کور / سياسي / د۱۳۹۳ په ټولټاکنو کې د ملي پوليسو لوړ امنيتي مسوليت

د۱۳۹۳ په ټولټاکنو کې د ملي پوليسو لوړ امنيتي مسوليت

بسم الله الرحمن الرحيم – ټولټاکنې په يوه هېواد کې هماغومره ضروري او اړينې دي لکه سوله چې ضروري او اړينه ده . که په دقيق ډول يې ووايو د سولې ضرورت اصلا ددې لپاره دی او وي چې ټولټاکنې پکې رڼې او په ازاده ډادمنه فضا کې ترسره شي . يو ملت د ټولټاکنو له لارې کولای شي خپل برخليک ته په هر ډول يې چې وغواړي هر
وخت او په هره سيالۍ کې بدلون ورکړي،يعنې کولای شي پرته له جنګ ، شدت
او بربادۍ څخه په سوله ييزه فضا کې خپلې غوښتنې يا د خپلو غوښتنو مثبت ځوابونه تر لاسه کړي د ټولټاکنو له لارې په داسې بڼه يو ملت کولای شي چې خپله په خپل ځان واکمن شي او حکومت رامنځ ته کړي چې د يوه ملي ارمان لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي خپل قضاوت په خپله وکړي او د چا د درواغجنو تبليغاتو ښکار نه شي ، داسې شخص د خپلو رايو پر مټ پر خپلو واکونو واکمن کړي چې د ملت ټول حقوق پر ځای او د ملت له کاري واکونو څخه په وړ او مناسبو ځايونو کې کار واخلي او هېواد د بريا او روښنايۍ په لور رهبري کړي .

يوازې د جنګ او وژنو له لارې د بشر په تاريخ کې کله هم نه دي پېښ شوي او يا ندي تکرار شوي چې يو نظام دې تر ډېره عمره پورې بريالی پايېدلئ وي.ځکه چې هر وخت د شنې کرې په هره برخه کې په جنګونو او جنګي حکومتونو او دولتونو کې د يوه ملت ډېر کم وګړي د يوې ډلې يا ګوند په بڼه غواړي چې خپلې غوښتنې او سستمونه پر ټول ملت ومني او ځانونه د ملت د صلاحيتونو او مسوليتونو ميراتخواره ګڼي او د ملت هر فرياد په هغو غوږونو اوري او د ملت هره غوښتنه په هغه ډول مني چې د دوی له سستم سره ټکر ونلري .

په هغو دولتونو کې چې حکومتونه د ازادو رايو له لارې پکې ټاکل کيږي او يا منځ ته راځي ، د يوه ملت نږدې د ټولو وګړيو رايې او غوښتنې موجودې وي که د يوه ملت او هېواد وګړي ټول دغه ستر بشري واک ((ټولټاکنې)) پر خپل ټاکلي وخت په ښه او قانوني ډول سره وکاروي ليرې به نه وي چې ډېر زر به د بريا پر بام ودريږي .

خو دا ‌ډول ټولټاکنې تر هر څه زيات يوه ډاډمن امنيت ته اړتيا لري تر څو هر څوک په خپله خوښه او خلاصو تڼيو وکولای شي د خپلې خوښې کانديد ته کار وکړي او رايه ورکړي.
نو کله چې ډاډمنې او شفافې ټاکنې يوه نورمال حالت ته اړتيا لري چې په هغې کې ( عامه نظم ) او ( عامه امن) دواړه پر خپل ځای ټينګ او غښتلي وي ، ټولو امنيتي ارګانونو په ځانګړي ډول د کورنيو چارو د وزارت منسوبينو (ملي پوليسو) ته چې په هغې کې افسر ، ساتنمن ، او ساتونکی شامل دي ، د ملت د هيلو او اميد سترګې ور اوړي . ځکه چې ملي پوليس د وګړيو د ژوند په ټولو مسايلو کې له يوې قانوني لارې څخه د مداخلې حق لري نو د ټاکنو په پروسه کې هم حق ده چې دوی له خپل لوړ تکتيک سره مداخله وکړي او يوه ډاډمنه زمينه مساعده کړي تر څو ټولټاکنې په برياليتوب سره ترسره شي.

ملي پوليس بايد ټولټاکنو ته د تياري په موخه داسې کاري او غښتلي امنيتي پلانونه او تدابير پلي کړي ، داسې لوړ ملی سپېڅلی امنيتي مسوليت بايد تر سره کړی چې ټول ملت ځان ته جلب او شاته يې د ننګې لپاره ورسره ودريږي.
بيا نوانشاالله هر څوک کولای شي په ښکليې امنيتي فضا کې رايې ورکړي او رنګول شوي ګوتې يې غوڅې نه شي .

له نېکه مرغه که سړی د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي پوليسو دندې ،لاسته راوړنې او تجهيزات په نظر کې ونيسي نو پوهيږي چې انشاالله ملي پوليس اوس د برياليو او دقيقو پلانونو ، روزل شويو منسوبينو او غښتليو تجهيزاتو په لرلو سره کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره له دغې لويې ملي عهدې څخه ووزي . لوړ کشفي ، اوپراتيفي او امنيتي ګامونه پورته کړي تر څو خپل ملت ، او همدا راز ګاونډيو او نړيوالو دولتونو او حکومتونو ته دا اطمنان ورکړي او دا ثابته کړي چې په ريښتيا هم دلته يو نظام شتون لري ، او هېڅوک نشي کولای چې په خپله خوښه زموږ په سياسي غوښتنو کې لاس ووهي او زموږ په کورنيو مسايلو کې مداخله وکړي خو دغه ارمان ته رسېدنه په هغه وخت کې حقيقت ثابېتېدلای شي چې د ټاکنو تر ورځې پورې د پوليسو ارګانونه خپل کشفي فعاليتونه پداسې مناسبه او لوړه کچه پر مخ بوځي چې د ټاکنو پر ورځ (امني) پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو ته چې د (عامه نظم ) او (عامه امن) د ساتلو مخامخ دنده او مسوليت په غاړه لري د حالاتو يوه مفصله او دقيقه ارزيابي وسپاري تر څو هر ورانونکی او شر جوړونکی پلان او دسيسه د هر چا لخوا چې وي په خپل لومړني مکان او زمان کې شنډ او له منځه يوړل شي او مخه يې ونيول شي . د ملت هر وګړي ته موقع ورکړل شي چې په خورا ډاډمن او ازاد ډول د هېواد يوه وړ او برجسته بچي ته د ملت د برخليک د ټاکلو واک وروسپاري .

الله ج دې موږ د يوه وړ او برجسته ولسمشر څښتنان کړي – امين