کور / تازه خبرونه / كندهار: ماين چاودني د ٦ مياشتني ماشوم مور او پلار ووژل

كندهار: ماين چاودني د ٦ مياشتني ماشوم مور او پلار ووژل

نن سهار د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالي کي د ماين په چاودنه كي خاوند او مېرمن يې وژل سوي او ددوى ٦ مياشتنى ماشوم ژوندى پاته سوى دى.
دغه پېښه نن سهار لس بجې د يادي ولسوالۍ د خال بلاغ په سيمه کي هغه مهال وسوه، کله، چي د ملکي خلکو د سپرلۍ موټر پر ښخ سوي ماين وربرابر سو.
په دغه پېښه کي د خاوند او مېرمني ترڅنګ د ياد موټر چلوونکى هم وژل سوى او شپږ مياشتنى ماشوم چي پر لاس زخمي سوى وو، د ملي پوليسو لخوا روغتون ته انتقال سوى دى.
چارواكو طالبان ددغه ماين پر ښخولو تورن کړل خو وسله والو طالبانو تر اوسه د يادي پېښي په اړه څه ندي ويلي .