کور / تازه خبرونه / توريالی ويسا:د پوليو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي کليدي اهميت لري

توريالی ويسا:د پوليو په محوه کي د ولايتي ادارې هڅي کليدي اهميت لري

کندهار والي وايي چي د پوليو د لا علاجه، خو وقايه کېدونکي ناروغۍ د له منځه وړلو او کنټرول په برخه کي د ولايتي ادارې ګډ کار او مشترکي هڅي کليدي اهميت لري او اداره يې له دې لاري توانېدلې چي ددغه مرض پيښي د صفر کچي ته راټيټي کړي.

پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي نن يې د خپل کار په دفتر کي، د پوليو په برخه کي د څارني او نظارت له نړيوال مستقل بورډ سره په ليدنه کي وويل چي ولايتي ادارې له اړوندو مرستندويه خارجې او داخلي ادارو سره په ګډه کار کړى، چي په نتيجه کي يې د ماشومانو د ګوزڼ پيښي صفر ته راټيټي سوي دي.

نوموړي زياته کړه چي د پوليو له منځه وړلو په برخه کي يې تر ټولو لومړى د خلکو د عامه پوهاوي سطحي لوړولو ته توجه کړې او د يوه ځانګړې پلان له مخي يې، چي په ترڅ کې کورنۍ، مسجد او مکتب له يو بل سره نښلول سوي د ولسي خلکو پوهاوى زيات کړى دى.

هغه همداراز وويل، چي قومي مشرانو او ديني مخورو په کليو او ليري پرتو ساحو کي په ولسي غونډو او مجالسو کي د اشتراک له لاري د پوليو په باب خلکو ته مشخص پيغامونه رسولي او هغوى يې له دغه مرض سره مبارزې ته رابللي دي.

د کندهار والي په خبره چي د ولسوالۍ په سطحه يې له دولتي مسؤلينواو چارواکو سره مشخص بحثونه کړي او هدف لري څو د کندهار په هر ليري کلي او کور کي تر پنځو کالو کم عمره کوچنيانو ته د پوليو واکسين ورسوي.

هغه له يونيسيف او نړيوال روغتيايي سازمان څخه وغوښتل چي د پوليو په برخه کي رضاکارانو ته امتيازيات اضافه کړي او ځان ډاډه کړي، چي ياد کارکوونکي په خوښۍ او پوره زړه سره ورسپارل سوي دندي پر مخ وړي.

د پوليو په برخه کي د څارني او نظارت د نړيوال مستقل بورډ غړي پوفيسور مايک ټول له کندهار والي مننه وکړه چي په ښه توګه يې د پوليو مرض د محوې لپاره رهبري کړې او له اړوندو اداراتو سره لازمه همکاري کړې ده.

نوموړي وويل، چي د هغوى مستقل بورډ له ټوله نړۍ کي د هغو هيوادونو څخه ليدنه او نظارت کوي چي لا هم د پوليو له مرض څخه رنځ وړي او لا هم پکښي دغه وايرس د کوچنيانو ژوند ګواښي.

ښاغلي مايک په کندهار ولايت کي دپوليو په برخه کي سوي فعاليتونو وستايل او له کندهار والي يې هيله وکړه چي خپلي تجربې او لاسته راوړني له نورو ولايتونو سره هم شريکي کړې، څو هغوى هم له دغه ستونزي څخه خلاص سي.

هغه همداراز يادونه وکړه چي دوى به خپلو مرستو ته همداراز ادامه ورکوي څو په افغانستان کي د پوليو مرض د مخنيوي لپاره رواني هڅي له ځنډ او خنډ پرته همدا ډول ادامه پيدا کړي او د پوليو مرض لپاره د بيا راګرځېدو چانس برابر نسي.