کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزى اسلام اباد ته راورسېد

ولسمشر کرزى اسلام اباد ته راورسېد

کابل ، اسلام اباد : ولسمشر حامدکرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار اسلام اباد ته ورسېد.په هوايي ډګر کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د ولسمشر هرکلى وکړ.په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس وويل ، چې ولسمشر حامد کرزى له رسېدو سره سم د لومړي وزير ميا نواز شريف دفتر ته ځي، له هغه سره به دوه په دوه خبرې وکړي او وروسته به ددواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ رسمي خبرې وشي.د هغه په وينا، ولسمشر حامد کرزى به په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي، چې په ١٦ جريبه ځمکه کې جوړېږي.شمس وويل، چې تر غرمې وروسته به ولسمشر او ورسره پلاوى به يې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري او مازيګر به بېرته د کابل پر لور روان شي.د هغه د معلوماتو له مخې، ددې سفر په پاى کې به ګډه اعلاميه هم خپره شي.بلخوا له ارګ خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به اسلام اباد ته په خپل دغه يو ورځني رسمي سفرکې د پاکستان له لومړي وزير ميا نواز شريف اود دغه هېواد له ولسمشر سره په جلا جلا ډول وګوري ، د ترهګرۍ او افراطيت پرخلاف د جدي مبارزې، د سولې د بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په باب به ورسره خبرې وکړي.ولسمشر حامد کرزي ته ددې سفر بلنه د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف ورکړې وه، خو ولسمشر ويلي و ، چې سفر به هغه مهال وکړي، چې مثبتې پايلې ولري.د دې سفر پر اېجنډا د خبرو اترو او ولسمشر ته د رسمي بلنې ورکولو په موخه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز څه موده مخکې کابل ته سفر کړى وله ولسمشر حامدکرزي سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي، د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، ددې شورا ددارالانشاء مشر معصوم ستانکزى،د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي، د ولسمشر د دفتر رييس کريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي هم ملتيا کوي.د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون اسلام اباد ته رسيدلى او ددې سفر پر ايجنډا يې له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې دي اسلام اباد ته له رسېدو وروسته اوس له لومړي وزير نواز شريف سره په خبرو بوخت دی.ښاغلی کرزی او لومړی وزير نواز شريف به له غونډې وروسته اعلاميې خپرې کړي.له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې افغان او پاکستاني مشران به په افغانستان کې د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي اړيکو په اړه وغږېږي.که څه هم ولسمشر کرزي ويلي دي چې پاکستان ته يې پخواني ۱۹ سفرونه هغومره ګټور نه و، چې تمه يې کوله، خو ويې ويل چې د دواړو هېوادو ترمنځ اړيکې بايد وساتل شي.د پاکستاني سرچینو له قوله ويلي، چې د ولسمشر کرزي د سفر یو هدف دا دی چې د “ګټورو خبرو” بهیر پرمخ بوځي.راپورونه وايي چې په دغو دوه اړخيزو خبرو کې به دواړه غاړې په سیمه کې د راتلونکي وضعیت او دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا غور وکړي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، لومړي وزیر نواز شریف دوه ځلې له حامد کرزي سره پر تلیفون خبرې کړې دي:د ښاغلي کرزي سفر به د اړیکو پیاوړي کولو روانوهڅوته یو قوي حرکت ورکړي ا و د دواړو هېوادونو مشران به په سیمه کې د تلپاتې سولې، امنیت، ثبات او ګډو هڅو زیاتولو پر سر وغږېږي”.سرچینې د پاکستان د لومړي وزیر له خولې ویلي، چې نوموړی د یوه خوشحاله او خوندي ګاونډي هېواد لپاره هیله لري.په ننني سفر کې به ولسمشر کرزی له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداری سره هم لیدنه ولري خو دغه کتنه به یې ډیره تشریفاتي بڼه ولري او خبریالانو ته به په کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي