کور / تازه خبرونه / د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره وژل شوې

د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره وژل شوې

پېښور :د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره نجمه حنیف د پېښور په حيات اباد کې وژل شوې ده د عوامي نیشنل ګوند یوه غړې او پخوانۍ صوبايي وزیره ستاره ایاز پرخبره داسې ښکاري چې دا کار د ذاتي دښمنۍ له کبله هم کېدای شي خو هیڅ نه شو ویلای. چې د پولیسو وړومبی رپورټ راشي نو بیا فیصله کېدای شي که موږ وګورو یوه ځوانه ښځه، یوه کونډه ښځه په دې ډول وژل ډېر ظلم دی ستارې ایاز زیاته کړه چې د نوي حکومت له راتګ سره په صوبه کې او په پېښور کې په ځانگړي ډول د امنیت وضعه ډېره خرابه شوې ده. د نجمې حنیف د وژنې پړه چا نه ده منلې او حکومت هم لا څه نه دي ویلي.