کور / تازه خبرونه / دپاکستان حکومت له طالبانو سره خبرې پېل کړي

دپاکستان حکومت له طالبانو سره خبرې پېل کړي

اسلام اباد:دپاکستان يوچارواکي دنوم نه ښودو پرشرط د بي بي سي اردو څانگې ته څرگنده کړې چې د پاکستان حکومت دپاکستان دطالبانوله تحريک سره خبرې پېل کړي دي اوترې گټه هم پېل شوې دپاکستان دطالبانوتحريک هم ددلومړنيواړيکو نيول کېدل منلي دي دچارواکي پرخبره له خبرو پټ ځاى (هوم ورک)چمتو شوې وواودامريکاپه بريد کې دطالبانو ددويم مشرولي الرحمان وژنې له امله دوه اړخيزو خبرو ته چې څومره تاوان رسېدلى وواوس هغه اغېزلرې شوې دغه چارواکى وايي چې طالبان به فرقه اييزبريدونه نه کوي ،دالقاعدې او لښکرجنهگوي په څېرگوندو سره اړيکي پرې کوي له بله پلوه دپاکستان جمعيت العلما(ف)مشرمولانافضل الرحمان له لومړي وزيرنوازشريف سره کتلي او له طالبانوسره د خبرودپېل ډاډيې ورکړي مولانا مشرمولانافضل الرحمان په يوې مرکې کې څرگنده کړې چې له طالبانو سره خبرو لپاره حکومت اواسټبلشمټ (پوځ اوملي امنيت) يوه خوله شوي