افغان حکومت او د پوهني وزارت د تېرو څو کلنو راهیسي د بې سوادۍ په وړاندي مبارزه کوي. د پوهني وزارت د ورکول سوي معلومات له مخی، اوس د ۶۵ ٪ څخه زیات افغانان بې سواده دي. د افغانستان د پوهني وزارت خبر ورکوي چي په کابل کښي میشت سفارتونه په افغانستان کښي د بې سوادۍ په له منځه وړلو کښي مبارزه کوي. د پوهني وزارت د اسلامي زده کړو انستیتوت معین وایي چي افغانان د بې سوادۍ څخه کړیږي او باید ژر تر ژره دا ستونزه هواره سي. شفق صمیم وایي چي د بې سوادۍ په له منځه وړلو کښي د رسنیو او دیني علماووونډه ډیره مهمه ده. ښاغلی صیمم پر دې ټینګار وکړئ چی باید له دې لاري زیات تبلیغات ترسره سي. په ورته وخت کښي د سواد زده کړي معینیت خبر ورکوي چي د دوی معینیت توانېدلی دئ چي دتېرو څو کلنوراهیسي ئې د زرو څخه زیاتو کسانو ته د سواد زده کړه ورکړې او ټولني ته ئې وړاندي کړي دي.
دافغانستان د سواد زده کړي معینیت خبر ورکوي چي که هغه ستراتیژي چی د دوی دمعینیت له خوا جوړه سوې ده، عملي سي، تر ۲۰۲۰ کال پوري به په افغانستان کښي د بی سوادانو کچه ۶۰ ٪ ته راکمه سي. دغه معینیت وایي دا ستراتیژی به په راتلوونکواوو (۷) کلنوکښي عملي سي چي ټول لګښت به ئې ۵۰۰ میلیون امریکایي ډالر دئ.