د كندهار پوهنتون د شپې پوهنځيو له پاره دكانكور ازموينه واخيستل سو
د كندهار پوهنتون د شپې پوهنځيو له پاره نن د كندهار پوهنتون په انګړ كي د اقتصاد، ښووني او روزني، شرعياتو او كرهڼي پوهنځيو له پاره د ۶۴۷ محصلينو څخه د كانكور ازموينه واخيستل سوه .
د (۱۳۹۲ل-۱۳۹۳) تحصيلي كال له پاره د كندهار پوهنتون د شپې پوهنځيو له پاره (۷۶۳) تنو نومليكنه كړې وه، چي د هغو څخه ئې (۴۵۵) تنه دولتي كاركوونكي او (۳۰۸) تنه ازاد داوطلبان ول، چي (۶۷۴) تنو ئې په كانكور كي ګډون كړى وو .
او د د دې تر څنګ د(۱۶۰) تنو داخل خدمت محصلينو څخه د كانكور ازموينه واخيستل سوه، چي د ښووني او روزني پوهنځي په مختلفو څانګو (انګليسي، پښتو، رياضي، كيميا او بيولوژي) كي به جذبيږي او خپل زده كړي به د ليسانس تر كچي پوري بشپړوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه