوت دپاره د شکنجې او هر بل بې رحمانه، انساني ضد يا سپکاوي ډک چلن او جزا پر خلاف د ملگرو ملتو د ۱۹۸۴ع کال د ډيسمبر د لسمي نېټې د تصويب سوي کنوانسيون اوله ( ۱ ) ماده هم په پوره ځير تر نظر تېره کو. د دې اختصاصي کنوانسيون په اوله ماده کي د شکنجې يا تعذيب د تعريف په اړه داسي راغلي دي:« هر هغه عمدي عمل، شکنجه يا تعذيب گڼل کيږي، چي و شخص ته سخت جسمي يا روحي درد و عذاب ورکيي؛ او له ځورېدونکي شخص يا بل دريم کس څخه د اطلاعاتو يا اقرار اخيستلو يا هغه عمل د جزا ورکولو په مخسد ورکول کيږي، چي ده يا بل دريم کس کړئ يي يا يې په کولو تورن يي يا دی يا بل دريم شخص له گواښ او اکراه سره مخامخ کيي يا دغه راز درد او عذاب د هغه ځورونکي دولتي مامور يا بل دولتي مقام د تبعيضي چلن له مخي ور رسېدلئ يي، چي د شکنجې عمل يې په لمسون، رضا او هوکړه اجرا کيږي. هغه درد او کړاو په ځوروَنه يا شکنجه کي نه راځي، چي د اصلي او تبعي جزاوو له امله پر چا تېريږي.»۵۰
راسئ د شکنجې او هر بل بې رحمانه، انساني ضد يا سپکاوي ډک چلن او جزا پر خلاف د ملگرو ملتو د ۱۹۸۴ع کال د ډيسمبر د لسمي نېټې د اختصاصي کنوانسيون د لومړۍ مادې د مندرج حقوقي تعريف پر هر متشکله عُنصُر يا برخه، يو څه نوره روڼا واچوو؛ او له حقوقي پلوه د شکنجې تر هر اړخيزي پېژندني وروسته په خپله قضاوت وکو، چي يرغلگرو لښکرو او د هغو د مزدور رژيم امنيتي او استخباراتي کارکوونکو ريشتيا هم په افغانستان کي خلگ ربړولي او شکنجه کړي دي که څنگه؟!
– د مخکني حقوقي تعريف له مخي هر هغه عمدي عمل ځوروَنه يا شکنجه گڼله کيږي، چي و انسان ته سخت جسمي يا روحي درد و عذاب پېښ کي. بېله شکه، په داسي عمدي اعمالو کښي د نړۍ پر مخ هره جسمي يا روحي ځوروَنه راتلای سي؛ خو دا خبره مهمه ده چي د شکنجې يا کړولو عمل هرومرو عمدي بڼه ولري. د دې اصل له مخي نو که چيري و چا ته د امنيتي يا استخباراتي کارکوونکو يا بل چا د خطا يا تېروتني په وجه سخت جسمي يا روحي عذاب و رسيږي، و داسي درد او تکليف ته ځوروَنه يا تعذيب نسي ويل کېدای؛ ځکه په داسي ربړونو او تعذيبو کي د قصد عنصر نسته.
– جسمي يا روحي ځوروَنه بايد له ځورېدونکي يا شکنجه کېدونکي شخص څخه د مالوماتو ټولولو يا اقرار اخيستلو په مخسد استعمال سوې يي. په دې ترتيب نوکه چيري د دولت امنيتي، استخباراتي او دفاعي کارکوونکي يا نور دولتي واکمنان بېله مالومات غونډولو يا اقرار اخيستلو و چا ته وهل، ډبول ورکيي يا يې په بېلابېلو بڼو او ډولو په بې عزتۍ او سپکاوي لاس پوري کيي، دغه راز عملونه په حقيقت کي تعذيب يا شکنجه نه، بلکي نور جرمونه دي، چي هر يو يې ځانته جلا جلاجرمي وصف، متشکله عناصر او جزاوي لري.
