دريمه برخه:د روم اساسنامې په روڼا کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو و متشکله عناصرو ته لنډه کتنه
مخکي مو د بشريت ضد او جنگي جنايتو په اړه د بين المللي حقوقو د تر ټولو نوي او بشپړ سند ياني د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې په متن کي د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي تعريفونه، متشکله عناصر، بېلابېل ډولونه، شرايط او حالات يو په يو تر نظر تېر کړل. د ليکني په دې برخه کي، د بشري ضد او جنگي جنايتو د لا ښې او دقيقي پېژندني په خاطر د هغو پر متشکله عناصرو لنډي خبري کوو؛ او د مستندو دلايلو په وړاندي کولو سره ښيو، چي د افغانانو پر خلاف د يرغلگرو لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې تصريح سوي متشکله عناصر، بشپړ مصداق لري.
لکه څنگه چي د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې په ژباړل سوي متن کي راغلي دي، يوه جُرم ته يوازي هغه مهال د بشريت ضد يا جنگي جنايت وصف ورکول کيږي، چي په کولو کې دغه دوه متشکله عناصر يا شرطونه تحقق و مومي:
– اول دا چي بشري ضد يا جنگي جنايتونه څو پلا سوي يي. ياني پراخه او سيستماتيکه بڼه ولري.
– دوهم دا چي دا ډول جنايتونه بايد د يوه دولت يا سازمان د پاليسۍ يا تگلاري پر اساس سوي يي(که څه هم د داسي جنايتکارانه پاليسۍ طراحان او مبتکران رسماً مالوم نه يي).که جرمونه د يوه دولت يا سازمان د رسمي پاليسۍ له مخي نه يي سوي، نو لږ تر لږه يې بايد واکمن حکومت يا ډيفاکټو( عملاً موجودي ) واکمنۍ د کولو اجازه ور کړې يي.که يې رسمي اجازه نه وه ورکړې، بيا يې د ضمني اجازې په توگه بايد پر کولو سترگي پر پټي کړي يي.
راسئ اوس نو د روم اساسنامې د اوومي او اتمي مادې د مندرجو احکامو په چوکاټ کي وگورو، چي د يرغلگرو لښکرو جنايتونه د بشري ضد او جنگي جنايتو معيارونه پوره کيي که څنگه؟!
که زموږ په اشغال سوي او استعمارځبلي هيواد، افغانستان، کي د ملکي وگړو وژل او ټپي کول، د بې گونا خلگو سترگي، لاسونه او پښې تړل، په سپو داړل او بېرول، د بمو او نورو چاوندونکو موادو په زور د کورو د دروازو الوزول؛ د کورو، دوکانو، ماجتو او شنو باغنو ورانول، د مړو سپکاوی او بې حرمتي، د خلگو د ديني مقدساتو او اولسي دود و دستور مسخره کول او بې شماره نور جنايتونه، چي بشپړه يادونه يې د دې لنډي ليکني تر حوصلې وتلې خبره ده، د يوه، دوو، پينځو يا لسو وارو خبره يي، بيا خو هر څوک حق لري، چي د انفرادي، بې ربطه او خورو ورو پېښو نوم پر کښېږدي؛او په دې توگه يې د بشري ضد او جنگي جنايتو له ډلي څخه و باسي؛ مگر زموږ په لتاړ سوي او بې پوښتني هيواد کي خو د امريکايي او ايتلافي لښکرو دا ډول جرمونه او جنايتونه يوه، دوې، لس، شل، سل او حتا زر پېښي نه دي. دا وحشيانه جنايتونه پراخه ، سيستماتيکه او د ځنځير د کړييو په شان تړلې بڼه لري. ويکي ليکس(Wikileaks) يوازي د برتانوي عسکرو له خوا د ملکي خلگو د وژني او بمبارۍ يوويشت (۲۱) جلا جلا پېښي ثبت کړي دي. البته، دا يوازي د ويکي ليکس د رپوټ خپرولو تر وخته د برتانوي لښکرو د ځينو رسوا سوو جنايتو شمېر دئ، چي نه د جنگ او جگړې، بلکي يوازي او يوازي د« ودانولو» يا « بيا جوړولو» په نامه و افغانستان ته تللي دي. ښه مي په ياد دي، چي د انگلستان د واکمن کارگر گوند د دفاع وزير، جان رييډ(John