شپیته تنو (۶۰) ملی او سیمه ییزو پولیسو دیوي میاشتنۍ تعلیم وتربیی وروسته دفراغت سندونه ترلاسه اوپه خپلو ټاکلو ځاینو په دنده بیرته وګمارل شوه.
په هغه مراسمو کي چي نن په دې اړه جوړ سوي وه وروسته تروینا و پولیسو دلوړي مراسم ترسره کړو اوبیا ورته فراغت ليکونه وويشل سول اوټولو په یوه غږ وویله چي موږ به دخپلو خلکو په خدمت کي و او سو او هیچاته داحق نه ورکوو ترڅو زموږ هیواد وران او دخلکو ژوند نارامه کړي.
ديادوني وړ ده چي له کوم وخته چي په فراه ولایت کي دغه مرکز فعاله شوی دایی ۲۱ ګروپ و چي دتعلیم او تربیی دمزایاو څخه برخمن شول او تر ۱۵۰۰ تنو زیاد پولیسو همدلته ښونه او روزنه ترلاسه کړې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه