کور / تازه خبرونه / په ميوند کي ۴ او ميانشين کي ۳ طالبان ووژل سول

په ميوند کي ۴ او ميانشين کي ۳ طالبان ووژل سول

امنيتي چارواکي وايي تيره ورځ دکندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کي څلور تنه طالبان د خپلو ماينونو او چاودېدونکو توکو په چاودنه کي وژل سوي دي.
د کندهار ولايت د رسنيو مرکز څخه هم خبر تائيد سوی او وايي چي د طالبانو يو موټر چي د چادېدونکو توکو څخه ډک وو او دوى غوښتل چي ښار ته يې انتقال کړي، د يادي ولسوالۍ د دېکوبات د ساحې څخه د تېرېدو په حال کي يې، چاودېدونکي توکي پر دوى چاودلى او په نتيخه کي يې څلور تنه طالبان وژل سوي دي.

بله خوا دکندهار ولايت په ميانشين ولسوالۍ څخه هم په خبر کي راغلي چي د افغان امنيتي ځواکونو لخوا درې وسله وال طالبان وژل سويدي.
دکندهار چارواکي وايي د استخبارتي معالوماتو له مخي دغه وژل سوي کسان د ورځي په جريان کي د شاوليکوټ ولسوالۍ څخه يادي ولسوالۍ ته راتلل او ورانکار فعاليتونه يې ترسره کول چي د سيمي امنيتي ځواکونو تېره شپه د زمتو په سيمه کي ورته کمين نيولي وو او په نتيجه کي د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه، د څو ساعته مقاومت څخه وروسته امنيتي ځواکونو درې تنه طالبان ووژل او پاته نور يې د سيمي پرېښودلو ته اړ کړل.

د ولايت د رسنيو مرکز څخه په اعلاميه کي راغلي چي د تيري شپې په جګړه کي د وژل سوو طالبانو مړي اوس هم د جګړې په ډګر کي پراته دي او لا يې هم څوک د وړلو لپاره نه دي راغلي ، په دغه بريد کي يو شمېر وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي چي يو ميل کلاشينکوف، يو ميل پيکا او يوه پايه مخابره پکښي شامل دي.

ديادوني وړ ده چي په دواړو پېښو کي امنيتي ځواکونو او دسيمي اوسېدنوکو ته کوم مالي او ځاني زيان ندي اوښتى، طالبانو تر اوسه ددواړو پېښو په اړه څه ندي ويلي.