Reid) د پارلمان و وکيلانو ته ډاډ ورکاوه، چي انگرېزي عسکر به هيڅکله د افغانستان په وسله والو شخړو او جگړو کي برخه وانخلي؛ او بې ټک و ټوکه به بيرته خپل هيواد ته را ستانه سي؛ خو واقعيت داسي نه ؤ. برتانوي پوځ له همغه لومړۍ ورځي څخه تر اوسه په جگړو او نظامي عملياتو کي د فعالي او پرله پسې برخي اخيستني له کبله نه يوازي زموږ د بې شماره مظلومو عزيزانو ويني و بهولې، بلکي خپل څه باندي څلور سوه پوځيان يې هم په تابوتو کي راوړل. د امريکايي لښکرو پخواني عمومي قومندان – جنرال سنټلي مکريسټل(General Stanley McChrystal) په خپله د امريکايي او ايتلافي پوځو له خوا د مظلومو او بې گونا افغانانو د وژني په باره کي داسي اعتراف کړئ دئ:« موږ په اريانونکې توگه دونه زيات خلگ ويشتلي دي، چي يو يې هم زما له مالوماتو سره سم و موږ ته گواښ نه ؤ.» ۱۰
ټول جهان ته روښانه ده، چي له تېرو يوولسو کالو راهيسي د افغانانو پر ويرجن ټاټوبي، په تېره بيا د ډيورنډ د کرغېړني او مردودي فرضي کرښي په دواړو خواوو کي د زړورو او خپلواکۍ مينو پښتنو د استوگني پر سيمو د مرگ او وحشت څه چپه او راسته مېچني څرخي؛ شپه او ورځ يې پر کورو او کلو هوايي او مځکني بريدونه کيږي. حتا د ودو او جنازو پر مراسمو يې هم څو څو واره وحشيانه بمبارۍ سوي دي. په افغانستان کي د ملگرو ملتو د مرستو د ادارې ( يوناما) او د کابل د مزدور رژيم د بشر د حقوقو د تشه په نامه« خپلواک کميسيون » د رپوټ له مخي يوازي په (۲۰۱۱ع )کال کي زموږ د وژل سوو هيوادوالو شمېر و درې زره يويشت (۳۰۲۱) او د ټپيانو شمېر و څلور زره پينځه سوه اووه ( ۴۵۰۷) ته ورسېدئ.۱۱يقيناً دا يوازي د هغو مرگ ژوبلو شمېر دئ، چي د يوناما او مزدور رژيم د بشر د حقوقو د کميسيون له خوا ثبت سوي دي؛ ځکه د هغو ملکي کسانو شمار لږ نه دئ، چي د ايتلافي قواوو يا وسله والو مخالفينو په ړندو بريدو کي مړه يا ټپي سوي دي؛ خو نومونه يې تر اوسه په هيڅ دفتر او ديوان کي نه دي ليکل سوي. سربېره پر دې، دا ستر انساني ضايعات فقط د يوه کال په موده کي د دې ناروا او انساني ضد جگړې د قربانيانو اعداد او ارقام ښيي. نتيجه دا چي په دې استعماري تاړاک کي د افغان اولس د انساني ضايعاتو او مالي تاوانو دقيق او بشپړ تصوير يوازي هغه مهال تر گوتو کېدای سي، چي د ډيورنډ د آ غاړي پښتنو، په تېره بيا کړېدلو او مظلومو قبايلو مرگ ژوبلي او مالي تاوانونه هم ور سره ملگري سي؛ ځکه ټولو افغانانو او باخبره نړيوالو ته څرگنده ده، چي دې ظالمانه جنگ له چترال څخه تر کراچي پوري د ټولو کښته پښتنو پر مېنه هم سره اورونه بل کړي دي. ډرونونه يا د امريکايي استعمار د مرگ او وحشت ماشينونه هره ورځ د افغانستان په پښتني سيمو او د ډيورنډ د آ خوا په قبايلي سيمو کي خونړي ناتارونه زېږيي. د دې ړندو راکيټي بريدو له شامته د قبايلي سيمو اوسېدونکي، په تېره بيا کوچنيان او ښځي په دردناکو روحي ناروغييو او ذهني ناارامييو اخته سوي دي. عام خلگ اوس په اسمان کي د بې پيلوټه الوتکو د وحشتناکه ږغ له اروېدوڅخه هم په مرگ تراه کيي.