کور / سياسي / په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۶

په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۶

امريکايي ډرون وژنه او د ځاني دفاع سفسطه
امريکايي چارواکي پر خپلواک او وياړلي افغانستان د خپل استعماري يرغل د توجيه او په پښتني قبايلو، يمن، سوماليا او داسي نورو سيمو کي د خپلو بې پيلوټه الوتکو( ډرونو) د وحشيانه جنايتو پر مهال د ځاني دفاع (Self-defence/defense) په هغه حق اِستِناد کيي، چي له پخوانو زمانو راهيسي تر اوسه په ملي او بين المللي حقوقو کي پېژندل سوئ دئ. راسئ د حقوقي نظريو او معتبرو بين المللي اسنادو په سپڼلو سره وگورو، چي په ملي او بين المللي حقوقو کي د ځاني دفاع حقوقي چوکاټ څه دئ؟ او د همدې تيوريکو ارزښتو په روڼا کي روښانه کو، چي متحدو ايالتو ريشتيا هم د ځاني دفاع د منل سوو حقوقي اصولو او قواعدو له مخي پر افغانستان يرغل وکئ او د همدې منلي حقوقي سيسټم د اساساتو له مخي د افغانستان په گډون د نړۍ په بېلابېلو هيوادو کي له خپلو وحشتناکو جنگي ماشينو( ډرونو) څخه کار اخلي؟ لکه څنگه چي پروفيسر ميشل چسدوفسکي(Prof. Michel Chossudovsky) په خپله مستدله مقاله « ايا د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر پر يوولسمه، افغانستان پر امريکا بريد وکئ؟» کي کاږي، اول خو د ځاني دفاع په اړه د امريکا او ناټو له خوا د واشينگټن معاهدې د پينځمي( ۵ ) مادې د استناد پر خلاف، افغانستان د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر پر يوولسمه، پر امريکا بريد نه ؤ کړئ. دوهم تر اوسه داسي مدرک او ثبوت په لاس کي نسته، چي وښيي، د سيپتمبر د يوولسمي يا ( ۱۱/۹) خواشينونکې پېښه د القاعدې کار ؤ. که څوک دا خبره وهم مني، چي په ( ۱۱/۹) کي د القاعدې لاس ښکېل ؤ، بيا هم داسي هيڅ ثبوت نسته، چي افغانستان د يوه ملت په توگه د( ۱۱/۹) عامل او مسبب ؤ يا يې په يوه ډول د ډولونو په دې پېښه کي لاس لاره.۳۰

