کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د مسلخ ودانۍ ګټي اختستني ته وړاندي سوه

په کندهار کي د مسلخ ودانۍ ګټي اختستني ته وړاندي سوه

په کندهار ولایت کي مسلخ او د څارویو د خرڅلاو لپاره ګنج ګټي اخیستني ته اماده او د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا او کندهار ښاروال عمر عمر لخوا نن رسمآ افتتاح سول.

دغه مسلخ او د څارویو د خرڅلاو سراي یا ګنج د کندهار ولایت په کوتل مرچه سیمه کي د دوه لکه دیرش زره امریکایي ډالرو په لګښت په پنځوس جریبه مځکه کي د کندهار ښاروالۍ لخوا جوړ سوي دي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توریالي ویسا په ورته وخت کي خبریالانو ته په خبرو کي وویل چي دغه مسلخ او د څارویو د خرڅلاو په سراي کي به د شرعي او اسلامي اصولو مطابق د څارویو د حلالېدو لپاره استفاده کيږي او خلک به په ارامه او پاکه فضا کي خپل څاروي حلالوي او تر ښار او ښاریانو پوري به یې په سمه توګه رسوي.

ښاغلي ویسا زیاته کړه چي اوسمهال په ښار کي مسلخ وجود نه لري او د څارویو د خرڅلاو په زاړه سرای کي هیڅ نظافت نه دی مراعت سوی او هغه امکانات چي باید په دې برخه کي وای هیڅ پام نه دۍ ورته سوى نو په همدې خاطر د ښاروالۍ په مرسته یې دغه سلاخانه او د څارويو د خرڅلاو سراي یا ګنج د خلکو د ستونزو د حل په موخه جوړ کړل.

کندهار ښاروال عمر عمر د مسلخ د افتتاح کولو پر مهال خبریالانو ته په خبرو کي وویل چي دغه مسلخ په نوي او عصري شکل جوړ سوى او د اوبو زخیره، د خوراکي موادو سیستم او نور هغه څه چي ضرورت یې سته پکښي موجود دي.

نوموړي د څارویو د زاړه ګنچ د انتقال په اړه وویل چي د شلو ورځو په شاوخوا کي به یاد ګنج دلته را انتقال سي او د اصولو مطابق به ټول کسان د نوي مسلخ او ګنج څخه ګټه واخلي.

هغه دغه راز وویل چي نوې مسلخ لپاره یې د صحت عامې لخوا څخه هم یو ټیم ټاکلی چي ټولي غوښي او د مسلخ چاپیریال ته په کتو سره به خلکو ته اجازه ورکوي چي غوښي تر ښار او ښاریانو پوري راورسوي