په ډيره خواشينۍ خبرشوم چې افغان علمي، فرهنګي، ټولنيز او سياسې دروند شخصيت عبدالرحيم هاتف په حق ورسېد ، انا لله و انا اليه راجعون.
د چا په مړينه يوازې يو کور خالي شي خو د چا په مړينه بيا غټه ټولنيزه تشه رامنځته شي چې ځای ډکيدل يې د عمرونو او پيړيو کار وي.
د هاتف صاحب مړينې هداسې يوه تشه رامنځته کړه. هاتف صاحب د غره په شان دروند او متين سړی و، قانع، حليم، او د ارام وجدان خاوند و. د هغه سره مې د مخامخ ليدو کتو نيکمرغي نه ده په برخه شوې، خو د هغه د انډيوال ارواښاد نوميالي صاحب له شفاهي کيسو او ځينو ليکلو ياداشتونو له برکته د هاتف صاحب د شخصيت له ځينو خواو سره اشنا يم او هغه مې د ډير سنګين، ميړنې، پرنفس حاکم، مستغني، خود کفا او د ډير ژور متفکر شخصيت په توګه پيژندلی دی. هغه هيڅکله په تشکيلاتي سياست کې برخه نه ده اخيسې خو داسې ستانه سياسي ټولنيز شخصيت و چې هر سياست سالار او دولت سالار دده تر څنګه ځان پياوړی او ډاډمن احساساوه. هغه د يو پياوړي فيلسوف په څير د ډير ژور استدلال او منطق خاوند و او هر فيلسوف د هغه له استدلال څخه خوند اخيست. هغه د ډير نازک ادبي ذوق خاوند و او په خپل وخت کې يې د ادب د مينه والو بانډارونه تاوده ساتلی دي. هاتف صاحب ډير ميلمه پالونکی او اڼډيوالپالونکی سړی و. اوريدلی مې دي چې په کندهار کې دده حجره او تجارتخانه د کندهار د منورينو د راټوليدو او اوږدو بحثونو مرکز و. هاتف معقول شخصيت و، لا د ځوانۍ په وخت کې هم جذباتي سړی نه و، عقل يې ټول عمر پر احساساتو برلاسی و. سره له دې چې رسمي دندې يې ډيره اوږده سلسله او سابقه نه لري، خو په هرمقام او چوکۍ کې په ځانګړی ډول د وروستيو وختونو رسمي دندو کې پوره مدبر ، ډاډمن او ابرومند پېژندل شوی دی. له هيڅ مقام څخه يې د شخصي استفادې تمه نه ده ساتلی، وارخطايې او سراسيمګي يې چا نه ده ليدلې او د وخت دهر ډول متکبرو،مغرورو، مدمغو او فيشني دولتمردانواو سياستمردانو په وړاندې کوچنی نه دی څرګند شوی.
هاتف ايمانداره، رښتينی، سپېڅلی، بې ريا، غيرتي او ابرومند شخصيت و، باور مې دی چې د محشر د قاضي په وړاندې به دروند، متين او ابرومند ولاړ وي.
په دې کرښو د هاتف صاحب روح ته د ښادۍ دعا کوم، د سپېڅلي خدای (ج) له دربار څخه هغه ته فردوس جنت غواړم، او د درنې کورنۍ ټولو پاتې کسانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم.