اسلام اباد:په پاکستان کې افغان سفارت د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ٩٤مه کليزه ددغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې په پرتمينو مراسموسره ونمانځله. غونډه د دوشبنې په ماښام په اوو نيمو بجو د اسلام اباد په سرينا نومي هوټل کې کې پيل شوه، چې د ماسخوتن تر ١٠ بجو پورې يې دوام وکړ.د غونډې کوربنو په پاکستان کې د افغانستان سفير محمد عمر داودزي، د افغان سفارت کلتوري اتشې زردشت شمس، د افغان کډوالو د چارو رييس مصري خان مومند او د سفارت نورو کارکوونکيو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه.سربېره پر دې په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان قونسل او مرستيال قونسل حاجي معراج بهسودوال هم د نمانځغونډې ګډون کوونکيو ته ښه راغلاست وايه. په نمانځغونډې کې د پاکستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازيو ګډون کړى و. همداراز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نشنل ګوند د سنده ايالت مشر شاهي سعيد، د مسلم ليګ ق مشر چوهدري شجاعت حسين او ددغه ګوند وياند مشاهد حسين په ځانګړې توګه د افغانستان د خپلواکۍ د څلور نويمې کليزې د نمانځغونډې لپاره اسلام ابآد ته راغلي وو.په دغه نمانځغونډه کې په پاکستان کې مېشتو د نورو هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړى و، چې په دغو کې امريکا د متحده ايالاتو سفير رچرډ اولسن نوم د يادونې وړ دى. سربېره پر دې په دغه نمانځغونډه کې د بريتانيې سفير، د متحده عرب اماراتو سفير، د کاناډا سفير، د چين سفير، د فلسطين سفير او د نورو اروپايي هېوادونو د سفيرانو هم ګډون کړى وو.په نمانځغونډه کې د افغان ځوانانو مست اتڼ هم وکړ، چې د مېلمنو په تودو چکچکو بدرګه شو. همداراز افغان هنرمندانو مېلمنو ته ملي نغمې هم واورولې.د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٤مې کليزې په دغه پرتمينې نمانځغونډې کې پر سفيرانو او پاکستاني سياستوالو سربېره د افغانستان او پاکستان لسګونو ژورنالېستانو، د سياسي چارو کارپوهانو ، د افغان کډوالو استازيو او د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه راغليو افغان محصلينو هم ګډون کړى وو.د غونډې په پاى کې د افغان سفارت کلتوري اتشې زردشت شمس د راغليو مېلمنو مننه وکړه، چې د افغانستان د خپلواکۍ په نمانځغونډه کې يې ګډون وکړ.دغه پرتمينه نمانځغونډۀ د شپې په ١٠ بجو پاى ته ورسېده.په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د مطبوعاتو مسوول زردشت شمس وويل، چې د خپلواکۍ د نمانځلو ياد مراسم تېره شپه په يوه هوټل کې نيول شوي وو.هغه زياته کړه، چې په دغو مراسمو کې د افغانستان سفير عمر داوودزي او دسفارت د کار کوونکو ترڅنګ د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوڅ، د پارلمان غړو، سياسي مشرانو او ديپلوماتانو برخه اخيستې وه.نوموړي وويل، چې ياد مراسم د افغانستان او پاکستان د ملي سرودونو په غږولو سره پيل شول او وروسته د خپلواکۍ په وياړ جوړ شوى کيک هم پرې شو.په مراسمو کې د پښتونخوا ملي ګوند مشر محمودخان اڅکزي، عبدالرحيم مندوخېل، ملتپال مشر او سياستوال افضل خان لالا، د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب احمد خان شېرپاو، د مسلم ليګ ګوند مشر چوهدري شجاعت حسين، سناتور مشاهد حسين، پخواني چارواکي شهزاده عدنان اورنګزيب او يو شمېر نورو کسانو برخه اخيستې وه.دغه راز په دې غونډه کې يو شمېر افغان محصلينو او د رسنيو استازو هم ګډون درلود.د يادونې ده، چې په دې غونډه کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي قطب الدين هلال هم ګډون کړى و.