د وتلو ماهرانو او متخصصانو په گډون د( ۱۱/۹) د حقيقت موندني ډله هم د علمي دلايلو او مسلکي شواهدو په وړاندي کولو سره استدلال کيي، چي د نړيوالي سوداگرۍ د مرکز، په تېره بيا اوومي ودانۍ(WTC 7) نړېدل، د ادعا سوي تروريستي الوتکي د گوزار نه، بلکي د يوه مخکي له مخکي انجينري سوي پلان نتيجه وه. د دوی په نظر د الوتکي اور دونه قوي او شديد نه دئ، چي وکړای سي دغه راز پياوړې ودانۍ په څو دقيقو کي را و نړيي. د تعمير جوړولو او نړولو د دغو مسلکي ماهرانو او متخصصانو په باور، د دې عصري او پياوړي ودانۍ د نړېدو وخت او شکل دواړو د ودانييو له هغه تنظيم سوي او پلان سوي نړېدو سره بشپړ ورته والی لاره، چي په علمي اصطلاح يې کنټرولډ ډيمَليشن (Controlled Demolition) بولي؛ او د خاصو چاودونکو موادو په مرسته کيږي.۳۱ له بلي خوا د طالبانو مشرانو تر ( ۱۱/۹) تراژيدۍ وروسته په بېلابېلو مناسبتو ژمنه وکړه، چي که په ( ۱۱/۹) کي د بن لادن د لاس لرلو په اړه څه مقدماتي اسناد او مدارک ورته وړاندي سي، حاضر دي چي بن لادن او ملگري د محاکمې دپاره و امريکايي چارواکو ته و سپاري؛ خو واشينگټن د طالب مشرانو دا ژمني او غوښتني يو مخ رد کړې. د طالبانو پر مشرانو دغه راز تور لگېدلئ ؤ، چي د ( ۱۱/۹) پر مهال يې د القاعدې مرسته او سيله کوله؛ او د هغه تروريستي سازمان و مشر، بن لادن، تې په خپله خاوره کي پناه ورکړې وه؛ حال دا چي د سي. بي. ايس. نيوز(CBS News) د رپوټ له مخي بن لادن د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر پر لسمه (۱۰) نېټه د پاکستان د راولپينډۍ په عسکري روغتون کي بستر ؤ.۳۲
کله چي د سي. آی. اې. پخوانی يارِغار، د ( ۱۱/۹) فاجعې پر مهال په افغانستان کي نه، بلکي په پاکستانۍ خاوره، هغه هم د پاکستاني پوځيانو د راولپينډۍ په خاص او معتبر روغتون کي په علاج کولو بوخت ؤ، بيا نو ولي د ځاني دفاع په درواغجن او مکرجن نامه زموږ پر خوار او مظلوم هيواد ظالمانه تېری وسو؟! که د بن لادن په گډون د القاعدې زياتره سرغنه د افغانستان پر ځای په پاکستان کي وژل سوي يا نيول سوي دي؛ او د سي. آی. اې. د وروستييو رپوټو له مخي دمگړی په افغانستان کي د القاعدې سل کسه هم فعاليت نه لري، بيا نو له يوولسو کالو راهيسي له تروريزم سره د مبارزې تر پردې لاندي د امريکا او ايتلافي دولتو تش په نامه جگړه ولي زموږ په وران او وينولړلي کور کي روانه ده؟! که سپيني ماڼۍ، پينټاگان او سي. آی. اې. او نورو ايتلافي متحدينو په ريشتيا د القاعدې او نورو افراطي ډلو ټپلو په نابودۍ پسي را وهلې وای، بيا خو يې له تروريزم سره جگړه بايد په افغانستان کي نه، بلکي په پاکستان او ځينو عربي هيوادو کي پيل کړې وای. هغه هم نه له عامو او بې گونا پاکستاني يا عربي اولسو سره، بلکي د دغو هيوادو له منافقو او فاسدو حکومتو، په تېره بيا له آی. ايس. آی. او عربي استخباراتي سازمانو سره؛ ځکه د القاعدې او نورو ورته تروريستي- افراطي سازمانو اوسني مرکزونه خو تر گرده له دغو عسکري او استخباراتي مرکزو سره نه شلېدونکي اړېکي لري. پيسې، وسلې او لارښووني هر څه له دغو شيطاني مؤسسو څخه تر لاسه کيي. البته، يو وخت سي. آی. اې. په خپله هم د القاعدې او نورو افراطي سازمانو تروريستي چاري پر مخ بېولې؛او تر څه لنډمهاله مخالفتو او شخړو وروسته نن بيا دا دئ په ليبيا او سوريه کي د هغوی د زړې او خوږې يارانې شاهدان يو. په ډېري خواشينۍ سره امريکايي او ايتلافي لښکرو له تېرو يوولسو کالو راهيسي د تروريزم او افراطيت د ريښو کښلو يا کمزوري کولو پر ځای په لوی لاس د تروريزم او افراطيت و پراخولو او پياوړي کولو ته لمن وهلي ده؛ او تر اوسه پوري لا و دې خطرناک او ورانوونکي اور ته لمن وهي. د ډرون استعمال، د قرآن مجيد سوځل، پر مړو بولي کول، د مړو د لاسو او پښو پرېکول، پر کوچنيانو جنسي تېري، پر ودونو، جنازو، کوچنيانو، ښځو او بېلابېلو ملکي هدفو بمبارۍ، د خلگو پرکورو شپېنۍ چاپې او بې شماره نور جنايتونه، ټول هغه عوامل او اسباب دي، چي په افغانستان او گرده سيمه کې د تروريزم او افراطيت لمبې و اسمان ته رسولي دي.
بله ارزښتناکه او اساسي خبره دا ده، چي ځاني دفاع هيڅکله د زړه سړولو او مدعا پوره کولو وسيله نه ده. په دواړو ملي او بين المللي حقوقو کي ځان ته خاص اصول او قواعد لري، چي سرغړونه يې و را منځ ته سوو نتايجو ته د ځاني دفاع پر ځای جُرمي او جنايي وصف ورکيي. راسئ د ليکني په دې برخه کي د دې لرغوني او منلي حق د ځينو حقوقي اړخو او عناصرو په باره کي څو لنډي خبري وکو:
– د ځاني دفاع حق تر هر څه مخکي غوښتنه کيي، چي د ځاني دفاع په نامه سوئ عمل بايد کاملاً ضروري او ناچاري بڼه ولري.ياني دفاعي عمل بايد د ځان ژغورني د وروستۍ او يوازنۍ وسيلې په توگه استعمال سوئ يي؛ حال داچي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تل د واردواره يا پېشکي گوزار(pre – emptive strike) بڼه لري. په انگرېزي ژبه کي متل دئ، چي وايي: حمله د دفاع تر ټولو ښه بڼه ده( Attack is the best form of defence) دا چي حمله د دفاع ښه بڼه ده، که دفاع د حملې ښه بڼه(Defence is the best form of attack)، دواړه حربي اصول او تاکتيکونه دي، چي په حقوقو کي مصداق نه لري. په حقوقو، په تېره بيا د هيوادو په داخلي يا ملي حقوقو کي د ځان دفاع يوازي هغه وخت مشروع گڼل کيږي، چي د ځان، عزت او مال ژغورني د يوازنۍ وسيلې په توگه استعمال سي؛ مگر د ډرون الوتکو په ړندو او ظالمانه بريدو کي له ورايه گورو، چي د امريکايي چارواکو له خوا په گوته سوئ خطر او گواښ کله کله مادي تحقق څه چي حتا د پېژندني او تشخيص وړ هم نه يي. مخکي مو د نيويارک ټايمز په خبر کي ولوستل، چي اوباما د شکمنو کسانو د نيولو او محاکمې پر ځای په خپله د هغو د وژلو پرېکړي کيي؛او پر نښاني سوو کسانو سربېره د نورو ملکي خلگو په مرگ ژوبله هم سر نه خلاصيي. دا خبره لمر غوندي روښانه ده، تر هغه مهاله چي د يوه شکمن، تورن يا مجرم د نيولو او محاکمه کولو امکانات په لاس کيي يي، په ډرون يا هره بله وسيله د هغه وژل يا ټپي کول هيڅ حقوقي ،انساني او اخلاقي جواز نه لري؛ ځکه بشري حقوق و هر ډول مظنون، متهم او حتا مجرم ته د دفاع حق ورکيي. هغوی کولای سي د مدافع وکيلانو او نورو حقوقي مشاورانو په مرسته د ملي او بين المللي عدلي – قضايي ادارو د لگېدلو تورونو په وړاندي د ځان دفاع وکي.

