(د مرحومینو عبدالهادي ریشأ او مدیر محمد نبي خان د اولادونه د خواشینۍ پیغام)
په خورا ډېره خواشینۍ سره خبر سوو چي ستر افغان عبدالرحیم هاتف له دې فاني نړۍ څخه و باقي عالم ته وکوچېد.
د ارواښاد هاتف صاحب د مړیني له کبله چي کومه تشه رامنځته سوې ده ښايي تر ډېره وخته ډکه نسي. بېله شكه، هاتف صاحب د خلقت یو شهکار و، او دا چي دغه شهکار خدای (ج) زموږ پر خاوره لورولی و دا د شکر او افتخار خبره ده.
موږ د خداى بخښلي د محترمي کورنۍ و ټولو غړو ته د تسلیت مراتب وړاندي کوو او په دغه ستر غم کي ځانونه ورسره شریک ګڼو. له رحیم څښتن (ج) څخه و مرحوم هاتف صاحب ته جنت الفردوس او محترمي کورنۍ تې صبر جمیل غواړو.