لا وړه وم ، دژوند له ډېرو ترخو او خوږو نه ناخبره وم ، طالبانو په کابل کې له خپله راتګه سره سم ډاکتر نجیب الله او دهغه ورور ووژل . زما ماما به همېشه دا خبره کوله چې ډاکتر نجیب الله نه مري او هغه به همېشه ژوندی وي .
ما چې به هر څومره هڅه وکړه داسوال مي نشو ځوابولای چې انسان مړ هم شي نو بیا څنګه ژوندی پاتېږي ؟
همېشه به مي ماما ته دشک په سترګه کتل چې دومري لوی سړی دی او بیا هم دروغ وايي . خو هغه دروغ نه بلکي ډېر ژور رښتیا ویل چې زه نه ورباندي پوهېدمه .
استادانو به مي ویل چې هیڅ وخت دشخصیت وژنې فکر هم ونه کړئ ،ماته به همېشه پر دا خبره خندا راتله چې موږ (جینکۍ) به څنګه شخصیت وژنو ؟
ځکه ماداسي انګېرله چې ښځه خو هسي هم مرګ نشي کولای بیا یو شخصیت څنګه وژلای شي . خو اوس وپوهېدم چې داشخاصو په وژلو کې تر هرچا جینکۍ یا نجونو ته ورته ښځینه صفته انسانان لوی لاس لري .
ځیني کسان دافغانستان درسنیو په پراخ او بې قانونه بازار کې راروان دي او هر څومره وسه چې کېږي داشخاصو دوژلو هڅه کوي . خیني بیا په اشخاصو کې ټارګټ کلینګ یا هدفي وژنې کوي . یا په بل عبارت دوژنو هڅه کوي ،خو ضروري نه ده چې دغه ټول قاتلان دي بریالي شي ، البته دا هم هیڅ عجبه نه ده چې ځیني دي په خپلو دې کړنو بریالي هم نشي .
زه دلته دشخصیت وژنې دیوه بریالي قاتل بېلګه ورکوم ،چې دیوه ژوندي څیراغ دوژنې هر اړخیزه هڅه یې وکړه .
هغه وتوانېدو چې په خپل ټول توان سره دافغانستان ،سیمي او نړۍ یوه سیاسي ، ټولنیزه او کلتوري څېره ووژني . داسي یې ووژني چې بېلګه یې تر اوسه نه ده ترسترګو شوې .
زه په هالنډ کې دافغانستان د پخواني جمهور ريس لومړی مرستيال ، د افغانستان دپلار وطني ملي جبهې دريس، دعلمي ، ملي ، سياسي او ټولنیز شخصيت عبدالرحيم هاتف صیب خبره کوم چې د ۱۳۹۲ کال د اسد پر اته ويشتمه نېټه ( ۲۰۱۳ اګست ۱۹) د هالنډ د Alphen aan den Rijn په ښار کي په خپل کور کي په ناڅاپي توګه په حق ورسيدئ .
دهغه دناڅاپي مړیني خبر په افغان رسنیو او له رسنیو بهر په ټولنه کې ډېر په زغرده خپور شو . ډېر خلک ورباندي خوابدي شول چې داسي یوه څېره له دې نړۍ وکوچېده چې هیواد او هیواد وال یې نه یوازي غمجن کړل بلکه نه جبرانېدونکی زیان ورواوښتو.
زما او ماته ورته دډېرو افغانانو هیله داوه چې دهاتف صیب جنازه به افغانستان ته راوړل شي او دلته به یې په خپله خاوره کې خاورو ته وسپارل شي ، زیارت به ورباندي جوړ وي او خلک به يې زيارت ته ورځي ، ځکه دا یوه داسي يوه ټولنيزه او سياسي څېره وه چې نه يوازي يې دخپل وخت په لویه واکمني کې د بډو ، اداري فساد او ورته نورو بلاوو څخه ځان ساتلی وو بلکي د ډاکټر نجيب الله تر استعفا وروسته يې د مرګ خطر ومانه خو تر پايه يې د جنګسالارانو ډلي ته د قدرت د تسليميدو پر پاڼه لاسليک ونکړ .
هغه دمسافرئ او غربت بدي ورځي په بهر کې تېرولې او د هیواد داوسنیو واکمنو په څېر یې دماڼیو او پیسو دراغونډولو شوق نه لاره بلکي له خپله فکره سره سم یې دخپلو خلکو او خاوري خدمت وکړ چي وروستی کتاب يې ايله د ژوند په وروستيو ورځو کي چاپ ته چمتو کړی و.ځکه زه وايم چې پر داسي خلکو چې هغه له هرګوند ، هري ډلي ، هري ژبي او هر کلتور سره تړلي وي د خپل هيواد په غېږه کي دزیارت جوړولو وړ دي خو له بده مرغه د ارواښاد هاتف سره داسي ونه شول ،هغه په هالنډ کې خاورو ته وسپارل شو ، په داسي یوه هیواد کې خښ کړل شو چې هدیره یې د قرارداد پر اساس تر ټاکلي وخته پوري مړی ساتي او د هغې مودې تر پوره کېدو وروسته یې قبر او مزار دهمېشه لپاره دځمکي له کُرې څخه ورکېږي.