په بين المللي حقوقو کي هم د ځاني دفاع مسأله خاص حدود او شرايط لري. د ملگرو ملتو د منشور د دوهمې ( ۲ ) مادې څلرمه ( ۴ ) فقره د بين المللي حقوقو د عمومي او کُلي اصل په توگه و خپلو ټولو غړو ته لارښوونه کيي، چي په بين المللي اړېکو کي د نورو دولتو د مځکنۍ بشپړتيا يا سياسي خپلواکۍ پر خلاف د قوې له استعمال ، گواښ يا هر هغه لاري څخه ډډه وکي، چي د ملگرو ملتو له هدفو او مخسدو سره سمون و نه لري. دا مهم او اساسي اصل، د ملگرو ملتو له منشور سره سم، د دولتو تر منځ د دوستانه اړېکو او همکارۍ په اړه، د بين المللي حقوقو د( ۱۹۷۰ع ) کال په اعلاميه کي هم تأييد سوئ دئ. د دې اعلاميې په سريزه کي يادونه سوې ده، چي دولتونه بايد په خپلو بين المللي اړېکو او مناسباتو کي د بل دولت د سياسي خپلواکۍ يا مځکنۍ بشپړتيا پر خلاف د نظامي، سياسي، اقتصادي او داسي نورو فشارو له استعمال څخه ډډه وکي.۳۳

د بين المللي حقوقو په چوکاټ کي د دولتو تر منځ د سوله ييزو او برابرو اړېکو د مخکني اصل تر څنگ، په ځينو استثنايي حالاتو کي، د ځاني دفاع حق هم په رسميت پېژندل سوئ دئ. د ملگرو ملتو د منشور د يو پينځوسمي مادې (۵۱ ) له حُکم سره سم، ټول دولتونه حق لري، چي د هر ډول وسله وال بريد په مقابل کي، په گډه ( دسته جمعي ) يا يوازي سر( منفردانه ) دفاع وکي.۳۴

د ځينو حقوقپوهانو د ملگرو ملتو د منشور د يو پينځوسمي مادې نوي او وروستي تفسيرونه حتا و دولتو ته دا حق ورکيي، چي په ځينو استثنايي حالاتو کي د خپلي مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ، سياسي خپلواکۍ او نورو مشروع گټو پر خلاف د مخالفينو د وسله وال بريد تر مادي تجسم مخکي په دفاعي اقدام لاس پوري کي. بېله شکه له دې تجويز سره جوخت دا جدي سپارښتنه هم کيږي، چي د وړانديتوب يا پېشدستۍ له دې ډول دفاعي حق څخه بايد تل د ملگرو ملتو د منشور او د بين المللي حقوقو د نورو ارزښتناکو اصولو، قواعد او طرزالعملو په چوکاټ کي استفاده وسي؛ ځکه د زورزياتي او تشدد هر عمل وسله وال بريد نه گڼل کيږي؛ او تر هغه وخته چي د وسله وال بريد ادعا په پوره دقت نه يې ثابته سوې، د ځاني دفاع په حق اِستِناد کول هم حقوقي تاداو او جواز نسي لرلای.۳۵ په بله وينا، تر بالفعل خطر مخکي له هر راز جنگي وسايلو څخه استفاده بايد پر تصوراتو، موهوماتو او خپلسرو غوښتنو نه، بلکي پر پياوړو دلايلو، اسنادو او شواهدو تکيه ولري.