– په شکنجه يا تعذيب کي دا ضروري او حتمي نه ده، چي اطلاعات او اقرار يوازي له هغه چا څخه واخيستل سي، چي مستقيماً له ځوروَني يا تعذيب سره مخامخ يي؛ مثلاً امنيتي، استخباراتي، دفاعي او نور اړوند کارکوونکي د يو چا پلار، مور، اکا، ورور، خور يا نور خپلوان، انډيوالان، همکاران او شناختگان له جسمي يا رواني پلوه و ځوريي، چي توقيف سوئ کس( زوی، لور يا کم بل خپل او اشنا) و دوی ته لازم مالومات ورکي يا د هغه څه پر کولو يا نه کولو اعتراف وکي، چي دوی يې غوښتنه ځني کيي. لکه څنگه چي ښکاري، په داسي مواردو او حالاتو کي توقيف سوئ شخص د خپلوانو، انډيوالانو، همکارانو او نورو نيژدې کسانو د بېلابېلو جزاوو او فشارو په وجه و ناسمو يا غيرواقعي مالومات ورکولو يا اقرار کولو ته اړوزي يا بالعکس خپلوان، اڼديوالان او همکاران د توقيف سوي شخص د شکنجو په سَوَب و همداسي ناسمو مالوماتو ورکولو يا اعتراف کولو ته مجبوريږي.
– کېدای سي و چا ته د هغه عمل د جزا ورکولو په خاطر شکنجه ورکړل سي، چي ځورېدونکي شخص په خپله کړئ يي يا د دريم شخص له خوا سوئ يي يا يې په کولو تورن يي.
– هر هغه عمدي جسمي يا رواني درد او کړاو هم شکنجه گڼله کيږي، چي تورن يا بل دريم شخص له گواښ او اکراه سره مخامخ کيي؛ مثلاً و نيول سوي شخص ته وويل سي، چي که دي د پلانۍ پېښي يا پلاني شخص په باره کي مالومات را نه کړل يا دي په دې او هغه بڼه اقرار ونه کئ، نو ستا يا پلاني شخص سره به دغسي يا هغسي ناوړه چلن وکو يا بالعکس ورته و ويل سي، چي که دي پلاني خپل، دوست يا اشنا داسي مالومات را نه کړل يا يې داسي اقرار ونه کئ، نو ستا سره به پلانی چلن وکو.
– که و شکنجه سوي شخص ته هر سخت جسمي يا روحي درد د واکمن دولتي/ عامه مامور يا بل دولتي/ عامه چارواکي د تبعيضي چال چلن له مخي ورکړل سوئ يي، بيا هم د ځوروَني يا شکنجې جرم تحقق مومي.
اوس چي مو د شکنجې د حقوقي تعريف، متشکله عناصرو او بېلابېلو اړخو په باره کي هم څه مالومات تر لاسه کړل، را گرزو و خپل اصلي بحث ته، چي د يرغلگرو پوځو او مزدور رژيم په زندانو او توقيفخانو کي د معصومو او مظلومو افغانانو د انساني ضد شکنجو مسأله ده.
په افغانستان کي د ملگرو ملتو د مرستو ادارې، يوناما، پروسږ کال ( ۲۰۱۱ع ) د اکټوبر په مياشت کي زموږ د هيواد په امنيتي او استخباراتي ادارو کي د شکنجې او تعذيب په باب مفصل رپوټ خپور کئ، چي د هغه له مخي د افغانستان د حکومت په توقيفخانو او محبسو کي د استعماردوښمنو افغانانو ځوروَنه عامه او سيستماتيکه بڼه لري.۵۱ د افغانستان د امنيتي او استخباراتي ادارو د شکنجې يا تعذيب په اړه د سيسټماټيک/ سيستماتيک (systematic) او سيسټميک/ سيسټميک (systemic)صفتو کاروَنه د تعجب او اريانۍ خبره نه ده؛ ځکه د امريکايي او ايتلافي يرغل له همغه پيل څخه تر اوسه د افغانستان د اوردو، پوليسو او استخباراتي ادارو غټه او غوښينه برخه د پخواني شمالي اتحاد( جمعيت اسلامي + شورای نظار ، حزب وحدت او جنبش ملي ) د خونخورو جلادانو په لاس کي ده، چي په مربوطو ادارو کې د مخالفينو ربړول او شکنجه کول د رسمي کار او فعاليت نه بېلېدونکې برخه ده. د بلخ ولايت د« دشت ليلي » ډله ييز قبرونه د دې جنايتکارو مزدورانو د انساني ضد او جنگي جنايتو يو کوچنی مثال دئ. لکه څنگه چي د يوناما ادارې هم په خپل رپوټ کي يادونه کړې ده، د افغانستان په بېلابېلو ولايتو کي د مزدور رژيم تر واک لاندي ټولي بنديخانې او توقيفخانې په هغو مظلومو او بېوزلو پښتنو ډکي دي، چي د هيواد له بېلابېلو سيمو څخه د القاعده او طالب په نامه بېول سوي؛ او په بېلابېلو بڼو ځورول کيږي.