زما په اند داسي یوکس په یوه داسي سیمه کې خښول دهغه دشخصیت دوژنې په معنا ده .
که تر دې هم ورتېر شو او وګورو چې ښايي دهاتف صیب کورنۍ به دا امکانات نه لرل چې خپل مړی تر افغانستان پوري ورسوي ،نو بیا خو دغې کورنۍ یوه بله داسي ستره جفا کړې ده چې دا عمل فکر کوم په پښتنو کې دبخښلو وړنه دی .
ددې لیکنې تر لیکلو وړاندي مي په لندن کې له مېشتو ځينو افغانانو سره خبري وکړې چې دهاتف صیب دجنازې او دهغه د فاتحې دمراسمو په تړاو معلومات راکړي ،خو هغوی څه عجبه غونديخبرې کولې .
دوی وویل:
«دهاتف صیب جنازه خو نه ده شوې ، یاکه شوې وي نو ددوی دکورنۍ غړو په خپل مینځ کې کړې ده او هیڅ افغان ته یې اجازه نه ده ورکړې چې ددغه لوی شخصیت دجنازې مراسم وويني چي په دې توګه يې د کورنۍ د غړو پرته بل چا مړی ونشو ليدئ .»
زما لپاره دا خبره دمنلو وړنه وه ،خو چې کله مي په لر اوبر ویبپاڼه کې دهاتف صیب د جنازې دمراسمو ټول حال او احوال ولوستو نو راته معلومه شوه چې لندن مېشتو رښتیا خبره کړې ده .
لر اوبر ویب پاڼې لیکلي دي چې دعبدالرحیم هاتف صیب جنازه د ۱۳۹۲ د سنبلې پر دوهمه ( ۲۴ اګست ۲۰۱۳) د الفن اندر راين په ښار کي په داسي حال کي خاورو ته وسپارله سوه چي دکورنۍ غړو یې هیچاته دګډون اجازه نه ده ورکړې .
زه دلته دهاتف صیب پر علم ،پوهه ، شخصیت او لوی واله خبري نه کوم ،ځکه دهغه پر شخصیت ډېرو عالمانو ډېر څه لیکلي دي، هغه کسان چې موږ یې لیدو ته هوسېږو ،موږ ته دوی دهیواد منلې او لوړې څېرې دي،لکه عبدالباري جهاني، محمدمعصوم هوتک،محمد امين باوري، نجيب احمدزی ، وليعبدالله او داسي نور ، خو زه دلته دهغه پر «مړو» اولادونو خبره کوم چې دهاتف صیب دشخصیت په ترورو کې يې ښايي رول لوبولی وي .
دشکر ځای دادی چې زموږ اکثره مخورو ولس ته دومري کار او خدمت کړی وي ، چې د دوی نومونه د تل لپاره ژوندي پاتې کېږي .
البته له بله اړخه ددغو مشرانو پر ټغرونو کله کله داسياولادونه هم پاتېږي چې له یوې خوا خو دخپل پلار هغه عزت ، پت او هغه درنښت نشي ساتلای چې ټولنې ورته ورکړی وي، له بلي خوا دهغوی په مړینه داسي پرېکړي کوې چې زیان یې یوازي ددوی نه بلکه ټولنې ، افغانستان او آن چي سيمي ته رسيږي .
په کار خو دا وو چې ددغه علمياو ستر شخصیت دکورنۍ غړو په ځانګړې توګه اولادونو، لوڼو او نژدې دوستانو داسي یوه پرېکړه او فیلصه کړې وای چې ددغه درانه مشر جنازه يې خپل ګران هيواد ته لېږدولې وای، دا چي دوی د نامالومو دلايلو پر بنسټ په پردي وطن کې دخښيدو پريکړه کړي ، خیر که یې دا کار کولو کړی یې وای ؛ ولي ددې حق خو یې نه لرلو چې مړی هم پټ کړې ،اوس چاته معلومه ده چې دا علمي څېره وژل شوې او که په خدایي مرګ مړه شوې ده ؟
ددوی له کړنو خو داسي ښکاري چي دوی نه غوښتل خلک د ارواښاد هاتف صاحب مړی وويني ،ځکه هغه اولادونه چې دپلرونو دشخصیت وژنې هڅه کولای شي ، هغوی ددغو اشخاصو پر وژلو هم فکر نه کوي .
د ارواښاد هاتف صاحب په اړه نور ډېر څه پر دې پته ولولئ http://www.larawbar.net/37662.html
په درنښت
ستاسو خور
زرغونه فریال
خپل نظر راسره شریک کړئ
zarghonafaryal@yahoo.com