اسلام اباد :پژواک دخبرله مخې : ولسمشر حامد کرزی وايي، چې په افغانستان او پاکستان کې سوله او ټيکاو په ګډې همکارۍ راتلای شی.ولسمشر حامدکرزي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير ميا محمد نوازشريف سره تر دوه ساعته خبرو وروسته يوې ګډې خبري غونډې ته وکړې.هغه زياته کړه، چې د افغانستان او پاکستان له ګډې همکارۍ پرته نه په افغانستان او نه هم په پاکستان کې سوله او ثبات راتلای شي.کرزي د پاکستان له لومړي وزيره وغوښتل، چې په ګډه له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي.نوموړي چې خبريالانو ته يې خبرې کولې وويل، د پاکستان له لومړي وزير سره يې پر ټولو ستونزو خبرې کړې دي.هغه هيله وښوده، چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره په ګډه کار وکړي او پاکستان د افغانستان د سولې د عالي شورا او افغان طالبانو تر منځ د خبرو زمينه برابره کړي.د نوموړي په وينا، له پاکستاني پلاوي سره يې د اقتصادي همکاريو پر زياتولو هم خبرې کړې دي.په ياده خبري ناسته کې خبريالانو ته د پوښتنو وخت ور نه کړل شو.د پاکستان لومړي وزير نوازشريف هم وويل، چې د افغانستان د سولې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او تر خپلې وسې به ورسره مرسته وکړي.نواز شريف وويل، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان لپاره سخت کلونه وي، خو زياته يې کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات ته هيله من دى.هغه زياته کړه، د افغانستان د ولسمشر په راتګ خوښ دى، ده وويل، چې هېواد يې با امنه او با ثبات افغانستان غواړي.د پاکستان لومړي وزير هيله څرګنده کړه، چې د ولسمشر کرزي اوسنى سفر به مثبتې پايلې ولري او په دې سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي.د کرزي او نواز شريف تر منځ دوه په دوه خبرو وروسته د دوواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ تفصيلي خبرې وشوې، په خبرو کې د پاکستان له خوا ميا نوازشريف، د ماليې وزير اسحاق ډار، د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز، د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او د بهرنيو چارو سلاکار ګډون درلود.دغه راز په افغان پلاوي کې ولسمشر کرزى، د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي او د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني شامل وو.ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزى د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.پاکستان ته په تېرو يوولسو کلونو کې د ولسمشر کرزي دغه شلم سفر و.