– لکه څنگه چي گورو د امريکايي پوځ د ډرون بريدونه ارادي، پلان سوي او سنجول سوي (pre-meditated) عملونه دي؛ په داسي حال کي چي ځاني دفاع بايد اتوماتيکه، عاجله او ځای پر ځای بڼه ولري. ياني د ځاني دفاع عمل تر هغه مهاله مشروع او مؤجه نه گڼل کيږي، چي د مقابل لوري تېری واقعي او نيژدې( د پېښېدو په حال کي ) نه يي. يو پلا بيا بايد په ټينگار سره و ويل سي، که چيري دولتونه تر حملې يا يرغل مخکي پر خپلو دوښمنانو گوزار کيي، بيا نو د پخو او پياوړو دلايلو، اسنادو او شواهدو په ښکاره کولو سره بايد ثابته کي، چي واردواره گوزار يې و ځاني دفاع ته حياتي ارزښت لري. سربېره پر دې، د دغه راز پېشکي گوزار د استفادې دپاره بايد نه پر خپلسر، بلکي همېشه د بين المللي حقوقو، په تېره بيا د ملگرو ملتو د سازمان د منشور په چوکاټ کي عمل وکي. زموږ دراک او مدبر لوستونکي تصور کولای سي، که دولتونه، سازمانونه يا اشخاص د خيالي، جعلي، ناسمو او نامعقولو ادعاوو پر بنسټ د شکمنو يا تورنو کسانو پر ضد و واردواره گوزارو ته ملاوي و تړي، بيا خو تر هر څه مخکي د بين المللي حقوقو د مهم او بنيادي اصل ياني د دولتو د حاکميت د برابرۍ پر اصل د بطلان کرښه ايستل کيږي. کله چي په بين المللي اړېکو کي د دولتو او نورو بين المللي شخصيتو ترمنځ د حاکميت د برابرۍ اصل تر پښو لاندي سو، بيا خو په دې ناارامه او کړکېچنه نړۍ کي د ملي او بين المللي حقوقو، نظم او تمدن په نامه هم هيڅ شی نه پاتيږي. اوسنۍ نړۍ له خپلو ټولو علمي، تخنيکي او بشري پرمختگو سره په داسي وحشتناک ځنگله بدليږي، چي ټولي چاري بې د وسلې او طاقت په زور فيصله کيږي. همدې خطرناکو عواقبو ته په کتو سره دا ډول خپلسري او بې پروا بريدونه د ځاني دفاع په نامه د بين المللي حقوقو په چوکاټ کي روښانه توجيه او جواز نه لري.

– د ځاني دفاع منل سوي حقوقي اصول او قواعد حُکم کيي، چي دفاعي عمل بايد هيڅکله تر رسېدلي يا اټکل سوي ضرر پراخ ، شديد او نامناسب نه يي؛ خو د ډرون په ړندو گوزارو کي ټول گورو، چي د ځاني دفاع د معقوليت او تناسب اصل قطعاً په پام کي نه نيول کيږي.۳۶ ځکه له هيچا پټه نه ده، چي د حق او ناحق تروريستانو په گونا د معصومو ملکي خلگو په ژوند او مال بې رحمانه بازۍ کيږي. د همدې اصل له مخي، پر سرلوړو او خپلواکۍ مينو پښتنو د امريکايي بې پيلوټه الوتکو ظالمانه بريدونه يا د بې دفاع فلسطينانو پر ضد د اسراييلو د صهيونيستي دولت وحشيانه حملې د ځاني دفاع تر حقوقي چوکاټ دباندي دي.

که حمله او ځاني دفاع په يوه وخت او يوه ځای کي يي، بيا خو کله کله دا حالت له امکانه ليري نه دئ، چي دفاع کوونکی د بيري يا عصبانيت په وجه د مقابل لوري د ترسره سوي بريد او خپلي جوابي دفاع د تناسب يا انډول و مسألې ته پام و نه کي؛د مثال په توگه د تېري کوونکي د بوکس يا لرگي و وار ته په چاړه يا توپک سره جواب و وايي. په ځينو خاصو حالاتو کي د داسي ناانډولۍ پېښېدل ناممکنه خبره نه ده(که څه هم دفاع کوونکی د بې تناسبۍ په هر ډول حالت کي د خپل ناوړه او غيرمؤجه عمل مسوول گڼل کيږي )؛ خو هر څونه چي د ترسره سوي بريد او دفاعي عمل تر منځ زماني واټن ډېريږي، له هغه سره سم په ځاني دفاع کي د تناسب يا انډول و مسألې ته د پام نه کولو ټول مخففه حالات هم له منځه ځي. د دې ټولو خبرو پر خلاف موږ گورو، چي امريکايي پوځونه يوولس کاله وروسته هم هره ورځ د ځاني دفاع په نامه پر حق او ناحق هدفو خپلسري گوزارونه کيي، چي په نتيجه کې د گلالييو کوچنيانو، ښځو او زړو په گډون و بې گونا ملکي خلگو ته درنې مرگ ژوبلي اوړي… دا ډول سنجول سوي، نابرابر او خپلسري بريدونه، په واقعيت کي ځاني دفاع نه، بلکي هغه کسات اخيستونکي عملونه دي، چي د خپلواکو ملتو د ځبلو، اېلولو او بېلابېلو استعماري نخشو د تحقق په مخسد کيږي.

