ليکوال او څېړونکى مطيع الله روهيال د کندهار د پوهني د رئيس په حيث ټاکل سوى دئ.
نوموړى په داسي حال کي دغه نوې چاره پر غاړه اخلي چي پر رياست يې له ډېره وخته نيوکي کېدې چي اداري ګډوډۍ پکښې او فعاليت يې يوازي د ښار تر څو مکتبونو پوري محدود دئ.
ښاغلى روهيال د کندهار په ځوانانو کي پېژندل سوى فرهنګى ځوان دئ، چي تر دې دمخه يې کلونه د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کي رسمي دنده ترسره کړې او د کندهار مجلې د مسول مدير په حيث يې کار کړى دئ. نوموړى د علامه رشاد خپرندويه ټولني موسس دئ چي تر اوسه يې په لسګونو کتابونه چاپ کړي دي.