کور / تازه خبرونه / د كابل كندهار لويي لاري پر امنيت د واليانو غونډه وشوه.

د كابل كندهار لويي لاري پر امنيت د واليانو غونډه وشوه.

د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د امنیت د تامینونو په موخه د څلورو
ولایتونو د والیانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې د میدان وردګو ولایت په مقام کې جوړه شوې وه،د دغه ولایت د
والي سربېره،د کندهار،زابل او غزني والیانو،امنیه قوماندانانو،ملي امنیت
رئیسانو،د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازو او یوشمیر نورو
مسؤلینو هم برخه درلوده .
غونډې ته د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل : د کابل ـ
کندهار لویې لارې باندې د نا امنۍ اصلي لامل دغه لارې ته د مرکزي امنیتي
ادارو نه پاملرنه ده .
ده زیاته کړه،له تېرو څلرو میاشتو راپدېخوا دفاع وزارت ته یې یو شمیر
ضروري وړاندېزونه کړي،چې سره له دې چې یاد وزارت د ستونزو دحل کولو ژمنې
کړي خو له پرلپسې غوښتنو او وړاندیزونو سره یې اوس هم د ملي اردو د
ځواکونو په وړاندې ستونزې شتون لري .
ده زیاته کړه همدا راز یې د کورنیو چارو وزارت ته په وار،وار وړاندیزونه
لیږل،چې په لویه لار دې هغه موټرونو څخه محافظت عامه او نور ځواکونه
ساتنه وکړي،کوم چې د دغه وزارت سره ثبت شوي وي،خو د دې سره په لسګونو هغه
اکمالاتي موټرونه،چې ګټه یې شخص ته ورځي،هم په دغه لویه لاره تګ راتګ کوي
.
د میدان وردګو د والي په وینا داسې اسناد هم شته،چې هغه اکمالاتي موټرې
چې ګټې د څو کسانو جیبونو ته ځي،په لویه لاره د چسپکي ماینونو په
چاودنو،تېلو پلورلو،ټانکرونو ته اور ورته کولو او یو شمیر نورو لارو څخه
نا امني رامنځته کوي .
ده دا هم وویل : تر کومې چې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره ټولو امنیتي
پوستو ته انعامات او جزا ورنکړل شي، نور ترهغې پورې به په یاده لاره
امنیتي ستونزې شتون ولري.
د غزني والي ښاغلي موسی خان اکبرزاده وویل: د اوسني د دې لویې لارې د
امنیت ساتلو په موخه باید د ملي دفاع وزارت یو پیاوړی ځواک په دغه لویه
لاره باندې ځای پرځای کړي، همدا راز په دغه لویه لار باندې د مخالفینو
لخوا د ځای پرځای شویو ماینونو د لمنځه وړلو به موخه باید د ماین پاکونې
څو ډلې د دغه لارې لپاره ځآنګړي شي.
همدا راز د کندهار والي پوهنوال توریالي ویسا،د غزني والي موسی خان
اکبرزاده او د زابل والي اشرف ناصري د خپلو خبرو پر مهال په اړونده
ولایتونو کې هم په نظامي برخو کې پر یو شمیر ستونزو خبرې وکړي .
د ملي د فاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت د محافظت عامه معینیت استازو د
یو شمیر ستونزو په منلو سره ژمنه وکړه،چې د غونډې په ترڅ کې ټولې اوریدل
شوي ستونزو ته به ډېر ژر د حل لارې چارې ومومي او د یوې غونډې په ترڅ کې
به ټول مسؤلین له خپلو لاسته راوړنو خبر کړي .
دغو مسؤلینو یو پرتوکول هم لاسلیک کړ،چې په کې د نن ورځې غونډې ټولې
وړاندې شوې ستونزې او دحل لارې چارې د جمهور رئیس حامدکرزي په مشرۍ امنیت
شورا کې مطرح شي.
یادو مسؤلینو د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.