کور / تازه خبرونه / کندهار : ملي پيوستون ٥ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي کړې

کندهار : ملي پيوستون ٥ پروژې ګټي اخستني ته وړاندي کړې

د ملي پيوستون پروګرام يا (NSP) د تېر په څېر دا ځل په کندهار کي پنځه پروژې ګټي اخستني ته وسپارلې.
يادي پروژې د کندهار ولايت په پنجوايي او معروف اولسواليو کي د ملي پيوستون په درېيم پړاو کي پيل سوي او کار ئې بشپړ او د ګټي اخستني په موخه اړونده مسئولينو ته وسپارل سوې .
يادي پروژې د يادو اولسواليو د محمدزای، حاجی غفارشاه، حبیب الله او باریورسلېمانزی په کلیو كي ګټي اخستنتي ته وړاندي سوې .
د پروژو لګښت چي د افغانستان د کليو او پراختيا وزارت ، د نړۍ وال بانک او د خلکو په ١٠ فيصده ونډي سره سرته رسېدلى او ټول ٤٨٢٧٥٨٧ افغانۍ کېږي، سوى.
د يادو پروژې د مسئول ښاغلي انجنېر تېمورشاه ايوبي په وينا چي د يادو پروژو څخه شاوخوا (٨٧٩) کورنۍ دم ګړى ګټه اخلي.
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي د ياد پروګرام مسئولينو په روزګان ولايت کي د خپلو ٢٨ لويو او وړو پروژو د ګټي اخستني خبر ورکړى وو.
د دې پروګرام د پلي کېدو غوښتنه د افغانستان د اولسمشر حامدکرزي له خوا د بن په کنفرانس کي سوې چي د هغه وخت څخه پيل او تر اوسه دوام لري چي دوه پړاوه ئې بشپړ کړى او درېيم ئې اوس روان دئ.