واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: افغانستان لا هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رسمي کاندید نه لري – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:
په داسې حال کې چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدانو رسمي نوم لیکنې ته له څو اونیو زیات وخت نه دی پاته، لا هم هیڅ کاندید په رسمي ډول خپل نوم نه دی ثبت کړی.
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې د جمهوري ریاست د کاندیدانو لیست باید د اکتوبر تر شپږمې پورې بشپړ شي او ډیسمبر میاست کې به انتخاباتي سیالۍ پیل شي.
واشنګټن پوسټ لیکي: په روانې اوونۍ کې خلک د افغانستان د سیاسي او قومي ډلو او شخصیتونو غونډو ته هیله من وو چې؛ یو واحد یا مشخص کاندید به ورڅخه راپورته شي.
ورځپاڼه لیکي: د افغانستان دوه زرو غښتلو کسانو وغوښتل چې؛ د دوي په وینا، یو ستر ایتلاف جوړ کړي. خو لکه څنګه چې ولیدل شول د دوي په غونډو کي له یو څو تنو پخوانیو جګړه مارانو پرته نور څوک په کي پاته نشول او هغه هیلې هم په اوبو لاهو شوې چې ګوندی تکنوکراتان او نوې څیرې به په دغو غونډو کي صحنې ته شي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه وړاندي لیکي: د افغانانو د نورو غونډو په څير، په دي غونډې کې هم ګډونوال د بحثونو په نیمایې کې ټول پورته شول او په عجلې سره د ډوډۍ خوړولو میز ته لاړل.
ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالې خبره راخیستي چې وایي، وضعه پیچلې او ګډه وډه ده، ټول پوهیږي چې دافغانستان سیاسي نظام باید بدل شي، د هیواد راتلونکي له خطر سره مخامخ ده ، خو تر اوسه د هیڅ کاندید نوم په رسمي ډول نه دی ذکر شوی.
واشنګټن پوست زیاتوي، له تخنیکي پلوه د انتخاباتو کارونه د خلکو له توقع پرته ډير سم پر مخ روان دي. خو له سیاسي پلوه او په رسمې ډول د کاندیدانو د نوم ثبتولو په کار کي یوه ستره خلا تر سترګو کیږي او دا اندیښنې یي پیداکړې چې دا انتخابات به هم د ۲۰۰۹ کال انتخاباتو په څیر شي او افغانستان به د بي باورۍ او بحران پر لور بوځي.
ورځپاڼه لیکي: د افغانستان لپاره انتخابات د مرګ او ژوند حیثیت لري او دا ځکه چې د جمهور رئیس حامد کرزي دوره ختمیږي او افغانستان د یوې نا معلومې سیاسي راتلونکې پر لور روان دی.
نیویارک تایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو د حملو د زیاتیدو له امله د پولیسو او افغان ځواکونو د هوایي ملاتړ د غوښتنې د اړتیا مساله څیړلې او په یوې برخې کې یي لیکي:
د کابل- هرات د لوې لارې په اوږدو کې افغان پولیس د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول او فشار ورباندې دومره زیات شو چې مجبور شول له آیساف څخه د هوایي ملاتړ مرسته وغواړي.
ورځپاڼې د هرات د ولایتي شوری د رئیس خبرې هم راخیستي چې وایي، افغان پولیس قربانۍ ورکوي او طالبان هڅه کوي چې په اخر وخت کې خپل زور وښیې او بیرته کوچنۍ جبهه یي جګړې