د افغانستان د پوهني وزارت خبر ورکوي چي فعلآ په ټول هیواد کښي تر شپاړس زره (۱۶۰۰۰)زیاتي ښوونځیاني فعاله دي او څو سوه نوري د فعاله کېدو په حال کښي دي. د پوهني وزارت د اسلامي تعلیماتو معین شفق صمیم د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کښي وویل چي د پوهني وزارت ستراتیژي په ټول هیواد کښي په ښه توګه د تطبیق کېدو يه حال کښي ده. د ښاغلي صمیم په خبره چي د دوی وزارت توانېدلی دئ چي د ښوونځیو تر څنګ په لسګونو مسلکي انستیټوتونه او دښوونکو د روزني موسسې هم جوړي کړي.
په ورته وخت کښي د پوهني وزارت دمسلکي او تخنیکي زده کړي د انستیتوت فارغان وایي چي د دغو زده کړو په تر لاسه کولو سره د دوی په کارونو او مسلکونو کښي خورا مثبت بدلون راغلی دئ. دوی وایي چي که چیري د حکومت له خوا ورته د کار زمینه برابره نه سي، بیا هم دوی د خپل مسلک په وسیله کولای سي چي ځان ته کار پیدا کړي.
دپوهني وزار ت په چوکات کښي دا لومړی وار دئ چي د مسلکی او تخنیکی زده کړو انستیتوت په مختلفو رشتو کښي د دوو کلنیو زد کړي ورکولو څخه ورورسته فارغان ټولني ته وړاندي کوي.