کور / ترخې خبري / فحشا او انتحار

فحشا او انتحار

په نړۍ کښي تقریباً نهه څلوېشت(49)اسلامي هیوادونه سته چي ددنیا 23% فیصده نفوس جوړوي. دا ټکل له مخي په نړۍ کښي 1.62 بیلیونه مسلمانان ژوند کوي. سعودي عربستا ن دماهیت په لحاظ د اسلام د سپیڅلي دین مرکزبلل کیږي چي هر کال په میلیونونومسلما نان د کعبې شریفي د زیارت کولو لپاره حج ته ورځي. له بله پلوه تر ټولو لویه دیني مدرسه او د فتوی صادرولو معتبره ځا ی، د ا لازهر دیني مدرسه ده خو د اسلام ټیکه داران په پاکستان کښي عملاً ترهر ځای زیا ت تر سترګو کیږی. په دې اړه زما سره څو پوښتي وې چې زه ئې مجبوره کړم چي تا سولوستونکو ته یو څه ولیکم او وکولای سم دوی ته قناعت ورکړم.
پوره دولس کاله پخوا د (Oct 07,2001) امریکا پرافغا نستا ن باندی ځکه حمله وکړل چي ددوی په ګومان ا لقاعده و ځپل سي په داسی حا ل کښي چي ا سا مه بن لادن د القا عده مشر په ا فغانستا ن کښي نه بلکي د 2011 کال دمې پر دوهمه د د پا کستا ن په ایبټ ابادښارکي په یوه کور کښي چي د پا کستاني چوڼۍ په څو کیلومترۍ کښي واقع ؤ،دامریکايي خاصو ځوا واکونو له خوا ووژل سو.
د 2001 کال راهیسي په ګران هیواد افغانستا ن کښي هر ورځ په سلګونه ا فغانان کله دا مریکا یا نو د بې پیلوټه الوتکې په ببمارد کښي او کله د طالبانوپه ځان مرګوحملو کښي په مختلفو بهانو وژل کیږي. ځان مرګي بریدونه کله د سړک پر سر، کله د مسجد پر منبر، کله په مغازو او کله په ملکي او نظامي ځاینو کښي ترسره کیږي چي ځیني حلال او ځیني ئې ناروا بولي. کله چي د دولت د مخا لفینو او حکومت تر منځ جګري وسي، په نتیجه کښي لسګونو ملکی کسانو ته مرګ ژوبله واوړي، نو حیران سم چي جنګ د چا او چاتر منځ او مړه څوک سول؟! دا هم یو عجیبه ډرامه ده، چي دچا تر منځ جنګ و جګره ده او الوتلې زما ښار ښکلې بڼه ده.
غواړم چي دهغو تورمخو پنجاپیان، عیاشو عربو اوداسلام ټیکدارانو چيچنيایانو چي په ا فغا نستا ن کښي ځانمرګي حملې کوي، دزړه خبري دمنطق او تعقل په ژبه ورسره وکړم.
دا درسته ده چي په اسلام اوبیاپه افغانستان کښي فحشاء حرامه ده، خودعربو په متحده اماراتو کښي و فاحشا او فاحشه خانو ته رسمي او قانوني جواز ورکول کیږي. نو ښاغلې عربه! سوال ته مي جواب ووایه چي ته ولي د دوبۍ په فاحشه خانو، ډیسکو کلبونو او شرابخانو کښي انتحار نه کوي؟ شاید ته به خپل اقتصادي پرمختګ په دغو ځایو کښي وینې. ګوره عربه چي خوابدی نه سې! کله چي دبشریت دستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کارتون رسم سو، د هغه عمل په وړاندي افغانانوترمرګه مظاهرې وکړي، هو په داسي تودو او اسلامي احساساتو چي ځانونه ئې پکښي زخمیان او شهیدان کړل!خو افسوس صد افسوس چي په اما راتواو سعودي عربستان کښي احد من الناس هم خپل اواز پورته نه کړ، ولي؟ ایا ژبي او دستوني مرۍ مو په پولادي ځیځیرونه تړل سوي ول؟ ته په کوم مذهب ئې؟ دچا امت ئې؟ دچا ورور ئې؟ دچا خیر غواړې؟ هغه عمري او عثماني چیغه ولي نه اورېدله کیږي؟! هغه د علي تېره د غیرت توره چيري ده؟ هغه د بي بي عا یشې پا ک لمني څه سوه؟ ګوره! خوا مه بدوه! زما دسترګو تور، یوه خبره کرار په غوږ کي درته کوم: ستاپه مرکزریاض کښي امریکایان د 1990 راهیسی اوسیږي او هاوسیږي، دا یمې اډي لري نو ایا پرتاسو جهاد نه دئ فرض؟ ولي هلته پر هغو امریکایانو بریدونه نه کیږي داځکه چي تاسو دافغانستان په بربادۍ کښي خپله ابادي وینئ!
