وروسته تر هغه چي د المان په مونیخ ښار کښي د افغانستان د سیاسي احزابو او اپوزیسیون په ګډون د یو څو بهرنیو هیوادونو داستازوسره د افغانستان د نظام د تغیر په اړه غونډه تر سره سوه، د بهرنیو چارو وزارت ئې په وړاندي اندیښنه ښوولې ده او وایي چي د افغانستان د نظام په اړه هرډول غونډي باید دننه په افغانستان کښي جوړي سي. یادوزارت وایي چي که چیري دا ډول غونډي په افغانستان کښي دننه جوړي سي، دوی ورسره مشکل نه لري. د بهرنیو چاور وزارت ویاند جانان موسی زی وایي چي د افغانستان په نظام کښي تغیر راوستل د افغانانو صلاحیت دئ.ښاغلی موسی زی پر دې ټينګار کوي چي د افغانستان په نظام کښي یوازي د افغانستان خلک د تغیر راوستلو صلاحیت لري او دوی به اجازه ورنه کړي چي بهرني هیوادونه د افغانستان په نظام کښي تغیرراولي
دا څرګندونی په داسی حال کښي تر سره کیږي چي تیره ورځ د المان په مونیخ ښار کښي دافغانستان سیاسی ګوندونو د افغانستان په نظام کښي د تغیر راوستلو غوښتنه وکړه.