دا شرمناک بشري ضد جنايتونه، نه يوازي د کرزي د مزدور حکومت د امنيتي او استخباراتي کارکوونکو له خوا، بلکي د يرغلگرو لښکرو، په تېره بيا امريکايي پوځيانو له خوا هم سوي او کيږي. بگرام او گوانتنامو يې روښانه ثبوتونه دي. د امريکايي او ايتلافي لښکرو په محبسو کي د هغو بنديانو شمېر لږ نه دئ، چي د شخصي، تنظيمي، ژبني، قومي، سمتي او داسي نورو مغرضانه انگېزو پر اساس نيول سوي دي. د گوانتنامو په افغاني بنديانو کي خو حتا داسي سپين ږيري هم شامل وه، چي د زړښت يا ذهني ناجوړۍ له اسيته يې د خپل نامه او شهرت په ښوولو کي هم تېروتنه کوله. لکه څنگه چي باري گرې (Barry Grey)په خپله علمي او مستدله مقاله ( د ملگرو ملتو رپوټ د افغان بنديانو د سيستماتيکي ځوروَني اسناد او شواهد وړاندي کيي ) کي کاږي، د کابل د مزدور رژيم د شکنجو او تعذيبو لاري چاري په واقعيت کي هغه تخنيکونه دي، چي دامريکا د متحدو ايالاتو د امنيتي، استخباراتي او عسکري ادارو له خوا عملي سوي؛ او تر دې وروسته به هم د نړۍ په نورو برخو کي په کار واچول سي.۵۲ حتا نيويارک ټايمز ورځپاڼي، چي همېشه يې د امريکايي يرغلگرو په دفاع او ستاينه کي ليکني کړي دي، د ۲۰۰۵ع کال د می مياشتي په يوه سر مقاله کي د امريکايي اشغالگرانو د شکنجو په اړه داسي وليکل:« د بگرام په اړه د نيويارک ټايمز له خوا تر لاسه سوي تحقيقاتي دوسيې روښانه کړله، چي له بنديانو سره ناوړه چال چلن عادي او ورځنۍ بڼه لرله: د خونو په چتو د بنديانو تړل، له خوبه بې برخي کول، په لغتو او سوکانو وهل، جنسي سپکاوی او په ساتونکو سپو گواښل، ټول کټ مټ هغه څه دي، چي وروسته په عراق کي تکرار سول.»۵۳ د مشت نمونۀ خروار په بڼه په افغانستان، عراق او گوانتنامو کي د نړۍ د « متمدنو»، « بشردوستو» او « ډيموکراټو» امريکايي پوځيانو د وحشيانه شکنجو او تعذيبو په اړه څو اينټرنيټپاڼي:
http://www.youtube.com/watch?v=KtMZ_ua9hZk&feature=results_main&playnext=1&list=PL11E26DA649D761C3;
http://www.youtube.com/watch?v=-ux1c-GTzyw&feature=related;
http://www.youtube.com/watch?v=GXVJ_4SUzwI&http://www.youtube.com/watch?v=_r-wPVwho-k&feature=fvsrfeature=related;
http://en.wikipedia.org/wiki/Bagram_torture_and_prisoner_abuse;
http://www.wsws.org/articles/2009/dec2009/afgh-d01.shtml
د اشغالگرو په انساني ضد زندانو کي دا ټول جرمونه پر امريکايي قوانينو سربېره د بشر د حقوقو له نړيوالي اعلاميې، د جينيوا له کنوانسيونو، د مدني او سياسي حقوقو په اړه د ملگرو ملتو له بين المللي کنوانسيون او د بين المللي حقوقو له نورو منل سوو نورمو او معيارو څخه څرگنده سرغړونه ده.۵۴ بارك اوباما د امريکا د جمهوري رياست د لومړۍ دورې تر انتخابي مبارزو مخکي او وروسته په وارو وارو ټينگار کاوه، چي د امريکا دولت و خلگو ته شکنجې او عذابونه نه ورکيي، ځکه نو غواړي چي په يوه کال کي د گوانتنامو د زندان دروازې تل تر تله و تړي؛ خو دا دئ له هغه مهاله تر اوسه څه باندي څلور کاله تېريږي؛ او ټول جهان د سر په سترگو گوري، چي د گوانتنامو انساني قفسخانه لا تر اوسه پر خپل حال ولاړه ده. دردونکې خو لا دا ده، چي د مطبوعاتو د وروستييو رپوټو له مخي، د گوانتنامو له بنديانو څخه د معلومات ټولولو يا اقرار اخيستلو په مخسد له انټي سايکوټيک- د روحي ناروغييو ضد درملو(Antipsychotic Drugs) يا نورو دماغ بدلوونکو دواوو (Mind Altering Drugs)څخه کار اخيستل کيږي، چي دا گرده له يوې مخي بشري ضد جنايتونه دي.۵۵
امريکايي سياستوال او د استعمار ميراثخوران بايد په دې روښانه حقيقت ښه سر خلاص کي، تر هغه وخته چي د گوانتنامو، بگرام او ابوغريب د وحشيانه زندانو کرغېړني خاطرې د نړيوالو، په تېره بيا افغانانو په زړونو کي ژوندۍ يي د امريکا او مؤتلفينو د« بشر دوستۍ »،« تمدن سالارۍ»، « ډيموکراسۍ» او « قانونواکۍ» نارې سورې هم د اوبو پر مخ کرښي دي او بس! ځکه د گوانتنامو، بگرام او ابوغريب نومونه په خپله د شرمناکو انساني ضد جنايتو استعاري نومونه دي .