تور مخې پنجا پیه! زموږ دجهاد دچندو زمریه! ستا د لاهور پنجا ب او حیدر اباد په ښارونو کښي فحشا‌‌‌‌ء یوعادي عمل دئ. اوس ستا په بې اسا سه ، تحریف سوي او دانګریز په لاس جوړ سوي قانون زما هیواد دارا لحرب او دارالکفربلل کیږي، پداسي حا ل کښي چي همدا شین سترګومستخدمینو ته تا پرافغا نستان خپل ټول هوایي ډګرونه ورایله کړل.زه په امریکايي غشي ستا له کما نه ویشتل کیدم او لا ویشتل کېږم! خو زما هیواد ستا په ړوند قانون او کوڼ عدالت دارالحرب اوته دارالاسلام ئې؟
پنجاپیه! ستا دکورنیو چارو وزیر دخدای تعریف قل هوا لله احد نه سي ویلای، ته خپله په دې اړه په YouTube کښي دي د رحمان ملک ویډیو وګوره چي خپل اسلامي ثقافت دي ښه درته واضح سي. ته یوازې دیوه اختر او بل اختر لمونځ کوې او بیا وايي چي الله ما لک هی! روژه خو دي بلکل د پټان وظیفه ګڼلې دا ځکه چي که تاته وویل سي چي ولي روژه نه نیسې، نو ته وايې((رمضان جاڼي پټان جا ڼي))
ستا لور،خور، اوښځه په امریکايی او بریټیش کالیجونو کښي درس وایي خو زما دلور، خوراو ښځې پر مخ تېزاب پاشې! زما د ملي اتل او قهرمان شهید سردار محمد خا ن پرروغتون حملې کوې ځکه چي یو څه مجهز دئ او ستا پرافغانانو نه پیرزو کیږي خو خپل ښځه په اغاخان هسپتال کښي معا لجه کوي! زما په کابل بانک کښي بیګناه انسانا ن وژنې او وايې چي داټول کافران دي خو ستا د له ناوړه اعمالو شین اسمان د سرو وینو په رنګ رنګېدلي دئ.د پاکستان شیطانی عالم مولانا اشرفي په افغانستا ن کښي جنګ، ګډوډی، قتلُ قتال او انتحاری ا عمال مباح عمل ګني. زه ستا مولانا ته وایم چي که ستا قران زده وای په دغه ایات شریف به مو عمل کړی وای (یاایهاالذین امنو اتقواالله وقولوا قولاسدیدا)ژباړه: اې مومنانو دالله څخه و بیریږی او سمه ویناکوئ. الله ج بل ځا ی په قران کریم فرمايي: أتأمرون الناس بالبر وتنسون أنفسكم ژباړه: تا سو بل ته نصیحت کوئ خو خپل ځا نونه مو هېر کړي دي.
قتادة رحمة ا لله وايي چي د اسرءیلو ځینو علما و به خپل خلګوته نصیحت کاوه، خلګ به ئې نیکۍ ته وربلل خو خپله به ئې عمل نه پر کاوه. کله چي به پوښنته ځني وسول چي تا سو ولي عمل نه پر کوئ؟ دوی به ویل چي زموږ له پاره همدا بس ده چي تا سو ته نصیحت کو. پنجاپيانو تاسو ته نن داسرائلو واقعه درپېښه ده! تاسو پوه سئ چي ستاسو په لاس زموږ په کور کښي دبل سوي اور لړۍ اوس دونه اوږده سول چي نن ستاسو عام ولس هم په دې اور کښي متاسفانه راسره سوځي.
ګرانو او خوږو افغانان! دپاکستان د حکومت سیا ست د ما کیا ولي د شیطاني سیاست پر بنیا دجوړسوی دئ! هغه اور چي زما له پاره بل سوی ؤ، نن خپل پاکستان هم د هغه اور له لاسه ځوریږي. رحمان بابا وایي :
ته چي بل په غشي ولې هسي پوه شه ​​چي همداغشي به ستاپر لو ر ګوزار شي
کوهي مه کڼه دبل سړي په لار کي​​چيرته ستابه دکوهي پرغاړه لارشي

((من حفره بئراً لاخی هی فقد وقع فیه)) څوک چي خپل ورور ته کوهي کیندي، پخپله پکښي لویږي نو پاکستان ته نن همداسي ورپېښه ده چي دهمدې کوهي څخه وتل به ئې نَفس ور وکاږي.