د اوباما اداره په داسي حال کي د ډرون و ړندې او بې رحمانه جگړې ته دوام ورکيي، چي حتا د امريکايي پوځ متقاعد منصبداران او د سي. آی. اې. پخواني کارکوونکي يې هم له قانونيت او مؤثريت سره ښکاره مخالفت ښيي. د امريکايي اوردو متقاعده ډگرواله- ان رايټ (Ann Wright)خو له لويه سره د ډرون جنگ قانونيت نه مني. دا وايي:« ډرونونه بايد د انسان وژني ماشينونه و بلل سي. دا ماشينونه د نښاني سوو کسانو د وژني او هغو کسانو د غيرقانوني وژني دپاره کاريږي، چي په هيڅ جرم نه دي محکوم سوي.» د سي. آی. اې. د تروريزم ضد مرکز تقاعد سوي مشر، رابرټ گرېنر) (Robert L. Grenier د ډرون بريدو د تاوانو په اړه داسي ليکلي دي:« سړی اريانيږي، چي څونه يمنيان به د ډرون د دې ناسمو او بې پروا بريدو له امله په راتلونکي کي و زورزياتي او افراطيت ته مخه کي؛ او د سيمه ييزي اجندا لرونکي څونه يمني جنگيالي به د ځان پر خلاف د امريکايي پوځ د دغه راز عملياتو په جواب کي د لوېديځ په سرسپارلو دوښمنانو واوړي. د پاکستاني اولس وروستۍ نظرپوښتني هم په هغه هيواد کي د امريکايي پوځ له بريدو سره د خلگو د زياتي او سختي کرکي ښکارندوی دي. دا قهر او غوسه په خپل وار د متحدو ايالاتو پر نظامي هدفو د مخالفينو له انتحاري بريدو سره زياته مرسته کيي.»۳۷

لکه څنگه چي مخکي يادونه وسوه، د امريکا سياسي او پوځي مشران نسي کولای وهغه خپلسري او ظالمانه عمل ته د ځاني دفاع نوم ورکي، چي نه د متحدو ايالتو د ملي قوانينو او نه د بين المللي بشري حقوقو جواز او ملاتړ له ځانه سره لري. د سپيني ماڼۍ، پينټاگان او سي. آې. اې. واکمنان هره ورځ په افغانستان، پښتني قبايلو، عراق، يمن او سوماليا کي د بې گونا ملکي وگړو په وحشيانه وژنو سره د خپلو دوښمنانو ليکي پياوړي کيي.

