کور / تازه خبرونه / دايکنډي: طالبان وايي د۶ پوستو قوماندانان او ۹۵ مسلح عسکر ورسره يوځای سويدي

دايکنډي: طالبان وايي د۶ پوستو قوماندانان او ۹۵ مسلح عسکر ورسره يوځای سويدي

قاري يوسف احمدي وايي د ډایکنډي دګیزاب ولسوالۍ مرکز کي د سنګ شیخ ،بزمي ،بومي ،مالیزو ، کندوګک او دولسوالۍ دمحبس پوسته دیوه خاص ارتباط له مخې تخلیه کړل شوې او قوماندانان یې هر یو اسدالله ،سیدنصرالله ،غلام سرور ،تورن دلاور ،سلطاني ،قاسمي شهام اغا چي له هزاره قوم سره تړاو لري سره له ۹۵تنوعسکرو چي یوهاوان ۱۰میله ثقیلان ۱۰میله راکیټان ۹۵کلاشنکوفونه ۲۰عرادې موټرسائکلان ۳۵دیرش وړې مخابرې او ګڼ شمیر مهمات ورسره ول د طالبانو سره يو ځای سويدي.

بله خوا د افغانستان د ختيځ لپاره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي تيره ورځ ناوخته دننګرهار ولايت د ده بالا ولسوالۍ اوسيدونکي ۱۰ تنه فعال عسکر او پوليس هم په سيمه کي د طالبانو سره يوځای سويدي.

هڅه مو وکړه د سيمه ايزو چارواکو يا کورنيو چارو وزارت څخه د طالبانو ددغي ادعا په اړه معلومات ترلاسه کړو خو بريالي نه سوو.