اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې په قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان کې وسله والو د پوځيانو پر يوې اډې بريد کړی چې له امله يې پنځه کسه وژل شوي دي.د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي په بريد کې يو پوځي او د يو ځانمرګي بريدګر په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.چارواکي وايي د شپې مهال څلورو وسله والو په سراروغه سيمه کې د پوځيانو پر یوې اډې بريد وکړ، خو پوځيانو يې پر وخت ځواب ورکړ او درې وسله وال يې ووژل.دوی وايي څلورم کس چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي و، خپل ځان والوځاوه.امنيتي سرچينې وايي په دغه چاودنه کې يو پوځي وژل شوی او د درې وسله والو جسدونه له امنيتي ځواکونو سره دي.ځايي اوسېدونکي وايي د شپې شاوخوا درې بجې وې چې د چاودنې او ډزو غږونه واورېدل شول او داسې ښکاري چې بريدګرو سپکې او درنې وسلې کارولې دي.سراروغه د لدها سيمې يوه علاقه داري ده او تر ډېره دغلته مسيد قبايل اوسېږي