اسلام اباد بي بي سي دخبر له مخې د بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې څو اوونۍ وړاندې د افغان کونسلګرۍ د تښتول شوي مامور محمد هاشم پوپل عبرت نژدې ملګرو وویل چې هغه را خوشي شوی دی.د ده کورنۍ او نژدې ملګرو د خوشي کېدا نور جزییات نه لرل چې په څه ډول او شرایطو خوشي شوی دی.د اګست په ۱۶ مه نېټه د ښاغلي پوپل د کورنۍ یوه غړي ویلي و چې وسله والو طالبانو د کندهار له زندانه د خپلو درو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.ښاغلی هاشم د جولای د میاشتې په وروستیوکې له کوټې نا څرګندو وسله والو تښتولی و.هغه وخت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو د هغه د موندلو غوښتنه کړې وه.د افغان سفارت ویاند شمس زردشت ته د جولای په پای کې ویلي و چې دوی د پاکستان مرکزي حکومت او کوټه کې د کونسلګرۍ د بلوچستان له حکومت سره تماس نیولی او له هغوی یې د لا درکه شوي چارواکي په پیدا کولو کې د هڅو غوښتنه کړې ده.افغان ویاند دا هم ویلي و چې پاکستان ډاد ورکړی چې د دغه افغان مامور په موندلو کې یې خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.ښاغلی پوپل له کوره د کونسلګرۍ پر لور روان و، چې تري تم شو.تر اوسه پاکستاني پولیسو او یا افغان حکومت په رسمي توګه د ښاغلي پوپل د خوشي کېدا په باب څه نه دي ويلي.د وسله والو طالبانو په ګډون کومې غاړې هم د هغه د تښتولو مسوولیت په ښکاره و نه مانه.