د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یوتازه راپور خپور کړي دئ چي پکښي ویل سوي دي چي په روان کال کښي د خبریالانو په وړاندي تشدد په سلو کښي ۶۵٪ زیات سوی دئ . صدیق الله توحیدي وایي که چیري د خبریالانو په وړاندي دتشدد مخنیوی ونه سي، د روان کال تر پایه به یاده فیصدي تردې هم ډېره سي. ښاغلی توحیدي وايي چي خبریالان د زورو واکانوله خوا وهل کیږي، دسیاسی فشار سره مخ کیږي او د غیر قانوني لارو ځورل کیږي.
په ورته وخت کښي د ازادو رسنیودموسسې د مرکز رئیس وایي چي که چیري حکومت د خبریالانو د ملاتړ او مصونیت په اړخ کښي کوم اقدام ونه کړي، په افغانستان کښي به هغه د بیان ازادي چي اوس سته، له لاسه ور کړو.
دخبریالانو په وړاندي تشدد د تېر کال په پرتله په سلو کښي ۴۰٪ زیات سوی دئ چي دفیصدي په زیاتوالي کښي ډېره برخه د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ده.