کور / تازه خبرونه / اکبر بای : دوستم غل ، ظالم او ملي خاین دی.

اکبر بای : دوستم غل ، ظالم او ملي خاین دی.

دافغانستان دترک تبارانو د اتحادی مشر اکبر بای نن په غازي لوبغالي کې دسولې ملي جرګې غونډې ته په لوړ اواز وویل چې دازبکو ملیشو مشر جنرال دوستم دافغانستان دښمن دی او ددی خاوری ملي خاین ګڼل کیږي، هغه وویل حکومت ددی غم ونه خوړ او دوستم یې محاکمې ته کش نه کړل. دا ډول دافغانستان دعدالت او ترقۍ ګوند مشر مولوي عبدالباقي کوهستاني بیا پر جنرال دوستم په همدغه غونډه کې زیاتې نیوکې وکړې په جګ غږ وویل ” جنرال دوستم يو ظالم ، وحشي او بدکار انسان دی چې هیڅوک یې نه بخښي” هغه په ولسمشر کرزي انتقاد وکړ چې د جنرال دوستم دنیولو او محاکمه کولو کې پاتې راغلی او نوموړي ته یې هیڅ ندي ویلي.
جنرال عبدالرشید دوستم نیږدې څو میاشتې وړاندې په کابل دترک تبارانو د اتحادی مشر اکبر بای په کور پداسې حال کې چپاوو کړی وو چې د پولیسو په وینا د نشې په حال کې وه هغه اکبر بای ، میرمن او یوی لور ته یې لاس اچولی وو.
چې بیا وروسته پولیسو د جنرال دوستم کور تر محاصری لاندی راووست، لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ان دی له خپل دندی یعنی وسلوالو ځواکونو لوی درستیزوال څوکۍ ورته تعطیل کړی وه.