کور / تازه خبرونه / هلمند : د عامه اړيکو کارکوونکو ته روزنه ورکړل سوه

هلمند : د عامه اړيکو کارکوونکو ته روزنه ورکړل سوه

په هلمند كې د بيلابيلوادارود عامه اړيكوكاركوونكوته پيل شوى پنځه ورځنى وركشاپ پاى ته ورسيد.
دغه وركشاپ چې د ولايتي بيا رغونې دلې په مرسته د تيرې يكشنبې په ورځ پيل شود پنجشنبې ترورځې يې دوام درلود پكې شاواخوا ۱۷ تنود بيلابيلوادارود عامه اړيكوكاركوونكوگډون درلود چې په لړكې يې گډونوالوته د خبر ليكلو ويډيو او نورو بيلابيلو برخو كې د بهرنيوښوونكولخوا روزنه وركړل شوه.
ددې وركشاپ د پاى ته رسيدوپه غونډه كې د هلمند والي الحاج محمد نعيم له ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې څخه مننه وكړه چې نه يوازې اوس مهال بلكې وړاندې يې هم دې ته ورته بيلابيل پروگرامونه په لاره اچولي دي.
هغه د رسنيوپه اهميت هم خبرې وكړې اوزياته يې كړه چې اوس مهال رسنيود دموكراسى په پلي كولواوهمدا رازد حقايقوپه راپورته كولوكې ترډيره كاركړى اوبايد دا هڅې همداسې ژوندى وساتل شي.
د هلمند والي له رسنيواود رسنيوله استازو وغوښتل چې د رسنيوله قانون سره سم اود ملي گټوپه پام كې نيولوسره خپلې دندې پرمخ بوزي اوپه خپلواكه توگه خپلو فعاليتونو ته پراختيا وركړي.
وروسته ددې وركشاپ ځينوگډوانوال هم لنډې خبرې وكړې اوزياته يې كړه چې دوى په دې وركشاپ كې ترډيره هغه تجربې ترلاسه كړې چې وړاندې يې په دې برخه كې كافي معلومات نه درلودل،د دوى په وينا چې له دې تجربوڅخه به په كاري ساحه پوره گټه پورته اوپه مسلكي توگه به د عامه اړيكوچارې پرمخ بوزي.
دوى له مرسته كوونكووغوښتل چې په دې ولايت كې د خبريالانواود عامه اړيكود كاركوونكولپاره نورورته پروگرامونه هم په لاره واچوي ترڅوپه مسلكي برخه كې يې په وړاندې شته ستونزې راكمې شي.