۱۲زه نه پوهېږم، چي جنايت کول، تروريزم او وحشت خپرول نو ښکرونه لري که لکۍ ؟! اوباما او د هغه غربي متحدين دي اول د خپلو باپيلوټو او بې پيلوټو الوتکو په ړندو او ظالمانه بريدو کي د معصومو کوچنيانو، ښځو او زړو وحشيانه قتل عام او چنگيز ډوله ورانکارۍ په دقت وگوري، بيا دي د نړۍ و نورو ملتو ته د « انساندوستۍ »، « ډيموکراسۍ »، « د ښځو د حقوقو »، « عدالت »، « برابرۍ »، « قانونواکۍ » او« زغم » ليکچرونه ورکيي. گرانو لوستونکو به د تلوېزونو له لاري ليدلي يي، چي اوباما په زياترو تشريفاتي غونډو او مراسمو کي خپلي لوڼي په غېږ کي نيسي؛ او په دې توگه د يوه مهربان پلار اکټونه او پېښې کيي؛ خو يو ځل د هغو پلرو د سوځونکی درد د پوهېدو هڅه نه کيي، چي هره ورځ يې د ده د لوڼو په څېر تنکي او گلالي بچيان د يرغلگرو امريکايي او ايتلافي لښکرو په ناروا او ظالمانه بمبارييو کي په وينو لت پت کيږي؛ له يوه عالَم انساني ارمانو سره د ژوند تر پايه معيوب او معلول پاتيږي؛ او په راز راز روحي ناروغييو او ذهني ناخوالو اخته کيږي. دا خبري اوس پر افغانانو سربېره و ټول جهان ته څرگندي دي، چي ځيني پلرونه او مندي د ډرون بريدو له بيري نه يوازي خپل بچيان و بازييو او ساتېري، بلکي زده کړي او ښوونځی ته هم نه پرېږدي. غټان هم وتېرو خونړييو پېښو ته په پام سره، له دې وحشته په ودو، جنازو، عامو غونډو او ميټينگو کي و برخي اخيستني ته زړونه نه ښه کيي، چي د امريکا د انسان وژني ړانده ماشينونه د وسله والو مخالفينو گومان پر و نه کي. واقعيت دا دئ، چي امريکايي او ايتلافي لښکرو په وارو وارو د افغانستان په بېلابېلو ولايتو کي په رډو سترگو او بېساري باکۍ زموږ داسي معصوم کوچنيان په گولييو ويشتلي دي، چي يا په خپلو کلو او کوڅو کي په ساتېري او بازييو اخته وه يا يې د خپلو کورنييو د غريبۍ او بېچارگۍ په وجه دلته و هلته پېلوزی، لرگي يا خوشايي/ غوشايي ټولول. د نړۍ د بېنوا اولسو، په تېره بيا مظلومو پښتنو و سپيني ماڼۍ ته د اوباما تر رسېدو مخکي تصور کاوه، چي دا دردېدلی او کړېدلی تور پوستی به ډېر ژر د دوی د ناپايه دردو او غمو داستان هم پای ته ورسيي؛ خود هغه له بې مسووليته ډرون وژنو او يرغلگرو استعماري سياستو څخه اوس ټول خواتوري او نامېنده دي. حقيقت دا دئ، چي استعماري گټو د هغه په وجود کي د بشري وجدان او سالم قضاوت ريښې وچي کړي دي، که نه نو له څو کلونو راهيسي به د مظلومو پښتنو پر کور او کهول داسي ظالمانه او وحشيانه اورونه بل نه وای. له دې استدلال څخه دا نتيجه اخلو، چي د امريکايي پوځ دا عامه، پراخه او پرله پسې پښتون وژنه اوس تر بشري ضد يا جنگي جنايت هم پورته د ټولوژني يا جېنوسايډ و حد ته رسېدلې ده.
______
لمنليکونه
10 Seumas Milne, “Massacres are the inevitable result of foreign occupation”, guardian.co.uk, Tuesday13 March 2012: http://www.guardian.co.uk/commentisfree/2012/mar/13/massacres-result-of-foreign-occupation
11 ــــــــ, “Civilian casualties in the War in Afghanistan (2001–present)”, From Wikipedia, the free encyclopaedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Civilian_casualties_in_the_War_in_Afghanistan_(2001%E2%80%93present)#Civilian_and_overall_casualties_.282011.29
12 Rachel Maddow & Amna Nawaz, “Exclusive Video Shows Aftermath of US Drone Strike in Pakistan: Victims of secretive US drone strikes gain voice in Pakistani lawyer”, NBC News, Posted July 01, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article31749.htm
پاته په بله برخه کي