کور / تازه خبرونه / په پاکستان کې د گازو بیه لوړیږي

په پاکستان کې د گازو بیه لوړیږي

اسلام اباد:د پاکستان حکومت وویل په دغه هیواد کښې به مینځنې ډول د هر واحد گازو بیه ۲۲ پاکستانۍ کالداري زیاته کړي .ددغه خبر له مخې دغه فیصله راتلونکي اوونې او د گازو د شرکتونو د ۱۸ ملیارډو روپیو د عایداتو د زیاتیدو لپاره ترسره کیږي او یوې کمیټې د دغه طرحې څیړنه پیل کړي ده ،چې د تیلو،صنعت، انرژي او مالیي وزیران یې غړي دی .د دغه کمیټې په ناسته کښې د ارزانه گازو د تامینولو په ځاي کرونده ګرو ته د نیغ په نیغه سب سیډیو په ورکولو هم غور وشو ،خو کومه خاصه فیصله لا نه ده شوي .