که امريکايي مشرانو په ريشتيا هوډ لرلای، چي په افغانستان او پښتني قبايلو کي د سولي او امنيت له ټينگېدو سره مرسته وکي، بيا خو د هغه يوازنۍ معقوله او منطقي لار له پاکستاني آی. ايس. آی. او پاکستاني جنرالانو سره جدي حساب کتاب ؤ او دئ، نه دا چي وخره ته هيڅ نه وايي؛خو خروښ يې تر پالانه باسي. ټول جهان په دې روښانه واقعيت پوهېږي، چي په افغانستان کي اوبه له کمه(کومه) ځايه خړيږي. له کلونو کلونو، بلکي لسيزو راهيسي په افغانستان کي د ټولو تروريستي او تخريبي عملو سوق او اداره له پښتني قبايلو څخه سونه کيلومتره ليري د آی. ايس. آی. او پاکستاني پوځ د جنرالانو په لاس کي ده. تر هغه وخته چي لاسوهونکي پاکستاني جنرالان پر خپل ځای نه يي کښېنول سوي، په افغانستان کي د سولي او امنيت راوستل پر يخي ليکل او لمر ته ايښوول دي. په پاکستان کي د پوځي واکمنانو ملاتړ او په افغانستان کي د جنايتکارو، ورانکارو، غلو، جاسوسانو او مافيايي ډلو ټپلو واکمن ساتل، په دې ورانه او جگړو ځبلې سيمه کي د سولي او ثبات له ټينگښت سره ښکاره ټکر لري. موږ ټول شاهدان يو، چي امريکايي او ايتلافي لښکرو له تيرو يوولسو کالو راهيسي بې دليل او موجبه زموږ وکړېدلو او بېوزلو خلگو ته خپل کور او کلی دوږخ گرزولئ دئ؛ خو بر عکس د افغانستان د کونړ، نورستان او ننگرهار پر سرحدي سيمو د پاکستاني پوځيانود توپواو توغندييو و وحشيانه بريدو ته د يوې خاشې په اندازه چورت نه خرابيي. ايا په افغانستان کي د سولي او امنيت راوستل دي ته وايي؟! مگر د پاکستاني پوځيانو و دې بې شرمانه بريدو ته ځانونه ناگاره اچول، له ورايه نه ښيي، چي امريکايي پوځونه زموږ د هيواد د مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ او سياسي خپلواکۍ د دفاغ دپاره نه، بلکي د خپلو د کرغېړنو استعماري نخشو د تحقق دپاره دېره دي؟! ستراتيژيک تړون( په حقيقت کي ستراتيژيکه اسارتنامه ) د افغانستان و دايمي اشغال او دغو شومو استعماري نخشو ته له« مشروعيت »ورکولو په آ خوا، بل څه هدف لرلای سي؟! نن گورو، چي د ستراتيژيکي اسارتنامې سرسپارلو مدافعانو او مناديانو هم د پاکستاني پوځيانو د وحشيانه يرغلو په وړاندي د خپلو امريکايي او ايتلافي بادارانو و دې خاينانه سکوت او بې تفاوتۍ ته سترگي مړې او غوږونه کاڼه اچولي دي. ښه مي په ياد دي، چي د استعماري لښکرو دې بې هويته او بې غروره چپړاسيانو به په سپين سترگۍ او بې شرمۍ سره ادعاوي کولې، چي امريکايي پوځونه د پاکستاني نظاميگرانو او ايراني اخوندانو په مقابل کي زموږ د هيواد او خلگو دفاع کيي! ځکه نو بايد تل تر تله دلې پراته يي. خدای تعالی ډېر ژر د دې درواغجنو مزدورانو مخونه تور کړل. نن چي د هيواد ځيني سرحدي سيمي د پاکستاني پوځيانو له جارحانه تېري سره مخامخ دي؛او هره ورځ زموږ و بېوزلو او مظلومو هيوادوالو ته د سر او مال درانه تاوانونه رسيي، څه سو له امريکايي پوځ سره د کابل د مزدور رژيم« ستراتيژيک تړون »؟! څه سوه د پاکستاني پوځيانو او ايراني اخوندانو د حملو او لاسوهنو په مقابل کي د امريکايي لښکرو دفاعي مکلفيتونه؟! ايا ريښتيني او وطندوست افغانان د هغو امريکايي پوځو، الوتکو او ټانکو له دايمي حضور سره موافقه کولای سي، چي نه د گاونډيانو او نورو لاسوهونکو د بې شرمانو بريدو مخه نيسي؛ او نه زموږ په وينولړلي ټاټوبي کي د سولي او امنيت له را وستلو او ټينگښت سره مرسته کولای سي، بلکي په خپله د بهرنييو بريدو، جگړو او وينو بهېدو اساسي عامل گڼل کيږي؟! مالوميږي چي د امريکايي عسکرو د دايمي چوڼييو په دفاع کي د کابل رژيم د بېلابېلو مزدورو ډلو ټپلونارې سورې د دې سرلوړي او وياړلي خاوري د ساتني دپاره نه، بلکي يوازي او يوازي د خپلو شخصي، گروهي او تنظيمي گټو د خوندي کولو او اوږدولو په مخسد کېدې او کيږي. هو! ټولو ويښو افغانانو ته لمر غوندي روښانه ده، چي د استعمار ټول ميراثخواره( پخوانۍ جنگي ډلي ټپلي، جهادي سوداگران، تپل سوي جاسوسان، د ټيکنوکراتانو په نامه حرفه يي غله، سياسي دلالان، بې مسلکه لومپنان، مافيايي ډلي او نور وطن پلورونکي )د خپلو کرغېړنو او شيطاني گټو د تداوم او تحفظ دپاره په کابل کي و يوه مزدور رژيم او د هغه مزدور رژيم تر شا و يوه پياوړي استعماري ځواک ته اړتيا لري. د دغه راز مزدور رژيم او دغه شان استعماري ځواک ظالمانه واکمني د دې جنايتکارانو او خاينانو د انساني ضد ژوند يوزانی شرط دئ؛ خو په خواشينۍ سره د استعمار ميراثخواره په دې ساده او اسانه حقيقت سرونه نه خلاصيي، چي مزدور رژيمونه او يرغلگر ځواکونه تل تر تله د خلگو پر ژوند او مقدراتو واک نسي چلولای. په کابل کي د روسانو د مزدور رژيم نسکورېدل او د سره پوځ شرمناکه تښته دواړه د دې واقعيت انکار نه کېدونکي ثبوتونه دي.د استعمار چپړاسيان بايد په دې مُسَلَم حقيقت هم ښه سد ورسيي،که يونيم لک( ۱۵۰۰۰۰) امريکايي او ايتلافي عسکرو، په څه دپاسه يوولسو کالو کي د يوه مزدور، خاين، فاسد او بې کفايته رژيم ساتنه و نکړای سوه، تر دې وروسته به په لسو- شلو زرو عسکرو څنگه د هغه ژغورنه کيي؟! مگر نه مودي اروېدلي چي وايي:کوږ بار تر مزله نه رسيږي؛ په زور کلي نه کيږي.

