تیره ورځ ناوخته دکنسک دکلي یوتعداد قومي مشرانو دفراه دوالي محمد شیرزاد سره دولایت مقام دغونډو په تالار کي غونډه وکړه. د فراه ولايت مطبوعاتي دفتر مسول عبدالرحمن ژوندی وايي لومړي دیاد کلي اوسیدونکو هریوه حاجی جنرال ملهم،حاجی امیر عوض دنورو په استازیتوب دخپل کلي وضیعت دفراه والی سره شیریک کړلو. همدا ډول یی دمحلي پولیسو دایجاد او دکارپیل علت او څرنګوالي په ډاګه کړو.
له فراه څخه په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي د يادو کسانو له خولې راغلي چي دڅه مودي راهیسي وسله والو زموږ دکلی وضیعت خراب کړي زموږ دکلي ډیر بیګنا ه خلک یی په شهادت رسولي ،آن تردي چي څه موده وړاندي یی زموږ دشورا ۳تنه په شهادت ورسول ،نور موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چي زموږ ارام ژوند راخراب کړي او موږ غواړو دمحلي پولیسو په چوکاټ کي دخپلو خلکو امنیت وساتو.
د فراه والي محمدشيرزاد د وسله والو پر ضد د خلکو پاڅون ته د امنيت او پرمختيايي چارو په چټکه توګه پلي کولو کي د امنيت ټينګښت مهيم شرط ګڼلی دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه