په ډېره خوشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو نامتو اجتماعي او سياسي ليکوال عبدالرحيم هاتف د ۲۰۱۳ ز کال د اګسټ د مياشتي پر نولسمه د دوشنبې په ورځ ومړ.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد عبدالرحيم هاتف په خټه مندوخېل کاکړ وو د مولوي محمدويس خان کاکړ زوی او دملا نورمحمد لمسی وو، او مور ئې د ملارحمت الله بابا لور او د مرحوم عبدالله محزون پوپلزي لور وه.
نوموړی استاد د پښتو ژبي د بڼ يو داسي بلبل وو چي نن ورځ به ئې ټول پښتانه کمبود احساس کړي، ځکه چي له فيوضاتو څخه ئې ډيرو ځوانانو برخي وړيدي او ده هم همېشه خپله خدای ورکړې پوهه پر ټولنه او ځوانانو باندي په ډېره مينه او خلوص سره لورولې ده.
ارواښاد هاتف صاحب خپل ځان په لويه او وياړمنه کورنۍ پوري تړي او وايي چي زه د شعر او ادب په غيږ کي روزل سوی يم، ليکن حقيقت دادئ چي شعر او نفسي ادب په لحاظ و خپلو اسلافو ته نسبت نه لرم. ارواښاد هاتف صاحب که څه هم زموږ څه کوچ وکړ، خو نوم به ئې د همېشه له پاره د ادب پر عرش ليکلی او ياد به ئې د علم په بې ساري جهان کي تازه وي.
د خوشال بابا په قول:
مېړني دي چي ياديږي
په سندرو هم په وير کي
ارواښاد هاتف صاحب په اوسنۍ پېړۍ کي يو متدين او حقداره ليکوال وو او د خپل ژوند په اوږدو کي ئې موږ ته ډېر ارزښتمن آثار را پرېښودل چي دده دغه ستر خدمت د علم او ادب په دونيا کي پر موږ باندي د تل له پاره لويه لورينه او خاصه مينه ښيي.
پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د ارواښاد هاتف صاحب درنې کورنۍ ته د څښتن تعالی ﷻ له سپېڅلي درباره د جميل صبر غوښتنه کوي او خدای بخښلي استاد ته د فردوس جنت دوعا کوي.
روح دې ښاد او ياد دې تل وي!