د امريکايي استعمار مزدوران په دې روښانه واقعيت سر نه خلاصيي، چي د پاکستاني واکمنانو راضي ساتل؛ او په بېلابېلو لارو په درسته سيمه کي د جگړو او تصادماتو اور ته لمن وهل د يرغلگرو امريکايي او ايتلافي لښکرو د استعماري نخشو مهمه او اساسي برخه ده. ايا په دې وروستييو کي د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکا د دولت د خاص استازي – مارک گروسمن(Marc Grossman) له خوا د افغانستان او پاکستان د رسمي پولي په توگه د ډيورنډ د منحوسي او مردودي استعماري کرښي په رسميت پېژندل،د دې خبري څرگند ثبوت نه دئ؟! دا خبره هم بايد له ياده و نه باسو، چي مارک گروسمن دا خبري له گيډي نه دي کړي. هغه په حقيقت کي د سپيني ماڼۍ، پينټاگان، سي. آی. اې. او سټېټ ديپارټمينټ( دباندنييو چارو وزارت) د واکمنانو شيطاني مکنونات بيان کړي دي؛ ځکه دا استعماري دريځ و امريکايي واکمنانو ته له خپلو انگرېزي پلرونو او نيکونو څخه په ميراث پاته دئ. مگر ويښ او دراک افغانان نه پوهيږي، چي استعمارگرو انگرېزانو ولي د توپ او برچې په زور زموږ تاريخي خاوره په برتانوي هند پوري وتړله؛او ورسته يې په سيمه کي د خپلو اوږدمهاله استعماري نخشو د تحقق دپاره د هند د نيمي وچي په وېشلو سره د پاکستان په نامه بېل دولت جوړ کئ. ناڅاپي نه ده، چي پاکستاني دولت د جوړېدو له همغه اولي ورځي څخه تر اوسه پوري د خپلو بادارانو( انگلستان او امريکا) و استعماري گټو ته خدمت کړئ دئ؛ او تر دې وروسته به هم هيڅکله د لندن او واشينگټن له استعماري گټو څخه دې يا آ خوا يو گام پورته نه کي.د همدغو دلايلو له مخي انگلستان، امريکا او د هغو نورو غربي متحدينو همېشه د ډيورنډ پر مسأله د خپلو پاکستاني مزدورانو سيله او ننگه کړې ده؛ او تل ترتله به پر دې دريځ ولاړ يي.

