بسم الله الرحمن الرحيم – راځی چې په پيل کې د بشريت د ژوند په اوږدو کې او يا هم د بشريت د ژوند په ګډه ټولګه کې د پوليسو د قوا جوړښت ، لرغونتوب او ضرورت ته لږ تم شو او اوګورو چې انسانانو څه وخت او ولې دا ضرورت احساس کړ چې په ټولنه کې داسې يو دريمګړی برلاسی قوت بايد وجود ولري چې د دوی په ورځنيو مسايلو او اړيکو کې د مخامخ يا نېغې مداخلې حق ولري او وړ ضرورتونه يې ور حل و فصل کړي.
دلته ضروري بولم تر څو د (پوليس) کليمې ته لږه ګوتڅنډنه وکړم د پوليس کليمه چې څه وخت وړاندې زما په يوه بله ليکنه کې مې هم چې (ملي احساس ) خپره کړي روښانه کړي وه خو دلته هم د ضرورت له مخې بايد ووايم چې دغه کليمه يوناني کليمه ده چې فرانسوي رېښه لري او د ښار د ساتونکي مانا لري يانې (پو) ښار او (ليتيا) ساتونکي ته وايي .
پوليس د لومړي ځل لپاره د بشر د تاريخ په اوږدو کې هغه وخت چې انسانان زيات شول ورسره د دوی تر منځ فردي او ټولنيزې اړيکې هم زياتې او پېچلي شوې نو د کليو او ښارونو خانانو ، ملکانو ، رهبرانو او نورو ډلمشرانو ونشو کولای چې محلي اداري سستم په هغه کچه فعال وساتي څومره يې چې ضرورت محسوسېده نو بالاخره له نن څخه درې زره کاله وړاندې په پخواني مصر کې دغه ذيصلاح قوت رامنځ ته شو او منظم تشکيلات يې هم ودرلودل .
له هغې څخه وروسته يې بيا په پخواني يونان او د روم په امپراطورۍ او همدا راز په ځينو نورو دولتونو کې تشکيل وموند او ښه پرمختګ يې وکړ.
د اسلامي خلافت پر وخت د خلافاوو راشدينو رض په تشکيلاتي نظام کې هم پوليس د خلافت د نظام يو جز او يوه مهمه برخه وه . د اسلام د مدبر خليفه حضرت عمر الفاروق رض د خلافت په زمانه کې دغه تشکيل (پوليس) د (صاحب العسس) په نوم يادېدل چې د شپې لخوا به يې د عامه امن او عامه نظم د ټينګښت او قايم ساتلو په موخه ګزمې کولې . د حضرت عثمان رض په وخت کې هم پوليس موجود و او وروسته د حضرت علي کرم د خلافت په زمانه کې د (صاحب الشرطه) په نوم ياد شول چې تر اوسه هم په ځينو عربي هېوادونو کې (پوليس) ته پوليس نه بلکې (الشرطه) ويل کيږي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د پوليسو ارګان يا قوت د ستر احمد شا بابا د تشکيلاتي نظام يو مهم جز يا برخه ګڼل کېده چې (ضبط بيګي ) به يې ورته ويل.
پوليسو د بشر په تاريخ کې په ډېرو مختلفو نومونو او نورمونو سره د بشريت خدمت ترسر ه کړی دی. چې زموږ په هېواد کې هم کله د ضبط بيګي ، کله د کوټوال ، کله د څاروندوی او کله هم د پوليس په نوم ياد شوي دي. په افغانستان کې د پوليسو د مسلکي ښوونې او روزنې لومړنی مرکز په ۱۳۱۴هش کال په کابل کې جوړ شو په نوموړي ښوونيز مرکز کې يواځې لوستي کسان تر ښوونې او روزنې لاندې نيول کېدل . وروسته همدغې پروسې انکشاف وکړ او په کال ۱۳۲۳هش کې د ژاندارم پوليس ښوونځی جوړ شو چې په نوموړي ښوونځي کې د المان د هېواد تکړه ښوونکو له افغان با استعداده ښوونکو سره يو ځای د همکارۍ او لا ښې روزنې په موخه درس ورکاوه.
د يادولو وړ خبره داده چې د هغه وخت د ژندارم پوليسو قوماندان د طره باز خان په نوم يو تن و چې اوس هم دده په نوم په کابل کې يو مشهور څلور لاری ( دطره باز خان-څلور لاری ) موجود دی.
په کال ۱۳۳۴ هش کې د ژاندارم پوليسو ښوونځی د پوليسو عالي ښوونځي ته لوړ شو، او همداراز په ۱۳۴۳ هش کال کې د اساسي قانون له نافذيدلو سره د جزايي اجرااتو قانون مطرح شو چې پوليس او څارنوالان يې د (قضايي ضبظ) د مامورينو يوه برخه حساب کړه، چې په همدغه کال کې د پوليسو عالي ښوونځي د پوليسو د اکادمۍ سطحې ته ارتقا وکړه ، او نوم يې هم بدل شو . د لومړنيو دورو فارغين يې کميسار بلل او د همدې نوم لاندې يې عالي فعاليت پيل کړ. همدارنګه د پوليسو په ليکو کې لومړنۍ دوره نجونې په کال ۱۳۴۶ هش کې د پوليسو په اکادمۍ کې شاملې شوې چې شمېر يې اوو تنو ته رسېده.
په ۱۳۵۲ هش کال کې يوه لړۍ بدلونونه د پوليسو په اکادمۍ کې په تعليمي ، مسلکي او تحصيلي سطحه رامنځته شول چې تر ۱۳۵۷ هش کال پورې يې دوام درلود.
په کال ۱۳۵۷ هش کې د ثور په اوومه وروسته له هغې چې په دولت کې سياسي تغيرات او بدلونونه رامنځته شول د ميزان په نوولسمه په کال ۱۳۵۷ هش کې د پوليسو نوم په څاروندوی واوښت. چې له ۱۳۶۲ هش څخه يې تر ۱۳۷۱ هش کاله پورې د امنيت، جنايي، ترافيک،مخابره، لوژستيک او يو شمېر نورو سياسي برخو کې يې د لېسانس په کچه محصلين فارغول. د اسلامي انقلاب له برياليتوب څخه وروسته په کال ۱۳۷۱ هش کې چې د ثور په اتمه رامنځ ته شو د امنيتي قواوو په تربيه کې هم يو شمېر بدلونونه راغلل او د همدغې قوا (پوليس) نوم د دوهم ځل لپاره پوليس کېښودل شو.
له کال ۱۳۷۱ هش څخه وروسته تر کال ۱۳۸۰ هش پورې يانې په پوره يوه لسيزه کې د پوليسو قوا او اکادمي د هېواد د نورو اکادميو په څېر له رکود سره مخامخ شوه.
تر څو د موقتې ادارې په پيل کېدا سره همدا راز د انتقالي دورې او د هغې په پله د جمهوري اسلامي افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې په پاملرنه او همکاريو سره زموږ په عزيز وطن کې يو ځل بيا د پوليسو د سالمې ښوونې او روزنې ، ښه پرمختګ، لوړ مسلکي توب او هر اړخيزې پرمختيا لپاره ښه او غوره زمينه مساعده ده تر څو يو ځل بيا زموږ عزيز وطن افغانستان د مسلکي پوليسو له ګڼ او اغيزمن شتون څخه برخمن شي.
دويم ساتنمن جلال خپلواک کندک ريزرف عملياتي-خوست