کور / تازه خبرونه / اداري فساد اوس خصوصي سیکتور ته هم لار پیدا کړه

اداري فساد اوس خصوصي سیکتور ته هم لار پیدا کړه

د افغانستان د سوداګرۍ دفتر اودصنایع سیکتور، د محاسبې او تفتیش دشعبې دجوړولو سره سم وايي چي داداري فساد ریښې اوس دونه پراخي سوي دي چي خصوصي سیکتور ته ئې هم لاره پیدا کړې ده. دافغانستان دسوداګرۍ او صنایع رئیس وایي چي که چیري په خصوصي سیکتور کښي د اداري فساد مخنیوی ونه سي، نتیجه به یې د کابل بانک غوندي سي.قربان علي حقجو وایي چي د افغانستان ډېري اقتصادی چاری په خصوصي ډول پر مخ وړل کیږی چي دا ددې سبب سوی دئ چي نړۍ واله ټولنه هم د افغانستان پر اقتصاد باندي بې باوره سي.
د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید بیا وایي چي پلان لري چي په راتلوونکي کښي به دمحاسبې او تفتیش څانګه هم په درسي سیسټم کښي داخله کړي.
د یادوني وړ ده چي مخکي هم افغان حکومت او نړۍ والي ټولني د فساد پر ډېرېدو اندیښنه ښوولې وه خو په دې وروستیو کښي لیدل کیږی چي نه یوازی په دولتي ادارو کښي فساد سته بلکي خصوصي سیکتور ته یې هم لاره پيدا کړې ده.