په افغانستان کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو بېلابېلو ځيره خورو د خپلو بادارانو تر شرمناکي تحميلنامې او اسارتنامې( ستراتيژيک تړون ) مخکي همدغه راز چغي او نارې وهلې، چي د امريکايي لښکرو له وتلو سره سم به د کابل د تنظيمي جنگو اورونه بيا بل؛ او د هيواد په گوټ گوټ کي به د توپکيانو د ترخي او پاچهۍ زمانه بيا تکرار سي؛ خو و دې څرگند حقيقت ته همېشه ځانونه ناگاره اچيي، چي که امريکايي او ايتلافي لښکرو د سولي، امنيت او ريښتيني اولسواک نظام په راوستلو کي هغه وجايب او مسووليتونه په سم ډول سرته رسولي وای، چي شپه و ورځ يې په دونيا کي ډولونه او ډمامې وهي، بيا به نه د همسايگانو له خوا د افغانستان د اينده ( بلع ) کېدو خطر وای او نه به د هيواد په هيڅ گوټ کي د کابل د وحشتناکو تنظيمي جگړو د تکرار بېره وای. ايا له دې حقيقته څوک سترگي پټولای سي، چي د همسايگانو بې شرمانه لاسوهني او تيري له يوې خوا او په هيواد کي د جنگي ډلو ټپلو د احتمالي جگړو خطرونه له بلي خوا ټول د امريکايي او ايتلافي ځواکو د يوولس کلن اشغال او يوه مزدور، فاسد او بې کفايته حکومت سوغاتونه دي. لکه څنگه چي مخکي اشاره وسوه، که له امريکايانو او مؤتلفه قواوو سره ريشتيا هم د سوله ييز او خوندي افغانستان غم وای، بيا خو يې له يوې خوا بايد زموږ په کورنييو چارو کي د پردو هيوادو د استخباراتي سازمانو د پټو او څرگندو لاسوهنو او له بلي خوا د پردو استخباراتو د مزدورو جنگي ډلو ټپلو د جنايتکارو مشرانو او قومندانانو د پوځي، سياسي او اقتصادي واک او ځواک مخه نيولې وای؛ ځکه پردۍ لاسوهني او د جنگي ډلو ټپلو، جاسوسانو او وطن پلورونکو خاين، فاسد او بې کفايته حکومت په هيواد کي د رواني فاجعې دوه ستر او اساسي عوامل گڼل کيږي؛ خو اوس هر هوښيار او حقپال افغان د سر په سترگو گوري، چي امريکايي او ايتلافي پوځونه نه د نورستان، کونړ او ننگرهار پر سرحدي سيمو د پاکستاني يرغلگرو د بې شرمانه تېرييو مخه نيسي؛ او نه هم د کرزي، فهيم، خليلي، رباني، محقق، سياف، دوستم، عبدالله، مسعود، معلم عطا او داسي نورو پېژندل سوو جنايتکارانو، غلو او وطن پلورونکو له سياسي، نظامي او مالي ملاتړه لاس اخلي. ايا د دغو بدنامو جنگي ډلو، زورواکانو، غاصبانو، غلو او خاينانو هر اړخيزه ننگه او ملاتړ، په افغانستان کي د سولي او ارامۍ و بهير ته د ټايم بم له ايښوولو سره ورته والی نه لري؟! کې چا مخکي له مخکي مخه و نه نيوله، دا بم به هرومرو چَوي؛ او په چاودېدو سره بې د کابل د مخکنييو تنظيمي جنگو په پرتله د هيواد مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمني، سياسي خپلواکي، سوله او امنيت له لا لويو خطرو سره مخامخ کيږي. ولي؟ په دې چي د مزدور ، فاسد او سازشي کرزي اوردو، پوليس، استخبارات او ايله جاري ملېشې( اربکي ) د داسي جنايتکارو، خونخورو او ورانکارو جنگي ډلو ټپلو په لاس کي دي، چي تر گډ او متحد افغانستان په تجزيه، تر سولي او امنيت په جنگ او ناارامۍ او بالاخره تر معقول او عادلانه وېش په چور او چپاو خوشاله دي؛ او هره شېبه د دې وياړلي تاريخي کور و پلورو او اوجاړولو ته چمتو ناست دي. زه له اوره بې سوځلو او له مار و لړمه بې چيچلو بله هيڅ توقع نه لرم . البته د دې اور لگولو او دې خطرناکه مارانو او لړمانو د ساتني او روزني اساسي مسووليت د امريکا او ايتلافي دولتو د جنگ غوښتونکو سياسي- نظامي مشرانو پر غاړه دئ. که دغو استعمارگرانو او د سيمي نورو مغرضو دولتو په خپلو پيسو، وسلو او نازونو دا ماران او لړمان تر اوسه نه وای روزلي او پاللي، بېله شکه به نن او سبا زموږ د سولي، امنيت، مځکنۍ بشپړتيا، ملي واکمنۍ، سياسي خپلواکۍ، ملي يووالي او نېکمرغۍ په لار کي دا بالقوه خطرونه هم نه وای.

د دې روښانه واقعيتو تر يادوني او شنني وروسته و دې نتيجې ته رسيږو، چي په افغانستان او سيمه کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو استعماري جگړه، په تېره بيا روانه ډرون وژنه د ځاني دفاع له هغو اساساتو او عناصرو سره هيڅ اړخ نه لگيي، چي د ملگرو ملتو د سازمان په منشور او د بين المللي حقوقو په نورو ارزښتناکو او معتبرو وثايقو کي تسجيل سوې ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــ

لمنليکونه

30 Prof. Michel Chossudovsky, “Was America Attacked by Afghanistan on September 11, 2001? October 7, 2001. Afghanistan is invaded under the doctrine of “self-defense”, Global Research, October 04, 2012: http://www.globalresearch.ca/was-america-attacked-by-afghanistan-on-september-11-2001/

31 Julie Lévesque, “ 9/11: Facts, Fiction and Censorship”, Global Research, September 12, 2012: http://www.globalresearch.ca/911-facts-fiction-and-censorship/; Kevin Ryan, “ 9/11: Looking for Truth in Credentials: The Peculiar WTC “Experts”, Global Research, March 13, 2007: http://www.globalresearch.ca/9-11-looking-for-truth-in-credentials-the-peculiar-wtc-experts/

32 Prof. Michel Chossudovsky, “Was America Attacked by Afghanistan on September 11, 2001? October 7, 2001. Afghanistan is invaded under the doctrine of “self-defense”, Global Research, October 04, 2012: http://www.globalresearch.ca/was-america-attacked-by-afghanistan-on-september-11-2001/

33 Prof. Tunkin, G.I. Law and Force in the International System. Trans. from the Russian. (Moscow: Progress Publishers, 1985) 81 – 82.

34 ــــــــ, UN CHARTER OF THE UNITED NATIONS, signed on 26 June 1945: http://www.un.org/en/documents/charter/chapter1.shtml

35 ـــــــــ, “Self-defence in international law”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Self-defence_in_international_law

36 Michael Allen, Textbook on Criminal Law. 9th ed. (Oxford: Oxford University Press, 2007) 160.

37 Prof. Bill Quigley,“Five Reasons Drone Assassinations are Illegal”, CounterPunch.org, May 15, 2012: http://www.counterpunch.org/2012/05/15/five-reasons-drone-assassinations-are-illegal/

پاته په راتلونکې برخه کي