ـــــــــــــــــــــــــ
لمنليکونه
42 http://www.wsws.org/articles/2011/apr2011/afgh-a19.shtml;
http://www.benawa.com/details.php?id=41909;
http://www.surgar.net/-news-pg-Hot-News-1651.html;
http://www.globalresearch.ca/index.php?context=va&aid=24444
43 ــــــــ, “Afghan campaign caused $100 million damage: inquiry”, Reuters, Tue Jan 11, 2011 2: www.reuters.com/article/idUSTRE70A3B620110111
44 Mike Head, “Afghanistan aid conference signals indefinite foreign occupation”, World Socialist Web site, 10 July 2012: http://www.wsws.org/index.shtml
45 United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/
46 United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/
47 International Committee for Red Cross, The Geneva Conventions of 1949 and their Additional Protocols: http://www.icrc.org/eng/war-and-law/treaties-customary-law/geneva-conventions/index.jsp
48 Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights: International Covenant on Civil and Political Rights, adopted on 16 December 1966, effective from 23 March 1976:
http://www2.ohchr.org/english/law/ccpr.htm
49 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 4: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/ADD16852-AEE9-4757-ABE7-9CDC7CF02886/283503/RomeStatutEng1.pdf
50 Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights: The United Nations Convention against Torture and Other Cruel, Inhuman or Degrading Treatment or Punishment, signed on 10 December 1984, effective from 26 June 1987: http://en.wikipedia.org/wiki/United_Nations_Convention_Against_Torture
۵۱ محمد هارون خپل، « د يرغلگرو پوځو او مزدورو زورواکو سيستماتيکي ځوروَني- لومړۍ برخه »، لر او بر ويبپاڼه، د ۲۰۱۱ع کال د اکټوبر څلېرويشتمه: http://larawbar.net/detail.php?id=28942
۵۱ محمد هارون خپل، « د يرغلگرو پوځو او مزدورو زورواکو سيستماتيکي ځوروَني- دوهمه برخه »، افغانستان آزاد – آزاد افغانستان ويبپاڼه، د ۲۰۱۱ع کال د اکټوبر پينځه ويشتمه:
http://afgazad.com/Hoghogh-Bashar/102511-HKS-De-Yarghalgaro-Pawzoo-2.pdf
52 Barry Grey, “UN report documents systematic torture of Afghan detainees”, World Socialist Web Site, 12 October 2011: http://www.wsws.org/articles/2011/oct2011/afgh-o12.shtml
53 Barry Grey, “UN report documents systematic torture of Afghan detainees”, World Socialist Web Site, 12 October 2011: http://www.wsws.org/articles/2011/oct2011/afgh-o12.shtml
54 ــــــــ, Guantanamo, Bagram and Illegal U.S. Detentions:
http://www.amnestyusa.org/our-work/issues/security-and-human-rights/guantanamo; ــــــــــ, Majority of Guantanamo prisoners are innocent:
55 Nina Liss-Schultz, “Guantanamo Inmates Forcibly Given ‘Mind Altering Drugs’ Prior To Investigations”, thinkprogress.org, July 12, 2012: http://thinkprogress.org/justice/2012/07/12/515400/guantanamo-inmates-forcibly-given-mind-altertering-drugs-prior-to-investigations/
پاته په بله برخه کي