دپاکستان د طالبانو د پنجاب برخې مشر، عصمت الله معاویه له رسنیو سره په مرکه کې د پاکستان د لومړي وزیر، نوازشریف له خوا ددې ډلې د یوشمېر کسانو د اعدام سزا د بندلولو له پرېکړې دهرکلي او ستاینې ترڅنګ ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر خپل ښه نیت ثابت کړ.نوموړي ویلي چې د پنجاپ طالبان به ډېر ژر د پاکستان له دولت سره د خبرو اترو په اړه خپله پرېکړه وکړي. ټاکل شوې وه چې د طالبانو څلور کسان د پاکستان پر پوځ په څو کاله وړاندې برید کې چې له امله یې څو پوځيان وژل شوي و، د لاس لرلو په تور اعدام کېدل.له دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی و چې که چېرې دا کسان اعدام شي، طالبان به د پاکستان چارواکي او شخصیتونه په نښه کړي.دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر، نوازشریف په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې دوینې تویېدو او د ولسي خلکو د وژنې د ختمېدو په موخه له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتونکی شو.هغه همدارنګه د پاکستان له ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو وغوښتل چې ددغه هېواد د امنیتي او اقتصادي ستونزو د ختمولو په موخه د غوره لارې پيداکولو لپاره له دولت سره خبرې اترې وکړي.د پاکستان ددولتي او مخالفو ډلو ترمنځ له تېرې یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې په زرګونو کسان وژل شوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه